د تیلو سیاسی پایپ لاین ! — ډاکټر نثار احمد صمد

 

بسم الله الرحمن الرحیم

 

د تیلو سیاسی پایپ لاین !

 

لیکوال : نثار احمد صمد

 

امریکا د ورځی ۲۱ ملیونه بیرله تیل مصرفوی چی د دې څخه یې ۸ ملیونه بیرله خپل او متباقی د نوري نړۍ څخه وړی . د ۱۹۹۰ لسیزی په پیل کی د شوروی اتحاد مړینی پر واشنګټن په شپه کی لمر راوخیژاوه . امریکې د کسپین او منځنۍ آسیا د نفتی کنټرول په غرض لویو جاه طلبیو ته لاس واچاوه .  دا حوزه ( ۳۰۰ ) ټریلیونه فټ مکعب ګاز او ۱۰۰ ـ ۲۰۰ بلیونه بیرله تیل لری چی مجموعی ارزښت یې ۱۶ ټریلیونه ډالره اټکل سوی دی .

 

د ۱۹۹۸ په جنوري کی ۱۶ جمهوریت غوښتونکو ولسمشر بیل کلنټن ته یوه استعماری طرح وړاندی کړه چی « د نوي امریکایی پیړۍ پروژه » نومیده ، خو کلنټن هغه رد کړه . ډیک چینی چی وروسته د جورج بوش مرستیال سو ، په ۱۹۹۸ کی د لویو نفتی کمپنیو یوې غونډی ته داسی وویل : « زه د هیڅ داسی یو وخت فکر نه کوم چی د هغه په ترڅ کی دې داسی یوه منطقه ولرو چی دومره لوی ستراتیژیکی اهمیت دې ولری چی هغه همدا کسپین دی . »

د هماغه کال په فبرورۍ کی د یونوکال شرکت مرستیال « جان مریسکا » د ولسی جرګې یوې کومیټې ته داسی وویل : « یوه ذریعه یې دا ده چی د مرکزی آسیا څخه مخ پر جنوب د هند سمندر ته د تیلو یو پایپ لاین وغځوو . مخ پر جنوب خورا اوڅار لورﺉ هماغه د ایران خوا ده ، مګر هغه ځکه د امریکایی کمپنیو پر مخ له وړاندی څخه لا بنده ده چی امریکا بندیز پر لګولی دی . نو یوازینی بل لورﺉ همدا افغانستان دی او بس . » یونوکال ځکه تلولی او وارخطا و چی ارجنټاینی کمپنۍ « بریډاس » دوه کاله مخکی سیمی ته راغلې او د طالبانو سره یې ( د ۱۹۹۶ په نومبر کی ) د دې احتمالی پایپ لاین د غځولو تړون لاسلیک کړی و . یونوکال ( چی د بوش د حکومت څو کسان هم پکښی شامل وو ) غوښته چی په هره بیه وی دا تړون مات کړی او طالبان لومړی تطمیع کړی ، که نه کیده بیا یې نو تهدید کړی . یونوکال د بریډاس د ناکامولو یا پر شا کولو په غرض تر هر څه مخکی څو مشاورین استخدام کړل لکه : هنری کیسنجر ، زلمی خلیلزاد ، ریچرډ آرمی ټچ او حامد کرزی ( چی لومړنی د جمهوریت غوښتونکو یو کُهنه پیخه سیاست وال و ، دوهم د دې ګوند ستراتیژی جوړونکی و چی وروسته په افغانستان ، بیا عراق او باالاخره ملګرو ملتونو کی د امریکا سفیر سو ، درېیم هم وروسته د خارجه وزارت مرستیال سو او باالاخره څلورم یې د افغانستان تر پوځی نیونی وروسته په غیر دیموکراتیک ډول پر افغانستان د ولسمشر په توګه وتپل سو . )

 

 هو ، دا اقدام د تیلو د راتلونکي پایپ لاین د سیاسی کولو لومړنی ګام و . د یونوکال ورپسې اقدام امریکا ته د طالبانو د استاځو بلنه وه . هغوی د طالبانو هیأت لومړی د ۱۹۹۷ په پیل کی « هاسټن » ته او بیا د هماغه کال په ډسمبر کی واشنګټن ته ور وباله . خو طالبانو د څو دلایلو او فشارونو یا اندېښنو له بیری د یونوکال شرطونه رد کړل ، یعنی :

الف ـ طالبانو زیات فیس او امتیازات غوښتل ( لکه د حق العبور او  ترانزیټ ډیر حقوق ) ،

ب ـ طالبانو افغانستان او سیمی ته د امریکا راتګ نه خوښاوه ،

ج ـ هغوی د بریډاس کمپنۍ سره خپل تړون نه فسخ کاوه ،

د ـ د ځینو انګیرنو له مخی بن لادن دا منفی مشوره ورکړې وه ،

 

په هر صورت ، ځینو ناخوالو دغه دواړه لوی شرکتونه د رکود او سقوط سره مخامخ کړل . بریډاس د ۱۹۹۷ په اګسټ کی ( د مالی ضعف له امله ) خپل ۶۰٪ سهم پر « اموکو » شرکت باندی خرڅ کړ څو چی دا بل کال په « بریټش پټرولیم » کی مزج سو او نور نو له منځه ولاړ . په همدې ترتیب یونوکال هم څو کاله وروسته همدغو سړو او تودو ډېوالي کړ او د « شیورن ـ ټیکساکو » کانسرسیوم یوه برخه سوه .

 

اوس دوه ستر کانسرسیومونه ( د څو کمپنیو مجموعې ) په ټوله سیمه کی د پایپ لاینونو په جوړولو او غځولو کی لګیا دي ( چی برېډاس او یونوکال هم په هغوی کی مدغم سوي دي ) . لومړنی یې د « برټیش پټرولیم ـ اموکو » کانسرسیوم دی چی د « باکو ـ تبلیسی ـ سیهان » ( بی ـ ټی ـ سی ) د ستر پایپ لاین جوړونکی دی او مشهور سلاکار یې د یوروشیا د پراخی استعماری پروژې لوبغاړﺉ او د دیموکرات ګوند کهنه پیخه سیاست وال زبګنیو برژنسکی دی ، حال دا چی د « شیورن ـ ټیکساکو » د کانسرسیوم اوڅار مشاور بیا جمهوریت غوښتونکی کهنه پیخه سیاست وال هنری کیسنجر دی . همدغه کانسرسیوم اوس زیار باسی چی د « ترکمنستان ـ افغانستان ـ پاکستان » ( یعنی ټی ـ اې ـ پی ) متوقعه پایپ لاین وغځوی چی هغه به دوې څانګي ولری : لومړنۍ به یې پر ګوادر بندر باندی پای ته رسیږی او دوهمه به یې هند ته ورتیریږی . د دې کانسرسیوم بل متوقعه هدف د « ایران ـ پاکستان ـ هندوستان » ( آی ـ پی ـ آی ) د پایپ لاین غځول هم دی چی د تهران د فعلی رژیم تر سقوط وروسته به یې عملی کوی .

 

په هر صورت ، یو کانسرسیوم د باکو ـ تبلیسی ـ سیهان عظیم پایپ لاین جوړوی او بل هم د ترکمنستان ـ افغانستان ـ پاکستان ( او هندوستان ) پایپ لاین مدنظر لری چی دا هر څه د سیاسی پایپ لاینونو یوه ستره شبکه ده .

 

خو د دې ستري پروژې افغانی اړخ تر ټولو ستر خنډ هم پیښ کړی دی چی اصلی علت یې د امریکا او لویدیځ خپلي غلطۍ دي ، یعنی :

الف ـ امریکا او ناټو په خپل ټول طاقت سره طالبان مات نه کړای سول ،

ب ـ د کابل رژیم یې د فساد او بې کفایتۍ څخه پاک نکړای سو ،

ج ـ د افغانانو د زړونو په ګټلو کی یې خپل استطاعت او ظرفیت ثابت نکړای سو ،

د ـ ځان یې د اشغالګر او رژیم یې  د لاس کښینولي له دریځه خلاص نکړای سو ،

 

که داسی فرض کړو چی د څلویښتو زرو نورو امریکایی پوځیانو په راتګ سره به هر څه « ګل وګلزار ! » سی ، نو آیا په هغه صورت کی به د « سیاسی پایپ لاین » دا پروژه افغانستان او سیمی ته مهمه ګټه ورسوی ؟ وګورﺉ ترکمنستان په هره برخه کی ګټندوی دی که هغه پایپ لاین د « آی.پی.آی » وی یا د « ټی.اې.پی.آی » وی . روسیه په هر حالت کی بایلونکې ده ځکه بې برخی او تجرید کیږی . پاکستان هم د ترکمنستان غوندی که هغه « آی.پی.آی » وی او که « ټی.اې.پی.آی » وی ګټونکی دی . ایران په « آی.پی.آی » سره ګټونکی خو په « ټی.اې. پی » سره بایلونکی دی . افغانستان بیا په « ټی.اې.پی. » سره ګټونکی لاکن په « آی.پی.آی » سره بایلونکی دی .

 

فلهذا ، دوه هېوادونه په هر حالت کی ګټونکي دي چی هغه ترکمنستان او پاکستان دی یعنی لومړنی د تیلو او ګازو « سرچینه » او دوهم بیا د هغو د راوتلو « دروازه » ده . همدا علت دی چی امریکا د هرڅونه « وینو » په تویولو سره پر دغو « تیلو » خپل تسلط غواړی او ځکه نو « سرچینه » او « دروازه » هرومرو باید خپل کړی او موږ هم ګورو چی د دواړو د تسلط لپاره یې د هغوی تړونکې نقطه یعنی افغانستان نیولی دی او هلته یې د یو ساختګی او فاسد رژیم د ساتنی لپاره خپل ( ۹۲۰ ) پوځیان تلفات او ( ۲۵۰ ) بلیونه ډالره ضایعات ورکړي دي . همدا وجه ده چی افغانستان « هدف » نه بلکی د هدف لپاره یوه « وسیله » ( یعنی د چین او روسیې سره د راتلونکې وزلوبی ډګر ) دی او ځکه نو واشنګټن نن خپل پوځی عملیات پاکستان ته متوجه کړي دي تر څو په هره بیه چی وی د تیلو دا سیاسی پایپ لاین هلته ورسوی چی د هغه د آینده غځولو لپاره یې یو رژیم ونړاوه او بل یې هم تولید او نصب کړ . خو که  تاریخ درواغجن نه بلکی رښتونی وی نو واشنګټن به هم ژر یا وروسته د « لندن » او « ماسکو » تر خوا څملی ! والسلام ( ن . صمد )   

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.