هغه جګړه چی جګړه نه ده — نثار احمد صمد

 

هغه جګړه چی جګړه نه ده

 

ویناوال : کانګریس مین ( ران پاول )

ژباړن : نثار احمد صمد

 

[ دا هغه وینا ده چی د امریکا د جمهوریت غوښتونکي ګوند پارلمانی استاځي « ران پاول » د جولای پر درېیمه په واشنګټن کی په کانګریس کی واوروله . ډاکټر ران پاول ډیر مشهور سیاست وال او د بارک اوباما په مقابل کی د ولسمشرۍ لپاره کاندید هم و . ران پاول د خپل ګوند او دیموکراتانو دواړو پر پالیسیو انتقادونه کوی . نوموړﺉ په کانګریس کی د ټکزاس نماینده دی او دغه وینا یې په کانګریس کی واوروله چی متن یې په لاندی ډول دی ]

 

موږ د ۱۹۹۱ په جنوري کی په منځني ختیځ کی د عراقی دیکتاتور صدام حسین پر ضد چی د عراق ـ ایران  د جګړې پر مهال زموږ ملګری و ، جګړې ته ورغلو . د کویټ او عراق تر منځ سرحدی کړکیچ هغه مهال پیښ سو چی زموږ خارجه وزارت د صدام نوموړي یرغل ته شین څراغ ولګاوه .

پر کویټ باندی د عراق د بریمن یرغل څخه وروسته موږ په ډیره مینه او جذبه سره غبرګون وښود او په دغه پراخه سیمه کی ، چی زموږ څخه شپږ زره میله لیری واقع ده ، د پوځی پلوه داخل سوو چی په هغه کی عراق ، افغانستان ، پاکستان ، یمن او سومالیا هم شامل دي . له هغه وخته چی اوس شل کاله تیر سوي ، وژني مو کړي ، او څو ټریلیونه ډالره مو هم ضایع کړي ، نه یوازی دا چی هماغه جګړه په داسی بڼه روانه ده چی پای یې نه تر سترګو کیږی ، بلکی زموږ مشران بیا هم دا اخطار ورکوی چی پر ایران به هم بمونه ولوروو .

 

د ډیرو امریکایانو په نظر موږ په جګړه کی یو ، یعنی هغسی جګړه چی د یو تاکتیک پر ضد روانه ده چی تروریزم نومیږی ، نه د کوم هېواد پر ضد . دا کار زموږ پوځ ته اجازه ورکوی چی زړه یې وی د نړۍ هری برخی ته هر کله آزادانه ورسی . خو پوښتنه دا ده چی موږ په کومو شرایطو جنګ ته دانګلی سو ؟ وګورﺉ کانګریس لکه زموږ اساسی قانون چی یې ایجابوی ، جنګ نه دی اعلان کړی ، او دا یو حقیقت دی . خو زموږ ولسمشرانو او کانګریس او خلکو هیچا هم پر دغه کار اعتراض نه دی کړی . دا لا څه ، کانګریس په اطاعت سره ټولی هغه پیسې هم منظوروی چی د دې جنګ لپاره غوښتل کیږی .

انسانان وژل کیږی ، بمونه اچول کیږی ، زموږ پوځیان وژل کیږی او وژل کوی . زموږ پوځیان یونیفورم اغوندی ، خو زموږ دښمنان یې نه اغوندی . هغوی د کوم حکومت مربوط نه دي . هغوی الوتکي نه لری ، ټانکونه نلری ، کښتۍ نه لری ، توغندۍ نه لری ، او هیڅ عصری تکنالوژي نه لری . نو که دا په رښتیا هم جنګ وی ، کوم ډول جنګ دی ؟ فلهذا ، که دا یو رښتیانی جنګ وای ، وختی به مو لا ګټلی وای . د سپټمبر د یوولسمی راهیسی زموږ رسمی او ویل سوﺉ هدف د القاعده تباه کول و .

 

آیا القاعده په عراق کی شتون درلود ؟ ځواب دا چی د صدام حسین پر مهال قطعأ نه . زموږ مشرانو پر عراق باندی د حملې لپاره موږ ته درواغ ویل او د افغانستان د نیولو لپاره یې موږ خطاایستلو . همدا نن هم اصلأ په عراق کی القاعده وجود نه لری او فقط سل کسان یې په افغانستان کی پاته دي ، خو د دې هر څه سره سره بیا هم د دې جنګ پای نه معلومیږی . نو آیا نور داسی دلایل به هم وي چی وښیًی دا جنګ اصلأ جنګ نه دی ؟

په افغانستان کی پوځی سوبه یو غلط ادراک دی . آیا څوک واقعأ هم په دې خبر دي چی موږ هلته د چا سره جنګیږو او ولی ؟ ولی دا جنګ پای ته نه رسیږی ؟ پوره نهه کاله تیر سول ، خو هغه نور هم په پسی پراخیږی . ځینی کسان ادعا کوی چی دا جنګ امریکا ساتی ، ګواکی زموږ پوځیان زموږ د آزادۍ لپاره هلته جنګیږی او وژل کوی ، ګواکی زموږ اساسی قانون ساتی . آیا موږ ته نن د دې جنګ د پراخولو په حصه کی یو ځل بیا هغسی درواغ نه ویل کیږی لکه په ۱۹۶۰ لسیزه کی چی د ویتنام د جنګ د پراخولو پر مهال راته ویل کېدل ؟

 

همدا نن د عراق حکومت زموږ دی کټ مټ لکه افغانستان چی زموږ دی . په افغانستان کی موږ د طالبانو یعنی هغو کسانو سره جنګیږو چی خطرناک دي او په خپلو وسلو سره د خپل هېواد د دفاع لپاره راسره جنګیږی . هغوی یو وخت مجاهدین بلل کېدل چی د بن لادن په شمول زموږ پخواني ملګري وو تر څو په ۱۹۸۰ لسیزه کی یې شورویان په جنګ سره د افغانستان څخه شړلي وای . په هغه شخړه کی زموږ « سي آی اې » د هماغو ناولو بهرنیو اشغالګرو یعنی روسانو پر ضد بنسټ پال جهادیان تمویل کول . هو ، څومره د مننی او خوښۍ وړ ده . باالکل هماغه خلک همدا نن زموږ د خیرخواهانه اشغال څخه کرکه ښیًی او په مقابل کی راته ولاړ دي .

هلته مقاومت زموږ د شتون په وړاندی ډیریږی خو زموږ ټینګار او اصرار هم ورسره زیاتیږی . نور نو زموږ خلک راویښیږی ، لاکن چارواکی مو د دې څخه انکار کوی چی : که هرڅونه وخت موږ هلته پاتیږو ، نو د هغو کسانو پَله به درنه کیږی چی ځانونه یې دې ته وقف کړي چی افغانستان د هغو افغانانو دی چی د ټولو بهرنیو اشغالګرانو څخه نفرت لری .

نو هر څونه ډیر چی موږ په هغه جنګ کی جنګیږو چی اصلأ جنګ نه دی ، په هماغه اندازه به کمزوره کیږو لاکن دښمن به مو پیاوړﺉ کیږی . کله چی یو بی وسلې دښمن د یو ستر پوځ یعنی په تاریخ کی تر ټولو د غښتلي اردو عزت کوی ، نو باید وپوښتل سی چی د دغو څخه کوم یو یې لوړ اخلاقی معیار لری ؟

 

هو ، دا واضح ده چی په افغانستان کی پوځی ماتې زموږ په برخه ده . د تګلارې یا تګلارې جوړونکو د بدلون څخه پرته یوازی د جنرالانو بدلون زموږ مصیبت نور هم همیشنیً کوی او صرف هغه څه ځنډوی چی هرومرو پیښېدونکیً دﺉ .

دا هغسی جګړه نه ده چی زموږ جنرالان ورته روزل سوي وو . دولت جوړونه ، د پولیسو کارونه ، ټولنیزی جوړونی هیڅکله هم د بهرنیو نیونکو دندی نه دي او نه هم دا د هغو پوځیانو کار دی چی د جګړې د ګټلو لپاره روزل سوي وي .

پوځی سوبه نور نو زموږ د پوځی مشرانو یا سیاست والو له خولې لوېدلې ده ، ځکه هغوی پوهیږی چی هلته دغسی برﺉ ناشونی دی .

 

لویه غمیزه لا دا چی دا جګړه زموږ خپل پر ضد ده ، زموږ د ارزښتونو پر ضد ده ، زموږ د اساسی قانون پر ضد ده ، زموږ د مالی جوړښت پر ضد ده او باالاخره زموږ د سلیم عقل پر ضد ده . او په کومه طریقه یا اندازه چی اوس موږ پکښی دخیل یو ، انجام به یې ډیر بد او ناوړه وی .

نو یوازینیً هغه څه چی موږ ورته اړ یو ، صادق او پاک مشران دي چی ښه ځانګرتیا او یوه نوې بهرنۍ تګلاره ولری او بس . پای

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.