باید ومنو چی پر افغانستان حمله غلطه وه — ډاکټر نثار احمد صمد

 

باید ومنو چی پر افغانستان حمله غلطه وه

 

لیکوال : جیکب هارن برګر

منبع : فیوچر آف فریډم فاونډیشن ( امریکا )

نېټه : ۲۰۱۰/۱۰/۱۴

ژباړن : نثار احمد صمد

 

دا چی په افغانستان کی وژني او تباهۍ خپل لسم کال ته ننوتلي دي ، او څنګه چی هغه د اوباما د حکومت پر مهال پاکستان ته هم پسی ورغځیدلي دي ، نو یرغلګرو هڅه کړې چی خپلی دغه پراخی وژني او ورانۍ موجه او حق وښیی چی ګواکی امریکایی حکومت ځکه د طالبانو پر ضد جنګ ته ورغی چی هغوی د سپټمبر د یوولسمی د حملې د جُرم شریکان وو .

 

خو متأسفانه د یرغلګرو دغه ادعا باالکل حقیقت نه لری . د امریکا حکومت د افغانستان پر ضد جنګ ته صرف او صرف په یو دلیل ورغیً : هغه دا چی افغان حکومت ( یعنی د طالبانو رژیم ) د ولسمشر بوش دا بې قید او شرطه غوښتنه رد کړه چی بن لادن وروسپاري .

کله چی بوش دا غوښتنه ځنی وکړه ، طالبانو ورته وویل چی که بن لادن په رښتیا هم د سپټمبر په حمله کی لاس لری نو شواهد راوسپارﺉ . طالبانو دا هم ورته وویل چی بن لادن د امریکا پر ځای کومی درېیمی خپلواکه مرجع ته ورکوو تر څو هلته محاکمه سی .

د بوش حکومت دا وړاندیز رد کړ او بن لادن یې بیله هیڅ ډول شرط څخه همداسی غوښت یعنی : بن لادن راوسپارﺉ که نه ، انجام ته یې ځانونه ټینګ کړﺉ .

 

پوښتنه دا ده چی آیا د بوش د دې بې قید او شرطه غوښتنی څخه د طالبانو انکار نامعقول و ؟

ډیر ښه ، راځیً چی لومړی د « جوز پوسادا کاریلیس » قضیه وڅیړو . دا سړی د سي آی اې پخوانی کړونی دی چی د وینزویلا پر فضا باندی د یوې کیوبایی مسافر وړونکې طیارې د بمی چاودنی په تور متهم دی . دغه الوتکه ۳۴ کاله پخوا په همدې میاشت کی چاودوَل سوې وه چی پکښی سپاره ۷۳ کسان ټول ووژل سول . په مړو کی د کیوبایی توره وهونکو ځوانانو ۲۴ کسیز ټیم هم شامل و .

 

وینزویلا څو څو واره وغوښتل چی پوسادا ور وسپاري تر څو د خپل دغه منحوس جُرم لپاره محاکمه سی . آیا پوهیږﺉ چی د امریکا د حکومت ځواب څه و ؟ هغوی د ورسپارلو دا غوښتنه یو مخ رد کړه . آیا په دلیل یې خبر یاست ؟ هغوی وویل چی که موږ پوسادا ور وسپارو ، نو بیریږو چی هغه په وینزویلا کی و نه کړول سی .

 

آیا دا ادعا کوم معقول دلیل کیدای سی ؟ وګورﺉ امریکایی حکومت پخپله د متهمو تروریسټانو د کړولو ننګه کوی . هغوی خو د سپټمبر د حملې راهیسی پخپله د تورنو تروریسټانو کړولو ته دوام ورکړی دی . نو وینزویلا ته د پوسادا د ورسپارلو پر مهال یې بیا د هغه د کړولو دغه ناببره اندیښنه څنګه ممکنه ده ؟

ځواب په دې حقیقت کی نغښتی دی چی که پوسادا د د غی کیوبایی الوتکی د بمی چاودنی طراح او کړونی وی ، نو دا باالکل امکان لری چی دغه کار به یې د سي آی اې لخوا کړی وی . که څه هم سي آی اې ادعا کوی چی د دغی بمی چاودنی پر مهال پوسادا نور زموږ ګومارلی نه و ، خو که پوسادا د سي آی اې لخوا دا کار کړی وای هغه مهال به یې څه دلیل وایه .

فلهذا ، که پوسادا وینزویلا ته د محاکمې او عدلی فیصلې لپاره سپارل سوﺉ وای ، نو ضرور به د طوطی غوندی د سي آی اې سره پر خپل ارتباط ږغیدلی وای .

 

ښه ، که وینزویلا ته دامریکایی حکومت لخوا د دې سپارني څخه انکار صحیح وی ، نو بیا د طالبانو لخوا د بوش د اړونده غوښتنی څخه انکار ولی غلط بلل کیږی ؟ دا تر لمر سپینه ده او هر څوک یې هم منی چی بن لادن به ضرور د  سي آی اې په توقیف کی کړول سوﺉ وای .

باید یادوَنه وکړم چی امریکایی حکومت پوسادا ملامت او متهم وباله خو د نوموړي کیوبایی طیارې د بمی چاودنی په تور نه بلکی په مهاجرتی فورمو کی د څو درواغجنو جرمونو په تور راکش سو . لاکن زما په نظر به پوسادا هیڅکله هم د خپلی دغه ګناه سزاوار و نه ګڼل سی . د دې قضیې پرله پسې ځنډول هر چا ته دا سوال په ذهن کی ورکوی چی دا ټول بهیر اصلأ یو ښه جوړ سوﺉ درواغ دی تر څو د یو تورن تروریسټ نړیوالی ساتنی او لرنی ته بدل رنګ ورکړی ، کټ مټ لکه امریکایی حکومت چی د طالبانو رژیم ځکه غندﺉ چی بن لادن یې ساتلی و .

 

د سرځوړۍ او پیغور ځای خو لا دا دی چی د وینزویلا او امریکا تر منځ د مجرمانو د ورکړی رسمی تړون هم لاسلیک سوی دی ، یعنی هغسی یو تړون چی امریکایی حکومت د نړیوالی سرغړونی لپاره ټاکلی دی . حال دا چی د افغانستان سره د مجرمانو دورکړی دغسی قرارداد هم نه لری .

 

نو ځکه د افغانستان په ارتباط دوې پوښتنی راپیدا کیږی : لومړی دا چی ـ آیا دا موجه او صحیح وه چی امریکا ځکه باید د طالبانو پر ضد جنګ ته لاس اچولی وای چی هغوی د ورسپارنی په هکله د بوش غوښتنه رد کړه ؟ دوهم دا چی ـ آیا محکمې ته د بن لادن د راکشولو په خاطر د پوځی لاری اقدام صحیح و ؟ دواړو پوښتنو ته باید منفی او « یا » ځواب ورکړه سی ، ځکه :

د طالبانو لخوا د ورسپارنی په هکله د بوش د بې قید او شرطه غوښتنی څخه انکار د هغه انکار سره اصولأ توپیر نلری چی د وینزویلا  د غوښتنی په وړاندی ښودل سوی و . د ور سپارنی د دغسی غوښتنی څخه انکار دا نسی موجه او حق په جانبه ښودلای چی پر اړونده هیواد باید پوځی حمله وسی .

 

وګورﺉ ، محکمې ته د بن لادن د راکشولو لپاره دغی پوځی کارروایی یوه تباهی رامنځته کړه . نه یوازی دا چی زموږ پوځ د بن لادن په نیولو کی ناکام سو ، بلکی نن په تاریخ کی د تروریسټانو د تولید تر ټولو ستر ماشین هم ثابت سو . ځکه ، هر ځل چی انسانان ووژني یا یې معیوب کړي ، یعنی هغه خلک چی د سپټمبر د حملې سره یې هیڅ سروکار نه درلود ، نو په نتیجه کی د هغسی خلکو تعداد نور هم ډیروي چی د امریکا څخه کرکه ښیی او د انتقام په لټه کی یې کیږی .

 

په پرتلیزه توګه په ۱۹۹۳ کی پر همدغه نړیوال سوداګریزه ودانۍ باندی د حملې سره څنګه چلند وسو . تر هغې حملې درې کاله وروسته رمزی یوسف په پاکستان کی د پولیسو لخوا ونیول سو او امریکا ته وسپارل سو . دلته په فدرالی محکمه کی محاکمه سو او د عمر قید سزا پر راووته .

آیا دا بهترینه ذریعه نه وه نسبت دې ته چی پر پاکستان حمله سوې وای ، بم ورۍ پر سوي وای او نیول سوﺉ وای او بې شمیره پاکستانیان وژل سوي وای ؟

یو بل مثال د ایمل کاسي دی چی په ویرجینیا کی یې د سي آی اې د مرکزی قرارګاه تر خوا د سي آی اې درې کارمندان وویشتل . دا سړﺉ هم پاکستانی و . تر دغی حملې څلور کاله وروسته هغه په پاکستان کی ونیول سو ، بیرته امریکا ته ورکول سو ، دلته په فدرالی محکمه کی محاکمه سو او په اعدام محکوم سو .

هو ، یو ځل بیا یرغل و نه سو ، اشغال پیښ نسو ، او وژنی رامنځته نسوې . بلکی پولیسو په حوصله سره خپل کار وکړ او محکمې هم اجرأت پسی وکړل .

 

نو فلهذا ، پسله لسو کالو یرغل ، اشغال ، وژنو ، توقیفونو ، پرداختونو ، قتلونو ، مرګونو ، ورانۍ ، غضب ، کرکی ، او د تروریسټی پرله پسې انتقامونو څخه نور نو دا وخت رارسیدلی چی دا ومنو چی د افغانستان پوځی یرغل هم د عراق د هغې غوندی له سره باالکل غلط و . هغه نه یوازی دا چی د بن لادن په نیولو کی ناکام سو ، بلکی په دې بهیر کی یې زښت ډیر بې ګناه انسانان ووژل او معیوب یې کړل ، او امریکایان یې د پرله پسې انتقام د خطر په غیږ وروستل .

بل دا چی د امریکایی حکومت مالی ډیوالی توب او مفلیسي هم ممکنه ده چی باید ورته ځیر اوسو .

ځکه نو د دې وخت رارسیدلی چی خپله غلطي ومنو او خپل پوځیان ډیر ژر بیرته راوغواړو . پای

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.