د مجاهدینو د بری ورځ او لمانځونکی یی! — شاهد وردګ

 

د مجاهدینو د بری ورځ او لمانځونکی یی!

ليکوال: شاهد وردګ


رښتیا هم چې د مجاهد کلیمه زمونږ او تاسې لپاره یوه خوږه او په زړه پورې کلمه ده چې د خپلواکی د بیرغ په تورو کښې ډېره ښکلې ښکارې او څومره ویاړ د هغه چا په حال چې وینه یی د خدای د رضا د لاسته راوړو په موخه توییدو ته وړاندې کړې وی.
افغان ولس چې د غیرت او اتلولی ډګرونه یی تاوده ساتلی او ښکېلاکګر یی له خپلې خاورې سرټیټي ایستلی د نړۍ یو وتلی مګر خورا ځو رېده لی قوم ده او هر څه ورباندې د خپلو له لاسه شوی دی.
د روسانو ماته هغه هم زمونږ د مجاهد ولس په لاس یوه ستره تاریخي او د عظمتونو  له زوږه ډکه ولوله ده چې هېرول یی د ولس د عظمت څخه سترګې پټول دی.
په تېرو ورځو کښې کابل د مجاهد د بری ورځ تجلیلوله او ما له ځانه پوښتل چې مجاهد څوک ده؟ جهاد چا وکړ ؟ او ایا څوک د ولس د ویاړ جامه له ولس څخه ایستلی شی؟او جهاد د کوم هدف لپاره؟
دا رښتیا ده چې چا د شهرت ،چا د دپیسو او چا هم د قدرت لپاره جهادونه وکړل او نن یی څه ناڅه خپل هدفونه تر لاسه هم کړل،نن دوی د خپل ولس د اتلولیو بیرغ چې د شهیدانو په وینو سور وو صلیبیانو ته  تسلیم کړ په داسې حال کښې چې د شهید د قبر شناختې د یوه نه هېرېدونکي ارمان په یادولو د دوی د سترګو په وړاندې رپانده وې.
د کابل نشینو مجاهدینو د قدرت تلوسه اسلام نه پېژنی که دوی اسلام پېژندی نن به یی د ولس په غېږ کښې شپې تېرولې نه د د صلیبیانو  د ګوډاګیانو په توګه، او نن به تاسې دوی ته حیران شی چې په کومو سترګو او کوم مخ بیا راوځې او وایی چې ما جهاد کړی او نن د خپل بری ورځ لمانځم، دا دې کوم بری ورځ؟ د امریکایانو د ټوپک تر سیوری لاندې د خپلواکۍ ورځ نه لمانځل کېږی او دې ته د باید پام وی چې خپلواکی تانه مظلوم افغان ولس ګټلې ده.
کله چې د مجاهد نوم اورو سترګو ته مو شهیدشوی، معیوب شوی خپل او خپلوان ،مال او هر څه یی له لاسه ورکړی افغانان  درېږی ، هو ! هغوی مجاهدین وو چې وینې یی د کوم شخصي هدف لپاره نه د الله د رضا لپاره ورکړې ،چې د وجود غړی یی له لاسه ورکړل او نن د یوې مړۍ ډوډی د مونده لو جوګه ندی ، نن هغوی له یاده ایستل شوی ځکه هغوی د الله لپاره جهاد کړی وو او زمونږ ټولنه داسې ده چې د الله لپاره چې څوک ګام پورته کوی د هغه هېڅ قدر او قېمت ورته نشته او ته نن د هغوی په وینو خپل شومې هیلې تر سره کوې ته نن د هغوی د وینو په بیه د ځان لپاره تعمیرونه جوړوې،ته نن د هغوی په وینو یو ځل بیا یوه لوبه تر سره کوې ،ته خپل قدرت ساتې او د ملت ابرو عزت له خاورو سره خاورې کوې.
رښتیا هم مونږ له تا د کومې نېکۍ تمه نه لرو او ولس هم پر دې پوهېده لی ده که هر څومره ته ووایی چې زه مجاهد یم مجاهد کېده لی نه شې .
یواځې دا په یاد لره چې د نظامونو اوښتل حتمی دی او له هغې ورځې وډار شه چې ملت ستا د محکومېدو ورځ ولمانځي.
والله علی ما نقول وکیل.
شاهد.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *