د افغان جګړې تر شا — ډاکټر نثار احمد صمد

 

بسم الله الرحمن الرحیم

 

 

د افغان جګړې تر شا

 

لیکوال : نثار احمد صمد

 

دا نن یو ثابت حقیقت دی چی امریکا یو نوﺉ استعماري دولت دی . دا چی بارک اوباما لس میاشتي مخکی وویل چی « موږ نه غواړو نور هیوادونه اشغال کړو » ښه وایی . ځکه : پخوا به د بل هیواد نیول دا وو چی هلته به یې مستقیمأ پوځی حمله کوله او هغه به یې ونیوﺉ ( البته د افغانستان د نیولو په هکله دې لاس وی ! ) خو اوس مخامخ برید لږ کوی لاکن پوځی اډې زیاتی وروړي . پخوا به یې لوی پوځ ( په مستعمره هیواد کی ) دوری هوری سوق کاوه ، خو نن په بې پیلوټه او با پیلوټه طیارو او راکټونو سره کلي ورانوی . پخوا به یې د مستعمرې منابع مستقیمأ وړل خو نن یې « د تحمیلی قراردادونو » په ذریعه غیر مستقیم ځنی وړي . پخوا به ګوډاګی رژیم د دوی په مستقیم کنټرول کی و ، خو نن یې په غیر مستقیم ډول د لیری څخه ( یا د پردې شا ته ) کنټرولوی . پخوا به یې هغه پخپله مسلط کړ ، خو نن یې په ساختګی انتخاباتو سره واکمنوی ( البته د افغانستان د قضیې په هکله دې لاس وی ! ) نو ځکه د اوباما هدف « پخوانی استعمار » دی او په هماغه طریقه سره « نه غواړي چی نور هیوادونه ونیسی » ، بلکی د لیری څخه یې کنټرولوی .

 

که ښه ورته ځیر سو ، نو و به ګورو چی د امریکا استعماري جنګ نن عمدتأ د منابعو د خپلولو لپاره دی ، یعنی:

لومړی ـ هر ځای په خپلو خاصو ګټو پسی ګرزي ؛

دوهم ـ د منابعو لټه کوی او کنټرول یې اخلي ؛

درېیم ـ پر مارکیټ او بازار تسلط قایموی ؛

څلورم ـ سوداګریزی لاري کنټرولوی ؛

پنځم ـ خپلی دغه ګټی د پوځی اډو په تار پییی ؛

 

د دې کار لپاره د هر څه نه مخکی « آزادۍ ګانی ! » ، « دیموکراسي ! » او « آزاد بازار ! » ور اخلی . نوﺉ نسل سیکولر کوی . ځوانان د غربی فرهنګ ، هوسونو ، ښکلاوو ، لباسونو او اخلاقو سره روږد کوی او په دې ډول یې د لویدیځ فساد په ځنځیرونو تړي ، د کورني ژوند یوه یوه خښته په ماتوی . . . او خپل اغراض تطبیقوی. د دې ډول « انحرافی سوغاتونو او آزادۍ ګانو » پیرزوینی همدا نن په افغانستان ، عراق او نورو قرباني سوو هیوادو کی له ورایه ښکاری .

 

وګورﺉ کله چی د امریکا د خارجه وزارت مرستیاله « رابین رافیل » په ۱۹۹۶ کی سیمی ته راغله او د طالبانو سره یې هم وکتل ، نو دغی لیدنی په افغانستان کی د امریکا ننوتوب او ګټی رسوا کړې . هغې داسی وویل : «موږ ځکه اندیښمن یو چی که سیاسی ثبات راستون نسی نو دلته به اقتصادي فرصتونه له منځه ولاړ سی . » هغه مهال څوک د میرمن رافیل د دې خبري په مطلب ښه نه پوهیدل چی « اقتصادی فرصتونه » یعنی څه ؟ خو وروسته معلومه او ثابته سوه چی هغه د « یونو کال شرکت » لخوا د کسپین او منځنۍ آسیا څخه د تیلو او ګاز پایپ لاینونه وو . د همدې نقشې او پروژې په چوکاټ کی دوه درې ځله د طالبانو استاځي امریکا ته وبلل سول خو مذاکرات ناکام سول او طالبان هم په تور لیست کی راغلل . په دې بهیر کی د سپټمبر تروریسټی حمله وسوه ، پر افغانستان حمله پسی وسوه ، تښتیدلي جنګسالاران د غارونو څخه راویستل سول ، افغانستان اشغال سو ، ایجنټان او ګوډاګیان استخدام سول او په ساختګي رایو ، تقلب او فریب سره مصنوعی رژیم « مشروع ! » سو ، د وارداتي دیموکراسۍ روښانه څراغونه ولګول سول او نن ګورو چی هره خوا ګل و ګلزار دی !

 

دا تر لمر سپینه ده چی امریکا دښمنانو ته ضرورت لری . امریکا د دښمن لرلو یا دښمن جوړولو څخه پرته یو بې هدفه او بیکاره غوندی هیواد دﺉ . که شوروی اتحاد مړ سو نو القاعده یې ځای ونیوﺉ ، که کمونیزم ولاړﺉ نو تروریزم راغی . که امریکا په لیری سیمو کی د کوم ظالم رژیم سره ملګری سی یا کوم ګوډاګی رژیم تولید او نصب کړی ، نو د هغه مخالفین به مقاومت پیل کړی چی امریکا به ضرور هغوی « ښورښیان » یا « تروریسټان» وبولی او پر ضد به یې پوځی کومک ورولیږی ، که نه پخپله به « خدمت ! » ته حاضر سی ( چی ښه بلګه یې افغانستان او عراق دی ) .

بس په دې ډول واشنګټن دمخه وی د « تروریزم ! » بابولاله وایی ، ملګري یې لکه ورا تر شا پسی ځی او کسر یا مصرع ورسره غبرګوي او ټول په ګډه د اسلامی هوادو د واټونو څخه په ډمامو او نغارو تیریږی .

 

په هغو ظاهری اهدافو پسی چی امریکا په خپل سر او خپله اراده افغانستان ته راغلې وه ، دا دي :

لومړی ـ د طالبانو ماتول او د القاعده محوه کول ؛

دوهم ـ د افغانستان بیا رغوَنه ؛

درېیم ـ د مخدره موادو د کښت او کاروبار ختمول ؛

څلورم ـ د یوې دیموکراتیکی ټولنی او دیموکراتیک دولت جوړول ؛

پنځم ـ د بشری حقوقو تأمین او پر ښځو د ظلمونو پای ته رسول ؛

 

خو پوښتنه دا ده چی آیا نوموړي هدفونه په تیرو نهو کالو کی حاصل او تر سره سول ؟ بله پوښتنه دا چی : د نړۍ ستر ځواک ( امریکا ) همدلته دی ، د نړۍ ستر پوځی تړون ( ناټو ) همدلته دی ، ۲۸ سرمایدار ترین هیوادونه همدلته دي ، په سلګونو بلیونه ډالره راوبهیدل ، د نړۍ له هره کونجه « دوستان ! » رامات سول ، خو دا ولی نه بیا هم امنیت راغی ، نه ملی حکومت ، نه ثبات ، نه ارامي او نه ترقی راغله ؟ نه جنګ او مقاومت ختم سو ، نه فساد او مخدره مواد ختم سول ، نه مسلسل پوځی عملیات او نه هم نیوني او ظلمونه پای ته و رسیدل . دا ولی ؟ ځواب او تریخ حقیقت دا دی چی افغانستان د نوو استعمارچیانو لخوا د ټوپ د یوې تختې غوندی استعمالیږی او افغانستان د اشغالګرانو لپاره هدف نه بلکی د هدف یوه وسیله ده . همدا علت دی چی افغانستان د خپل حساس او سوق الجیشی موقعیت قرباني سوی دی او د خپل دغه مهم دریځ سزاوی ګالي او د افغان جګړې تر شا همدا حقایق پټ دي .

 

هو ، ځینو افغانانو ته امریکا د دوی معبود ګرځیدلی و . دوی چی ویل د جنت او دوږخ کیلۍ د واشنګټن په لاس کی دي . دوی ویل چی د امریکا په تشریف راوړو سره به د افغانستان په ویالو کی عسل او شیدې وبهیږی او هر نعمت چی غواړو هغه به ورسره راوړي . خو اوس پسله نهو کالو څخه ګورو چی امریکا افغانانو ته ګناه راوړه ، اور یې راووړ ، جګړه او وینی بهیدل یې راوړل او بس . لنډه دا چی امریکا د رحمت باران نه بلکی د ظلمت توپان ثابت سو چی هر څه یې تالا والا او پوپناه کړل . مګر هغوی او ګومارلو ته یې باید ثابته سوې وی چی که مو هیواد بلواک دی ، ولس یې خپلواک دی ! اللهم اشفل الظالمین باالظالمین . والسلام ، ( ن . صمد )  

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.