مونږ ته څه کول په کار دی؟ — دوکتور صلاح الدین سعیدي

 

مونږ ته څه کول په کار دی؟

 

دوکتور صلاح الدین سعیدي – سعید افغانی

۱۶/۰۹/۲۰۱۰


يوځل بیا خپل سلامونه او نیکی هیلی درنو لوستونکو او عالیقـدر شاعر او  لیکوال  ښاغلی عبدالباري جهاني  ته وړاندی کوم.
ما ستاسی لیکنه د (موږ به څه کوو؟) تر سرلیک لاندی ولوسته او دهغه په هکله می لنډه لیکنه درلوده چې تاسی او درنو وطنوالو ته می وړاندی کړه. دادی د نورلیکوالو او وطنوالو  د یادونو او ملاحظو سره په بعضی برخو او ټکو تأکید کول او تاسو سره خپل تصور او اند شریکول غواړم:
تاسی ته معلومه ده چې زمونږ هیواد د پردو د
کشالو د  زور وهـلـو میدان ګرځیدلی. په افغانستان کې تر اوسه داسی رهبری او زعامت نه دی منځ ته راغلی چې د افغانستان د مصالحو او منافعو په لومړیتوب ورکولو زمونږ هیواد دپردو د جنګ له میدانه خلاص او د وطن او زمونږ د ټولنی اولویتونو ته اولویت ورکړي.

ددی کار لپاره زمونږ هلو ځلو ته اړتیا شته او ددی کار لپاره د ښه نیت سره لازمه پوهه هم پکار ده. 
په ټولو
ټولنیزو پدیدو کې ډیر عوامل تأثیر لری. په دی پدیدو کې بعضی عوامل اصلی او ټاکونکی دی او بعضی فـرعی وی. د افغانستان د موجودیت به د بعضی مبصرینو او محللینو له نظره د سترو استعماری قدرتونو او بیا دهغه نه وروسته د سړی جګړی په دوران کې د سترو ځواکونو تر منځ د یو حایل د شته والی نتیجه بولی خو دا هیواد او دا خلک خپل تاریخ ، خپل افتخارات او د آزادی خواهی جوهر، خټه  او بنسټ لري، چې دا هیواد منځ ته راغلی ، موجودیت او ان شاء الله – پایښت به لری.

داسی هندی مؤرخین شته چې د افغانستان د استقلال مسأله د پورتنی تحلیل په اساس بولی او دا انځور هم چې ښاغلی جهانی صاحب به خپله لیکنه کې ورته اشاره کوی  په يو ډول ددی مفکوری غیر مستقیم تأکید دی چې په یو ډول د افغانستان د خلکو د مبارزو او هلو ځلو عوامل او د آزادی خواهی د بنسټ او اساس کم رنګول هم تعبیریدای شی.

به هر صورت مونږ په دی باور یو چې افغان ولس خپل آزادی او افتخارات د قربانیو په ورکولو او سرښندونه ساتلی او ساتی به یی. 
در روسانو او د کمونیزم د استعمار په وخت کې به
افغانانو ته بهرنی مرستی خپل ځای او مقام لری خو  د افغانستان د خلکو مبارزی تعیینوونکی او اصلی بولم. 
په یقین ویلی شم د افغانستان تجزیه د پاکستان او دایران تجزیه ده.
زه په دی باور یم چې د افغانستان خلک به سره یوځای وی. مونږ ولیدل چی د روسی
(شوروی) د استعار په آواخرو کې  په افغانستان کې د ناخلفو او مجهول الهویه افراد په سر باندی ډیری ستری مادی پانګی واچول شوی چې افغانستان تجزیه کړی او روسان په شمال ولایاتو کې خپل موجودیت (ستون پنجم) وساتی. خو دسترو پانګی اچونو سره  سره کامیاب نه شول. د افغانستان د تجزیی او د تشنج د حالت د ساتلو اوسنی هلی ځلی د مغرضینو او وطن فروشان د بقا او امید مرجع ګرځیدلی چې په یقینی ډول داسی مغرضانه هیلی به د خاوری سره برابر او ګور ته به یی یوسی.  

هو داسی عناصر شته چې خپل قوت د فردو د پوځی ځواکونو په موجودیت کې ګوري او د خپلو خبرو زور د پرود د مټ په زور بیانول غواړی. خو مونږ په دی باور یو چې هغه به کیږی چې افغان ملت یې غواړی. اما دا ددی مانا نه ده چې داخبر او ناخلفو او دښمنانو  د تجزیی ناری سوری او کوکاری دی ساده ونیول شی او دی خبری ته دی پام ونه شی. ریښتیا خو داده چې داسی تفرقو ته د یو بل عامل او هدف لپاره هم لمن وهل کیږی. هغه داچه اسلامی وحدت باید په قومی وحدت مات کړای شی او قومی وحدت باید د دینی وحدت په مقابل کۍ ودرول شی. د عربی او اسلامی هیوادو په تاریخ کې داسی څپو ته په واروارلمن وهل شوی. دا څه تازه خبره او تدبیر نه دی او دا یو اوږد بحث بولم.. 

د ویلو وړ ګڼم چې  مغرض ، مفسد د پردو نوکرانو او دوطن د عزت اود ناموس د دښمنانو شمیر زیات  نه دی اما په یو منظم کار د افغانستان د تباهی لپاره کار کوی. دا بی هویته او کاذب شخصیتونه د کوم قوم او سیمی نمایندګان هم ندی.

د تأسف خبر ده چه مصلح او خیر خواه عناصر او ددی وطن خیر خواه بچیان چې کافی قوت او همت هم لری مؤثر کار نه کوی او دا خس او خاشاک د افغانستان د تجزیه کوکاری په لوړ آواز پورته کوی او خپله بی عزتی په افتخار آواز جګوی او په دا بی عزتی هم نه شرمیږی. دا انسان مسخه شوی او په بی عزتی او حرام نمکی افتخار کوی.

حقوقی اساس دی چې اقرار حجت قاصره په مُــقِـر دی. هغه څوک چې تأکید لری دا وطن افتخار، تاریخ  او عزت نه لری په واقعیت کې دوی د خپل ځان په هکله چې عزت، افتخار او تاریخ نه لری  او نه لرو – غږیږی او اقرار کوی.

مونږ ته په کار ده چې دوی په یو موټی کیدو افشاء او دخلکو نه تجرید کړو.

په حقوقو کې یوه اصطلاح ده (فضولی بیع او شراء، فضولی تجارت، فضول تاجر). فضولی تجارت هماغه تجارت ته ویلی کیږی چه څوک د بل په مال کې د مالک د اجازی نه پرته ملکیتی تصرف وکړی. دبل چا مال بازار ته وړاندی کړی او تجارت پری وکړی. دا تاجرته فضولی تاجر او دی تجارت ته چې زه ورته فضولی سیاسی تجاجر وایم. فضولی تاجر ویل کیږی. داسی تجارت له سره خطاء او غیر قانونی دی. هو په یقینی توګه ویلی شم چې دا سیاسی تاجران د کوم قوم او ولایت او اقلیت او یا اکثریت نماینده ګان نه دی او نه وه. به یقینی ډول ویلی شم چې اصول یا انسانی دی او یا غیر انسانی دی. که څوک ظلم کوی او غیر انسانی اصول عملی کوی دلته اقلیت او اکثریت نه شی مطرح کیدای. د ظالم او مظلوم د جابر او جبر شوی سوال مطرح دی.  ددی لپاره چې دا فضولی د خلکو په وینو سیاسی تاجران  دا مشروعیت  پیداکړی چې د چا د او  د کوم قوم په نامه وغږیږی باید په یوویشتمی پیړی کې قومی صندوقونه کیښودل شی چې دا کار له  سره جواز نه لری.

دوی سیاسی تاجران اود پرود نوکران دي  او یا هم شخصی مشکل او روانی تکلیف لری. دا حالت د افراط او تفریط نه پرته  د تدبیر اوحل وړ دی. دامسایل باید توضیح او تشریح او دا سیاسیت چې  د افغانستان د ورونو قومونو د وینو او بدبختیو تاجران دي باید دخلکو نه تجرید کړای شی.

په تأسف سره ویلی شم چې ددی سیاسی تاجرانو لپاره اوسنی حاکمیت د ځان د بقاء او دمؤقت درد سر دلیری کولو لپاره زمینه برابره کړی او کوی یی. حق ، امتیاز او جزیه ورکوي. زمونږ دپردو نه ګیله نه شته.
په دی کې هیڅ شک نه شته چې پردی او په سر کې د پاکستان اصلی پالیسی میکران د افغانستان د خلکو په وینو او غوښو خپل وطن آباد او خپل ج
یبونه یی ډک  او لیا ډکوی. د پردو او مغرضو همسایه هیوادونو نوکران او اجنتان او په خاص او فعاله ډول د پاکستان کادری امکانات په افغانسان کې همدا اوس هم زیاد دی او په لوړو دولتی مقاماتو کې او د افغانستان په تمامو ولایاتو او محلاتو  کې عملا قومندانان او خراب کاره ځواکونه  لری. ډیر ځلی د افغانستان د اوسنی اداری د مسلح مخالف ځواکونو نه د هغوی د غوښتـنی، موافـقی او عدم موافقی نه پرته په عمل کې پاکستان او د افغانستان دښمنان د خپلو اهدافو د تحقق لپاره پکارولی او پکاروی.

هو افغانستان یوه د نړی نه بیله کومه جزیره او یا زمکه نه ده چې هرڅه په خپله په مستقله توګه وکړی او د نړی نه به بی نیازه وی. مونږ نړی او نړی مونږ ته اړتیا لری.

هودنړی هیڅ هیواد که چیری خپله ټوله بودیجه هم په امنیت مصرفه کړی په مستقله او توګه خپله دفاع نه شی کولای. زمونږ نړی او انسانی ټولنه د مشخصو تعریف شوو همکاریو او لاس ورکونی ته اړتیا لری.

هو افغانستان باید نړی ته د خطر منبع نه وی. هود افغانستان د غمیزی حل باید پرودو ته د امتیاز ورکولو او د افغانستان د تمامیت د مخاطری اچولو په بیه نه وی او نشی کیدای.    

هو بهرنیان د خپلو اهدافو لپاره کارکوی او دا یوه نورماله خبر ده. خو دا چې افغانان او افغانی حاکمیت  او یا په حاکمیت کې افراد په عمل کې  د پردو لپاره کار کوی نورماله خبر نه ده. 
څنګه وشی چې افغانی سیاسی ځواکونه او قوتونه د افغانستان منافعو او ګټو ته
د لو
مړیتوب  ورکولو پــر بنسټ د پردو د اهدافو د تحقق وسیله نه شی؟

په تأسف د کابل حکومت په دی برخه کې پاتی راغلی او د عمل ابتکار یی له لاسه ورکړی او ډیر ضعیف عمل کوی او ضعیف عمل يی کړی دی. وینو چې ډیر ځلی دا اداراه څه د ویلو لپاره نه لری او یا هم التقاطی، مقطعی او لنډمهاله کړنلاری او مؤقتی تدابیر لری. په ډیر موارد که متأسفانه د وقایوی تدابیرو نه اصلا خبر نه شته. دولتداری په ډیر ضعیفو اصولو او بی تجربه کړنلارو ولاړه ده. استدلال ضعیف او در عصر ځوابګوی نه دی. د کنترول، ټکس، د مستهلکینو د دفاع مؤسسی  او سیستمونه یا خو له سره نه شته او یا هم ډیر ضعیف کار کوی. د قانون حاکمیت لا تراوسه د اداری حاکمانو په ځای حاکمیت نه لری.  
په تیرو دری لسیزو کې او په دی
وروستیو لسو کلو کې زیاد امکانات له لاسه ولاړل. بهرنی مرستی په عمدی ډول او یا د بی کفایته مسؤلینو او ضعیفو بیکاره قوانینو په لرولو ضایع شوی.  شواهد او قراین په واضح ډول ښکاره کوی چې په ډیرو مواردو کې حد اقل غټ او ستر حق السکوتونه اخیستل شوی دی.  

اداری فساد د نادرسته قوانینو، د سیستم د نه فعالیدو او د غلط کادری سیاسیت سره په مستقیمه توګه اړه لری. دا حاکمیت په اوسنی کادری سیاسیت او دی قوانینو نه شی کولای اداری فساد له منځه یوسی.

په هغه نظام کې چه سیاسی اراده  د قانون د تطبیق لپاره نه وی. په هغه نظام کې چې سیاست په عدالت کې مداخله کوی. په هغه نظام کې چې سیاسی پستونه  د مصلحتونو، معاملو  او غیرستندردو اصولو پر بنیاد ویشل کیږی. په هغه نظام کې چې مسلکی کادر د سیاسی ملاحظاتو په اساس عزل او نصب کیـږی. په هغه نظام کې چې د آزاد اقتصاد بازار په وحشی ډول اود قانون د نظر نه پرته عملی کوی، په هغه اقتصادی نظام کې چې رقابتی  امکانات نه وی و مافیایی انحصاری سیستم فعال وی او عمل کوی. په هغه نظام کې چې بهرنی ګټی د وطنی ګټو نه لوړی شمیرل کیږی. په هغه نظام کې چې د سیاسی روغی جوړی مفهوم د رشوت  او چوکی ورکولو او پناهندګی ورکولوباندی  خلاصه کړای شی او په هغه نظام کې چې ………..  داسی نظام د خلکو په درد نه خوری او د مسایلو اومطروحه مسایلو دحل توان او قوت نه لری. مسلکی پوهه او سیاسی  اتوریته نظام ته د امورو دحل قوت او توان ورکوی. د پردو د توپ او ټانک په زور نظام ته اتوریته ورکول ګران او ناشد کار دی.  

هو کادری سیاسیت او د قانون حاکمیت، د سیستم فعالیدل او نه فعالیدل  په نیغه او مستقیمه توګه په امنیت  تأثیر لری. زمونږ خلک فقیر او په دی  دیرشو کلو کې یی ډیری قربانی ورکړی.

هو زمونږخلک  به بیسواده وی خو  پوره هوښیار او سیاسی شعور او سیاسی سواد یی ډیر  لوړ دی. په عدالت ایمان لری او دا نظام خپل نه ګڼی. ددی عوامل باید وڅیړل شی. ددی خبری اساس میندل دومره سخت کار هم نه دی. 
په یقینی ډول ویلی شم چې په افغانستان کې د افغانانو اهداف او د همسایګانو او بعضی نړیوالو ځواکونه اهداف او برنامی په بعضی مواردو کې توافق او په بعضی مواردو کې تضاد او تقابل لری.
 
په کار ده چې افغانان سره متحد او حرکت وکړی، ناستی او ولاړی وشی او د متحد پلاتفورم او متحدی جبهی لپاره
په پوره متانت او درایت ، په پوره پوهی او د تیرو تجاربو څخه په ګټه اخیستو کار وشی.

په کار ده چې په یو وسیع پلاتفورم او جبهی، د افغانستان د نجات او خلاصون د جرګی  او تشکل  په جوړولو کار وشي.  دا پلاتفورم باید د متحدو اهدافو د ټاکلو په اساس او بنیاد ولاړ وی. محدود حزبی او ګروپی تشکلات دا کار نه شی کولای. له مخه تعیین شوی زعامت اوله مخه  تصویب شوی نسخی دا کار نه شی کولای. د نسخو  مسودی او افراد خلکو ته د وړاندیز په توګه وړاندی کول منلی شو اما په دی برخه کې په پوره دقت او احتیاط عمل ته اړتیا شته.  د برنامو او کړنلارو وړاندی کول په کار دی چه هغه د خلکو لخوا نهایی کړای شی. د نجات د میکانیزمو د طرحو وړاندی کول پکار دی نه د خلکو په ځای د یو څو غیر منتخبو افرادو فیصله.

د خلکو ارادی ته احترام او اساس ګرځول په کار دی نه داچه زما په پیشنهاد دی زعامت او رهبری تعیین کړای شی. د ډیر لنډ او ضروری مودی لپاره مؤقت سیستمونه او میکانیزم جوړول پکار دی، نه دا چې په دی ډول د لوټمار د تعویض لپاره کار وشی. او د افغانستان خلک که پرون یو لوټول سبا به یی بل لوټوی، وهی او ټکوی. خلک نور ددی لوبو څخه ستړی شوی او همدا وجه ده چې   اعتماد مشکل بریــښی.

مونږ باید داسی میکانیزم او داسی تګلاری مخکی او تسوید او خلکو ته د تصویب او نهایی کولو لپاره وړاندی شی، چې سیاسیت واقعا عبادت شی او حاکمین د خلکو خدمت ګار.  دا تضمینونه باید د میکانیزم د جوړولو په وخت کې په ښکاره ډول ټولو خواو ته د اعتبار وړ وی.

دا چې زه یی خاین بولم او هغه بل یی صادق او اتلوال، داچه زه به څوک د څه مودی لپاره  د جرګی نه بندوم او څوک به ملی قهرمان او څوک به ملی خاین بولی،  او داچې کوم حزب خاین حزب، او کوم خدمتګار او ددی تمیز قاضی به څوک وی؟  او چاته به داحق د تمیز ورکول کیږی باید د میکانیزم په جوړولو کار وشی.

د مطلق عدالت تأمین په دی نړی کې ممکن نه دی. مونږ د نسبی عدالت نه خبری کوو. مثال راوړم: په شرقی اروپا کی د کمونیږم د سقوط نه وروسته داسی قوانین پاس او تصویب شول چې د نسبی او ممکن  عدالت د تأمین  پربنیاد ولاړ وه.

زما په اند په اوسنی نړی کې د حاکمیت مشروعیت او د نسخو د مشروعیت ترلاسه کول د خلکو له خواکیدای شی. دا مشروعیت د خلکو ته د انتصابی افرادو په وسیله دحل اساسی لار نه وینم.

په دی همدی اړه ستاسی پام د جرګو اساس او بنیاد ته اړوم چې یو غیر انتخابی او د طبیعی اتوریتی خاوندانو څخه تشکل مومی.

د افغانستان په ۳۰ تیرو کلو کې هر څوک یو داغ لری. داچې کوم داغ عمده او کوم غیرعمده دی او داسی د سپین کتاب لرونکی خاوندان به له کومه شی په خپل ذات کې سوال دی. خو چاره نشته.

لدی کبله تأکید کوم چې جوړه، روغه ، ناسته، جرګه، کنفرانس او سیمینارونه او د نجات جرګه هم باید په هیڅ توګه د خلکو ریښتنی اراده تعویض نه کړی.  دا جرګی، ناستی او ټولنی په دی مانا هم نه دی چې یو دی بل ته د خپلو نسخو نه تیر شی او تمام دی تمام ومنی چی تور سپین او سپین تور دی، چی همغږی او هم آوازه شو. او جوړه وشی. داسی جوړه او روغه جوړه روغه نه دی. متأسفانه په تیرو لسو کلو کې روغه جوړه په همدی مانا معامله شوی چی اوږمهالی حل نه دی.

زه په دی باوری یم په ګډکور کې د مشترک او ګډ ژوند پر اصولو توافق دی. خو دا چې کومه لار او له کومی  نسخی  نه باید کار واخیستل شی دا تصمیم به ملت نیسی. هو په دی برخه کې یو سلسله سره خطوط او اصول شته چه هغه نه تیریدل ممکن نه دی. دا دسولی او نجات جرګه کولای شی دا سره خطوط روښانه کړی اما د عمومی نسخو او داچه څوک به دانسخی عملی کوی او د کوم ګوند، سازمان،  جمعیت او سیاسی حرکت او فرد نسخه او یا نسخی د منلو وړ دی ددی موضوع تصمیم باید ملت ونیسی.

د یادولو وړ ګڼم چې په دی برخه کې د نورو هیواد او ټولنو د تجاربو څخه هم ګټه اخیستل پکار دی. د مثال په توګه د نورو تدابیرو سره سره مثلا په کادری برخه  کې په شرقی اروپا کې کله چې کمونستی سیستم سقوط  وکړ نو د دی هیوادو کې تصمیم ونیول شو او قانون پاس شو چې مثلا ترریاست پوری چې چا د ظالم سیستم په اداره کې کار کړی وه په نوی نظام کې مثلا تر۵ نه تر ۷  کلو پوری نشی کولای په داسی لوړ دولتی  پست کې توظیف شی.  اما په افغانستان کې داسی نه وه. که دی چاته  او مافیایی سیستم او حلقاتو ته په اصطلاح د استادی نقل ایښی وای او د تسلیمی سر دی ټیټ کړای وای نو بیا تا سره چا کار نه درلود، ته بیا خپله هر کاره وی او مقام درکول کیده. که دی مافیایی حلقاتو ته تعظیم او تعهد نه لرو نو بیا د جنایت کارانو په لست کې وی،  محاکمی او ترور  تحدیدولی او تحدیدوی.

شنی، سری ، راسته او چپه ټاپی خو هر چا په خپل جیب کې لرلی او لری چې  منطق یی خلاص شی نو بیا  یی راباسی او وهـل خو یی هم ساده کار وه او  دی. نه پوهیږم دا به ترکله دوام کوی؟

ریښتیا ده چې مونږ هر یو خپل لمړیتوبونه، اولویتونه، علاقمندی او سمپی لرو. دا یوه نورماله او ددرک وړ خبر ده.  خو د وطن او خلکو د منافعو او ګټو سمپتی، لمړیتوب او اولویتونه باید اولویت ولری او په یو پراخ زړه ، متانت او پایداری باید د هغه لپاره کار وشی.

په دی برخه کې باید د افغانستان د خلکو تریخ او زړه ماتونکی تجارب چې هر چا پری سیاسی تجارت وکړ هم په نظر کې ونیول شی. زمونږ خلک هر د خــــیر اوږدی شوی لاس ته هم په شک او تردید ګوری چې د فهم وړ هم ده.

هو تأکید کول غواړم چې اهداف، نسخی  او کړنلاری باید مسوده او ملت ته باید د نهایی کولول لپاره  وړاندی شی.

هو پکار ده چې د ورته او  د مشابهو حرکتونو او پلارتفورمونوه سره باید اړیکی کلکی شی او کارونه سر هماهنک او کواوردینه شی.

زه په دی باور یم چې داسی ځواکونه اوس په وطن او بهر کې شته چې نیک تفاهم، کار او هماهنګی ته اړتیا لری. په دی برخه کې په زعامت او مشری زیاد متمرکز کیدل او جګړی سره کول د حرکتونو ښه علامه او د اخلاص علامه نه ده.
هو الله تعالی  فرمایی: ان الله لایغیر ما بقوم حتی یغیر ما بانفسهم – خدای هم نه بدلوی حال دهغه قوم- څوچې خپل حالت بدل نه کړی په خپله.
 

نومونږ ته څه کول په کار دي؟ او مونږ به څه کوو؟

مونږ ته پکار دی چې ناامیده، غیر فعال ، عاطل او باطل نه اوسو.

مونږ ته په کار ده چې یواځی انتقاد کوونکي  او ګوته نیوونکي نه اوسو.

مونږ ته په کار ده چې دانتقاد او نیوکی سره خپله نسخه او د حل  لاره وړاندی او مطرح کړو.

مونږ ته په کار ده چې په حتمی ډول په هرڅه کې تور او دپردو لاس و نه لټوو.

مونږ ته په کار ده چې د دښمن د لټولو په ځای دوست ولټوو. ځان جمع، جوړ او قوت کړو.

مونږ ته په کار ده د سیستم د ورانولو په ځای سیستم ساز او د سیستم د روغونی لپاره په ټول قوت کار وکړو.

مونږ ته په کار ده چې په الله تعالی توکل او خپل رسالت اداء کړو. من ته د معیین ناراضی والی سره رضایت او  د خیر د کار په کولو کې الله تعالی ته ځان سپارل پکار دی. من طریق سعی می آرم بجاء – لیس للانسان الی ما سعیٰ.

هو مونږ ته په کار ده چې عفو او ګذشت ولرو  اما هیڅ کله له یاده ونباسو.

درونداو پیاوړی لیکوال او د وطن د ویاړ بچی ښاغلی عبدالباری جهانی ستاسی د نیک نظر او هلو ځلو پلویان یو. الله مو لره. 

و ما علینا الا البلاغ المبین.    دوکتور صلاح الدین سعیدی – سعید افغانی   Email:strategicstudies@ yahoo.com

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.