رښتيا هم په ۲۰۱۲ کې دنيا ختميدونکي ده؟ — محسن علی زئ

 

رښتيا هم په ۲۰۱۲ کې دنيا ختميدونکي ده؟

 

ليکوال: سردارولي

لیږونکی: محسن علی زی

 

که د امريکا دکالفورنيا د(ماونټ ولسن) په رصدګاه کې دايډون هبل(اوماونټ پالومر) دسترو دوربينونو دخلائی څيړونکو عمله اعلان وکړی چې:

۱۹۷۹ ايف ۱۱) نومې خلائي ستورو زيرمه توکي دفي ساعت ۱۷۰۰۰ ميله په چټک تګ دمځکي پرلوري راروان دی او په څواونيو کې په حتمي ډول له مځکي سره ټکرکيدونکي دی نو ښکاره خبره ده چې دا راز يوه خبرتيا به دنړی ټول وکړی ولړزوي دژوند تول اړخونه به په ټپه وه دريږي او دتروريزم پرضد په جګړه اخته پو ځيان به له خپلو کورنیو سره دورستيو ليدلو کتلو لپاره خپلو هيوادونو ته دتللو لپاره دجګړي له ډګره وتښتي او چې وه خپلو هيوادونو ته يې دتللو هیله نه وي هغوی به ددې لړزونکې تباهیۍنه وړاندی ځان وژنه وکړي د(ډبليو ټې او)مامورين به چې په راتلونکی کال کې دتجارت دنړيوال کولو په لاره چارو بوخت وی خپلي دوسي به بندي کړی او له خپلو کورنيو سره به دژوندانه دورستيو شېبو دتيرولو په تلوسه په بیړنۍ توګه خپلوهيوادونو ته دځانونو رسولو هلې ځلې پیل کړي.دنړۍ دوسلو جوړوني ستريې سترې فابریکي به له کارګرو خالي سي او داتومی وسلو ساتو نکی به له خپلو دندو وتښتي.

هوکي د (۱۹۷۹ ايف ۱۱) نو مي خلايي توکي به رښتنی توکه دمځکي پرمخ راخوشې دی دادشاوخوا هغو نوی خلائی توکو له جملې نه يودی چې دلمر پر شاوخوا راڅرخی اواوس یې دمځکي پرلوري مخه کړې دسائنس پو هانو داټکل له مخې دغه خلائی موجود که له مځکي سره ټکر سی نو دا به په دوهمه نړيواله جګړه کې دامريکا له خوا دجاپان پر "هيروشيما"او"ناګاساکي"باندي داورول سوو اتومي بمونو په نسبت دوه چنده زيات ورانونکي وي په بل عبارت دابه دامعني ولري چې په يوه ځل به دمځکي پر مخ د"هيروشيما"او "ناګاسا کي" غوندي دوه مليونه اتوم بمونه انفجاروکړی چې په نتيجه کې به ئی يوه ستره زلزله پيښيږي اوداور شاندو غرونو خوټکیدو له کبله به دمځکي پر مخ هيڅ ژوندي موجود پاتي نسي.دګړځ او غبار له کبله به کلونه کلونه دمځکي له مخه رڼاورکه وي،چې دسختي يخنی به امله به ځمکنی ژوند نورشوني نه وي.

او په دې توکه به دمځکي پرمخ نور ژوند پاتي نه سي پرسائنسی څیړنو باور لرونکی وګړي به هرو مرو دماونټ ولسن درصدګاه د"ايډون هبل اوماونت پالومر"ددوسترو دوربينونو دعملې دغه خبرتيا په نړۍ کې دژوندانه پاي اعلان وانګيري.

کټ مټ همداسی یوه اعلان په اسلامي نړۍ کې هغه وخت يو لړزونکي حالت راپاراوه چې يوې انټرنيټی پاڼي(پیس ډاټ کوم)په ۲۰۰۴م کال دمی مياشتي په ۱۹ نېټه دمنځنی ختيځ دڅيړنو مرکز له قوله وه ليکل چې دراتلونکي دسمبر په مياشت کې به دمريخ پر سترګه لمر دلویديځ له لوري راوه خيږی.

دمسلمانانو لپاره دستر ډار خبره په دې کې وه چې يو شمير رسنيو پخپلو سرلیکونو کې په مبهمه توګه وه ليکل چې په (راتلونکي ستمبر کې به لمر دلويديځ له لوري راوه خيږي)

داخبره دټو لو مسلمانانو دهغي عقيدي سره سل په سلو کې سمون لري چې بخاري او مسلم دواړو دحضرت ابو هریره(رض) له خولې نه روايت ليکلې چې رسول الله(ص)وه فرمايل:چې قيامت به تر هغو نه راځی ترڅو لمر له لویدځ څخه نه وې را پورته سوی کله چې وګړي دلويدځ له لوری لمر راخاته وه ويني نوټول به ايمان راوړي ولي هغه خلګ چې نوی ايمان يې راړی هيڅ ګټه به هم وه نه کړي(متفق عليه) دمسلمانانو زړونه هغه وخت کرارسول کله چې يې ددې خبرې په تفصيل کې وليدل چې په راتلونکي سپتمبر کې به تنها دمريخ پرسترګه لمر له لويدځ نه راخيږي هغه په دې ډول چې دجولائی ترديرشمي نېټی به دختيځ پرلوری دمريخ حرکت په ټپه ودريږي او داګست او ستمبر په مياشتو کې به مريخ خپل مسير بدل کړي او دختيځ پرځاي به دلويديځ پر لور په حرکت پيل وګړي او په دي توګه به نو لمر هم دمريخ دپخواني لويديځ له لوري راخيږي او پر پخواني ختيځ به لويږي.

همداسي مو ضوع او س په غرب کې داسي ګنګوسي اچولی چې رښتياهم په يوشت دسمبر قيامت دی.

راځی هغه فلم چې دا ډار يې اچولی له نژدې وه پيژنو!

دسختي تباهي بربادي او دطبعي ډارونکي افتونو پرموضوع باندي په تيرو څلورو لسيزو کې هاليوډ دنيا ته داسي فلمونه وړاندي کړي چې په عامه توګه ورته "ډېزسټرز موېز" (تبا ه کونکي )صحني هم ويل کيږي.


دتباهي دکاميابه فلمونه څخه داهم زلزلي ،مځکي ته راتلونکي ستوري،داور غورځونکي غرونو څخه رالويدونکي سکروټي،همداسي اسماني افتونه،کيميايې او اټمي تباهي ډارونکي او خوفناک راتلونکي او له دي څخه علاوه دنړيوال جنګ د بربادي پرلوري پر سکرين په ډيره ښه او روښانه توګه تباهي ښکاره کوي.

که ځه هم دډيرو لاتعدادو فلمونو لکه ټايټانيک،جيورسيک پارک،ايرفورس،سپيډ،وراف دی ورلډ اوداسي نورو…………

له جملي څخه ښه کامياب اودتخنيکي مهارتونو څخه علاوه دقيصه ليکونکی شپه او ورځ محنت هم ديادولو وړ دي. په تيرو مياشتو کې ډير تجارت کونکي (۲۰۱۲)فلم د (رولينډ ايمريچ) په لارښونه تيارسوی چې قيصه يې (هيرلډ کلوزر) ليکلی او تمثيل يې (جان کيوز يک،امينډ اپيټ ،ټينډي تيوشن، ډيني کلور او ودي هيرلسېن ) کړی دی.

۱۸۰۰ کاله مخکې دبحرالکاحل شاوخوا قومونو دقيامت وړاندوينه کړي وه.

چې په اصل کې يې دکليزي دحسابه همدا۲۰۱۲ ښولی وو.داکليزه اوس هم د"سپين"په موزيم کې پرته ده.

لکه چې داهسي يو فرضي داستان دی چې ديو څو خلګو داندونو استازيتوب کوي خو بياهم ددنيا ټول مذهبونه لدې سره په اتفاق دي چې دمځکی مخ به په تدريج سره خپل اخرني منزل ته ورسېږی او دغه تباه کونکې ورځ به يو وخت وې.

د(کولمبيا فيکچر) لخوا ددغه وړاندي سوي فلم تياري په ۲۰۰۸ کال دامريکا يې مځکپوه "ايډرين بمسيلي " اوهندوستاني دوست "متنام" له ملاقات څخه شروع کيږي .ايډرين په خپل علم دا حقيقت پيداکړی چې دلمر له سطحي څخه دلو يو شعاوو له تزی څخه به دمځکې دحرارت درجي مخ په زیاتيدو سې.

ايډرين ددې حيرانوکي حقيقت خبر واشنګټن ته رسوي او هوري يې په سپيڼه ماڼي کې له لوی درستيز او جمهور ريس سره شريکوی .په ۲۰۱۰ کې به د "جې ايټ"هيوادونو مشران پردې موضوع داسي فيصله وکړي چې د همالیه په غره کې دې په پټه د۴۰۰.۰۰۰" انسانانو لويه کښتی جوړه سي.

دلاس انجلس اوسيدونکلی" جيکسن ګرټس "ليکوال هم دی.دی په خلاص وخت کې ديوه روسی پيسه لرونکي موټر چلونکي دی.

ده او دده پخواني ما ينې "ګيټ" له خپلو کوچنيانو سره په لوی او پراخ پارک"يلوسټون نشنل پارک"کې څه حکومتی خلګ دتحقيق په حال کې وليده.

دلته دده کتنه له "چارلي فراسټ"سره وسوه چې دشعاو ښولو سره سره دوړاندوني او حکومتي شاز ش په باره کې دعلم دعوه لري.

جيکسن دده خبرو ته هيڅ اهميت نه ورکوي. اوله دي ځايه څخه ځي په دې وخت کې "ايډرس" سپينی ماڼی ته خبر ورکوي چې دمځکي دحرارت درجه لوړ يږي. په دې وخت کې جيکسن دلویو او کوچنيو زلزلو دحس کولو وروسته شکمن کيږي. هغه دراتلونکي نامعلومي پېښي څخه دخلاصون په خاطر يوه طياره دکرايي لپاره نېسي لدې څخه مخکي چې لاس انجلس په بحرالکاحل کې غرق سې جيکسن له خپلي کورنی سره په تښتېدوبريالی کيږي

له دې سره دتباهي پيل هم کيږي په ښه مهارت سره پرلوی سکرين دلویې تباهی صحني ښول چې مخکي ئې موږ مثال نه لرو

دامريکا اولسمشر هغه وخت تريوې قهرجني څپې لاندې راسي چې اولس ته وينا کوي .په دنيا کې يوډارونکی حالت راسي دمځکي لوې لوې برخي غورځيږي چې قيامت ته نژدي حالت ډيرژر مخ ته راځی.

د۲۰۱۲ اواز شاوخوا له ۲۴ اوازونو څخه يو ځاي سوي اواز دی په مجموعي توګه دفلم ۲۶۰ مليونه ډالره خرچه سوې چې دروان کال دغوره فلمونو په څلورم نمبر کې راځي.

 

په نړيواله سطحه يې تراوسه ۵۹۲ ملیونه ډالره تجارت کړی چې په راتلونکي کې نوره تمه هم کيږي .

څنګه چې دفلم سره داتفاق يانه اتفاق خبره ده مختلف نظرونه سته

څه خلګ له دې څخه يو مخيز انکار کوي ولي سته داسي خلګ چې يقين لري چې په ۲۰۱۲ دسمبر کې واقعي دنيا خپل اخرني منزل ته رسيږي .

دامريکا "پيټرل ګيرل"هم له هغو خلګو څخه دی چې نه يوازي پردې پوخ يقين لري بلکي هغه له خپلو هم اندو څخه يو ګروپ تيارکړی چې يوداسي ليست جوړ کړي چې هغه شيان وښيئ چې ددنيا دخرابيدو څخه مخکي ورته دوی ضرورت لري

له فلم کتلو څخه به وروسته تاسي هم ضرور يو نظر ولری البته فلم کې حقيقت ته نژدې عکاسي مختلف او ښه هنري روڼاګا ني سړ ی دې ته مجبور وي چې وه وايې

شاباس.

داسې هم ويل کيږي چې دافلم به تر ډيره دخلګو پر زهنونو تر ډيره تاثيرولري.

 

لیږونکی محسن علی زی..ليکوال:"سردارولي"



 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *