د اسلامی امت مشران — سردارولي

 

د اسلامی امت مشران

 

ليکوال سردارولي

 

 

مسلمان ملت ته دعربو دقيادت څخه دنوې تګلارې دغوره کولو توقع  نده پکار،اوسنۍ حالت به دوام کوې امريکا به دعربو په اقتصاد با ندې لاخپلې منګولې خښې کړي،او له دفاعي بلوه به عرب فلج کړی او له اسلامي نړۍ څخه به امريکا خپله راتاو کړې کړۍ نوره هم تنګه کړي  او په دې اړه دختيځ تر ټولو غوره شاعر اقبال رح بيخي دنښې منځ

ويشتلی وايي: تقدير کې قا ضېي کا يه فتوي هي ازل سي هي جرم ضعيفي کی سزا مرګ مفا جات دسعودی عربستان اقتصاد دامريکا په لاسو کې دی،هغه يې کنترولوي،په تيلو يې دامريکا قبضه ده،امريکا کولای سي چې په ۲۴ساعتونو کې دننه دننه د سعودی اقتصادزيانمن او تباه کړي ځکه دسعودی دشاهي کورنۍ مستقل له اسلامی نړۍ سره نه بلکې له امريکا سره تړيلی دی.

دډير تعجب اوافسوس وړ داسلامی هيوادونو دمشرانو کړنلاره ده چې کله په مسلمانانودظلمونو غرونه رانړيږی نو بيا ددوی خولې ګونګې،سترګې ړندې،غوږونه کاڼه او دغلامۍ په ځينځيرو تړل سوي ضميرونه يې دغفلت  په خوب بيده وی،خو که مسلمانان دکفارو ددې ظلمونو پر ضد  يو کمزوری اوازهم پورته کړي نوړومبنی غندونکي يې همدوی او په نيولو ځپلو کې يې دکفارو بادارانو نه هم  زيات اخلاصمند وي.

موږ له دې څخه زيات ويل نه  غواړو،خوموږ ته يوازی ديوې پو ښتنې ځواب راکړئ! چې  تاسې له موږ سره دا هر څه ولې وکړل…؟؟

دواړه نړيوالې جګړې دعربانو  لپاره  برخليک ټا کونکې وې.

لومړې جنک دبالفور اعلا ميه (۱۹۱۷)منځته راوسته چې دبر طانيې لخوا په فلسطين کې ديو خپلواک يهودي دولت دجو ړولو ژمنه  پکښې وسوه.همدا رنکه دې جګړې دعثماني خلافت په بڼه کې دا سلا مي بلاګ  په نړولو کې عملاً بنسټيز رول ولوباوه. ددويمې نړيوالې جګړې دبالفور اعلا ميه (Balfour Declaration) عمل ته داخله کړه  او دمسلما نانو د لو مړنۍ قبلې پر ټا ټو بې يې ۲۰۰۰کاله وروسته لومړنی يهودي دولت جوړ کۍ.

 

دحماس د البيرونې پو هنتون ديو ي محصلې څخه دبې بې سې داردو‌ژبې ديوه خبريال پو ښتنه:

پو ښتنه؟ د اسلامې امت څخه څه هيله لرۍ؟

ځواب.داسلا مې اُمت څخه  دا هيله لرو چې دحرمينو شريفينو د بې غيرته ( بوزدله)امام ،دبې غيرته اُسيدونکو او بې غيرته واکمن پر ضد راوه پا څيږې.

 نن دغزې دقتل عام اُمه ورځ ده.تر ننه پوری دنامسلما نو مظاهره چيانو تعداد اُوه لکه ته رسيږې. خو دحرمين شرفين خلک لا تر اُسه چو پ دې.

ليکوال سردارولي

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *