پټ غلیم — شاهد شفق وردګ

 

پټ غلیم


شاهد شفق وردګ


ملا وو تر دې چې زامن یی هم مولوی صاحبان شوي وي ،زما دوهم نوم یې هم زده کړی وو ،کله ناکله به چې ښوونځي ته تللم نو چې وبه یې لیدم په همغه دوهم نوم به یې را ته خطاب کولو ظاهرا به ما هم ورسره خوش طبعي ښودله خو چې کله به لږ له ما لرې شو له شاه نه به مې ورپسې وکتل او خدای خبر چې له ځانه سره به مې څه ویل؟؟…
ما د نوموړي په هکله ډېر څه اورېدلي وو هغسې چې د یوه دیني عالم له شانه سره هیڅ نه ښاییږي او د کورنۍ دریځ زما زړه ته لار موندلې وو ځکه مې دې ډول خلکو څخه نفرت کولو.
د طالبانو په دوره کښې داسې خلکو طبعي خبره وه چې ښه لار یې موندله او مونږ خو چا د خدای ج په ځمکه نه پرېښودلو ځکه نوم مو ګټلی وو چې حزبیان یا اخوانیان به یې ورته ویل
ښایې همدلته وه چې کلونه کلونه مو د کورنۍ مشران فرار وو او خپل کور ته نه شوای راتللی،د کلي جاوسوسانو به هره یوه یو تر بل د مخکې کېدو لپاره طالبانو ته راپور ورکولو یو الوتکې یې نه په کښې لیکلې چې لري یې نور یې نو هر څه په کښې لیکل،ملاصاحب خو به چې د حزبي کلمه واورېده نور به یې سترګو تیاره شوه د حق او ناحق توپیر به ترې ورک شو .
هغه ورځې مې هېڅ هم له یاده نه وځي چې پلار به کله پټ کورته راغی نو مونږ څخه به یې هم ځان پټولو هسې نه چې چا ته ونه وایی او مشهور کمونستان وو هغوی هم زمونږ لپاره طالبان شوي وو حتی په کلي کښې پراته دوستان هم له ډاره له دوستۍ څخه منکر وو او مونږ ته نږدې نه راتلل هغوی هم حق په جانب وو ځکه د ملاصاحب چلاخه د ړانده متروکې ورته وه او د چلاخې له حزبیانو سره کلکه رخه او کینه درلوده،نه پوهېږم چې دا چا ورته ښودلې وه؟؟له بهر څخه چا ورته الهاموله که د ننه ورسره وه؟؟؟
کله به چې کوم حزبی د ملاصاحب په ژرنده کښې دل شو نو بیا به له روغ صورت محرومه شوی وو.
تېر به شو له هغه تورو کلونو ځکه حق ویل ترخه دي هسې نه چې کوم ملاصاحب د کفر ټاپه راباندې ونه وهي .
د طالبانو له زوال وروسته همغه ملاصاحب د ځان لپاره یوه برګه چپنه هم وموندله چې د کرزي تر چپنې یې رنګ لږ خړ وو د کرزي د چپنې رنګ یو څه تېز ده،
نور نو ملاصاحب د کرزي به موډ ګرځېدلو سره له دې چې ښه لوی طالب وو او زامن یې هم طالبان وو او د طالبانو لپاره یې څه پټ فعالیت هم کولو لکه د ځنو خیریه موسسو سوځول خو بیا هم نه دولت نه امریکایانو هغه ته وویل چې له دغه ځایه پاڅه او هغلته کښېنه بر خلاف مونږ یو ځل بیا د دولت او امریکایانو لپاره د هدف تخته وګرځېدو
او همدغه ملاصاحب او ده ته ورته خلکو به ویل چې اخوانیان نه وي ورک شوي ډموکراسي نه شي راتللی.
د همدې ډول خلکو منافقت،دوه مخي د ټولنې د بدمرغیو یوه لویه برخه جوړوي
دوی زیاتره له بهرنیو شبکو سره د ځنو خانانو او ملکانو په مټ تړلي وي او د خپل فعالیت له کبله د ملکانو په مټ معاش هم تر لاسه کوي.
د ټولنې زړه داسې ده چې مذهبي شخصیتونو ته په درناوي ولاړ ده
دلته ده چې دا ډول خلک د مذهبي جامې په اغوستلو خپلې ناروا هیلې او جاوسوسو شبکو لپاره خپل فعالیتونه په ښه توګه ترسره کولی شي
یوه میاشت مخکښې مې په یو د خوښۍ په محفل کښې له دغه ملاصاحب سره ملاقات شو اوس زما په بڼه کښې هم ژور توپیر راغلی وو خو کله چې یو د دوستانو ورته معرفي کړم سر یې وخوځولو او مخ یې یو څه ترش شو او د چایو له پیالې څخه یې وروستي غوړپونه وکړل او ځان یې د نسوارو له قطي سره مصروف کړ خپله چپنه یو څه ورټوله کړه او بالاخره بېرون ته ووت،د منجلس زیاترو کسانو اوس په خپلو منځو کښې د ده د چپنې په هکله بحث کولو.
په هغه ورځ ما دا حس کړه چې نور د خلکو په منځ کښې د دا ډول کسانو لپاره احترام کم شوی حتی په نشت حساب دي ټولنه نور د دوه مخو منافقو او هغو کسانو څخه چې د نفاق تخم شیندي نفرت کوي او داسې انسانانو ته سترګې په لار ده چې اخلاص صداقت او ریښتینولي ولري.
راځی چې دعا وکړو چې لوی رب ج د زمونږ خوږ هېواد د منافقینو د نفاق له شره وژغوري امین
یا رب العلمین.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *