پخپله امریکایان به امریکا ورانوی — ډاکټر نثار احمد صمد

 

بسم الله الرحمن الرحیم

 

پخپله امریکایان به امریکا ورانوی

 

لیکوال : نثار احمد صمد

 

د افغانستان اته کلنه بهرنۍ نیونه او تحمیلی جګړه څو ځانګړي پیچلتیاوی لری چی افغانان او امریکایان دواړه یې ځپلي دي ، مثلأ :

 

لومړی ـ امریکا په افغانستان کی د ۸ کالو راهیسی هغه خلا نه ده ډکه کړې چی د طالبانو په بیواکۍ سره یې رامنځته کړه ( سره له دې چی : الف ـ په بلیونونو ډالره یې ضایع کړي ، ب ـ څه باندی یو زر پوځیان یې وژل سوي ، ج ـ یو غیر ملی رژیم یې تخلیق ، نصب او پاللی دی . ) د عراق سره د افغانستان لوی توپیر دا دی چی : الف ـ هغه د سپټمبر د یوولسمی سره هیڅ تړاو نه درلود خو افغانستان ورسره درلود ، ب ـ هغه د بن لادن او القاعده سره هیڅ تړاو نه درلود خو افغانستان درلود ، ج ـ هغه د « ترور پر ضد د جنګ » سره هیڅ تړاو نه درلود خو افغانستان درلود . همدا علت دی چی دلته ننوتوب او  زیږنده شرایط یې تر هغه ځای ډیر مغلق او پیچلي دي .

 

دوهم ـ دا چی القاعده په افغانستان کی د امریکا د پوځی نیونی په لومړیو دوو کالو کی ماته او فراره سوه ، نو بیا تر ننه دلته  « د ترور پر ضد جنګ » د چا سره کیږی ؟ آیا هغه د القاعده سره دی که د طالبانو سره ؟ دا چی القاعده نور دلته فزیکی شتون نه لری ( ځکه د اوباما امنیتی سلاکار جیمز جونز پخپله د ۲۰۰۹ د اکتوبر پر څلورمه دا اعتراف کړی دی ) ، نو بیا دلته د « ترور پر ضد جنګ » څنګه معقول او منطقی کیدای سی ؟ آیا پر امریکا د سپټمبر حمله طالبانو کړې وه ؟ آیا هغوی په دې حمله خبر وو ؟ ځواب طبعأ منفی دی ځکه پخپله واشنګټن همدا حقیقت منلی دی . نو دا چی جنګ د یو چا په نوم د بل چا سره کیږی ، دغی غلطی ستراتیژۍ پخپله فعلی اشغال نور هم پیچلی او مغلق کړی دی .

 

درېیم ـ دا چی روان جنګ ورځ په ورځ « د آزادۍ د جګړې » ماهیت اخلی نو امریکا د دې لپاره چی هغه د آزادۍ جنګ و نه بلل سی او ځان اشغالګر او رژیم ګوډاګی ثابت نکړی ، هغه ته چټی د « ترور پر ضد د جنګ » نوم ورکوی . ځکه نو ، تر څو چی امریکایان په افغانستان کی وی له یوه غره تر بله ، له یوه دښته تر بله ، او د یوه کلی تر بله به جنګ د طالبانو سره کوی خو د القاعده په ارواح پسی به ګرزی! همدا د افغان بحران بله پیچلتیا ده چی واشنګټن یې هم ګمراه کړی دی .

 

څلورم ـ امریکا د تیرو دوو کالو راهیسی دا جنګ پاکستان ته هم ورغځولی او د ډیورنډ آخوا ته یې هم پښتانه پکښی راښکیل کړي دي . په بل عبارت ، واشنګټن دغه افغان جنګ راسأ د پاکستان د داخل سره وتړﺉ . ځکه نو امریکا نه د افغانستان ، نه د پاکستان او نه هم د قبایلی سیمو د ټولنیز جوړښت او جوهر څخه پوره خبرتیا نه لری او د دې جنګ څخه یې په لوی لاس یو منطقوی بحران جوړ کړ چی دا هم د هغه بله پیچلتیا او مغلقتیا ده .

 

پنځم ـ دا چی د سپینی ماڼۍ تګلاره د « سیاسی » څخه « نظامی » حالت ته اوښتې ده یعنی پوځیان ډیروی ، عملیات ډیروی ، بم ورۍ او نیونی ډیروی ، جاسوسۍ او تباهۍ ډیروی نو دې کړنو د عامه خپګان ، خښم او مخالفت یوه لویه څپه ایجاد کړې ده . په بل عبارت ، امریکایی اراده غلطه ده ، پوځی طریقه یې غلطه ده او سیاسی نقشه یې غلطه ده چی همدا ارتکاب د روان مسلط مشکل یوه بله پیچلتیا ده .

 

هو ، امریکا په دې بې باکیو او مغروریو سره نارضایًت په مخالفت او مخالفت په مقاومت سره اړولی دی ، یعنی په لوی لاس ځانته دښمنان تولیدوی . په دې تریخ حقیقت هر څوک ښه پوهیږی لاکن پخپله امریکایی عوام هیڅ غبرګون نه ښیًی یعنی دا چی هغوی بیده ساتل سوي او د نړۍ څخه هیڅ معلومات نه لری .

ځکه نو ویلای سو چی په اصطلاح « د ترور پر ضد جنګ » به  امریکا زیانمنه نکړی بلکی دا به امریکایان وی چی امریکا به ورانوی . وګوری ، یو مالیه (ټکس ) ورکوی خو پوښتنه یې نه کوي ، بل پوځیان ورکوی خو پوښتنه یې نه کوي ، بل دغه ډالرونه او پوځونه پر غلطه استعمالوی خو پوښتنه یې نه کیږی . . . حال دا چی « تروریسټان ! » د خپل صرف یو ډالر په بدل کی د امریکا یو بلیون  ډالره ور مصرفوی .

د سپټمیر د یوولسمی نولس ( ظاهری ) حمله کونکو  سل زره  ډالره مصرف کړل خو په امریکا باندی یې یو ټریلیون ډالره مصرف وکړ . هغوی صرف خپل سرونه بایلل لاکن په بدل کی یې پنځه نیم زره امریکایی پوځیان ( په عراق او افغانستان کی ) ووژل . هغوی امریکا په نړۍ کی تجرید او د مخالفتونو حتی نفرتونو په غیږ وروستله . په داخل کی یې اساسی قانون تر پښو په لاندی کړ او مطلقه بې اعتمادي ، ناخوښي او شکونه یې پکښی ایجاد کړل . نو آیا نسو ویلای چی امریکایانو پخپله امریکا رټلې ، کوټلې او ترټلې ده ؟

 

روانی پرمختیاوی ، د افغانانو ځانګړتیاوی او د امریکایانو نیمګړتیاوی ښیًی چی د افغانستان او سیمی حالت نور هم پیچلی او ستونځمن کیږی . نو غوره دا ده چی امریکایی تګلاره جوړونکي د « عراق/ایران » او « افغانستان/پاکستان » ستونځی اساسأ درک او تشخیص کړی . مطلب دا چی په منځني ختیځ کی د مشکل زڼه بغداد یا تهران نه بلکی غزه او تل ابیب دی ، او دلته بیا هغه طالبان یا القاعده نه بلکی کابل او اسلام آباد دی . په بل عبارت ، واشنګټن هلته او دلته صرف « علایم » ګوری نه « علتونه » .

 

وګورﺉ ، د فلسطین پر مسأله څنګه رډي سترګي پټوي او هر څه تر اسراییلو قربانوي ( نه صدام حسین مطلب و ، نه ډل وژونکي وسلې ، نه د تهران آیت الله ګان او نه یې هم اټومی بمان ! ) نو ځکه به په منځني ختیځ کی په فعلی طریقه سره هیڅکله هم دایمی ثبات او سوله رانسی . د فلسطین کشاله هغه ژوره مسأله ده چی نوری ټولی ستونزی ورپوری تړلي دي او د هغې حل به نوری ټولی شخړي پای ته ورسوی .

 

په همدې ډول ، امریکا به یو وخت د کابل څخه نه بلکی د اسلام آباد څخه د وتلو په غم کی وی . ځکه « بنسټ پالنه ! » په افغانستان کی نه بلکی په پاکستان کی ټینګی ریښې لری او دا سرطانی مرغړﺉ هماغه کشمیر دی چی د هند سره د دښمنۍ اصلی علت دی ، د اټومی کېدو اصلی علت دی ، د « بنسټ پالو! » د ودې اصلی علت دی ، افغانستان ته د دې عقیدې د صدور اصلی علت دی ،  د امریکا سره د جنګ اصلی علت دی ، او باالاخره پر قبایلی سیمو د بی پیلوټه طیارو د بم وریو اصلی علت دی .

لکه هلته چی تل ابیب امریکا ته دا موقع نه ورکوی چی د فلسطین مسأله حل کړی ، کټ مټ دلته بیا نوﺉ ډیلی دا فرصت نه ورکوی چی د کشمیر مسأله حل کړی او دا د ټولی سیمی په سطح د وضعی یوه بله غټه او حساسه پیچلتیا ده .

 

فلهذا ، امریکا د بی پیلوټه طیارو په بم وریو سره د اسلام آباد مشکل نسی حل کولای کټ مټ لکه اسراییل چی په خپلو بم وریو سره د فلسطین مشکل نسی حلولای . ځکه به نو « القاعده » ، « د ترور پر ضد جنګ » او « طالبان » تل د خبرونو سرټکي وی او متن به یې « افغانستان » ، « پاکستان » او « امریکا » وی .

نو تر څو چی دغو سرلیکونو او متنونو ته « کشمیر » او « فلسطین » هم نه وی ورعلاوه سوي ، هیڅکله به نه دلته او نه هلته څوک د سولی او امنیت مخ و نه ګوری او امریکا به تل په همدې خټو کی پورته کښته غورځی او یو بحران به ختمیږی بل به پیلیږی ، امریکایان به وژل کیږی او قاتلان کیږی ، او د نورو کښتۍ به ډوبوی خو خپل دریاب به یې توپانی وی . فلهذا ، دا نور څوک نه ، بلکی پخپله امریکایان دي چی امریکا خوږمنه ، زیانمنه او پَمَنه کوی . والسلام ، ( ن . صمد )     

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *