د ړنګو دېوالونو په ژبه — شاهد شفق وردګ

 

 

د ړنګو دېوالونو په ژبه


شاهد شفق وردګ

 

هر لوري ته د اوسپنو لویی او وړوکې ټوټې پرتې وې چې د چاودېدلو ظالمو بمونو له ګړم او درز څخه یی کیسه کوله،هلته دلته د ړنګو دېوالونو منځ کښې د دیوال یوه یوه برخه روغه هم ولاړه وه چې د کلا پخواني ډول به یی لیدونکو ته یادولو،له دې ځایه تیرېدونکې لاره هم تر ډېره بریده د لوټو او لوېدلو دیوالونو له کبله بنده وه لږ له دې ځایه وتلي هغه خوا ته چې چیرته چې هوا یو څه ازاده چلیده دوو ماشومانو پسونه څرول،له مظلومو بڼو او څيرې بوټانو څخه د انسان زړه هیڅ هم بې اغیزې نه پاتې کیده.
ښایی دا به د کوم ړنګ کړل شوي کلي یوه برخه وه،ښایی دا به د کومو مظلومو کلیوالو د هیلو او امیدونو د ډېوو او رڼا ځولۍ وه،له کلي بهر د غونډۍ په ډه ډه کښې هدېره او تاندو شناختو ویل چې د دغه کورونو شهید خاوندان د لحد په غ
یږ کښې ملمانه دي.
څومره سکون وو،څومره یوه پټه خوله نړۍ وه؟؟او که چا د دغه نړۍ شور وژلي وو؟؟ا
ښایی چې پرتو کایناتو به هلته د حال په ژبه د یوه لویی غمیزې ویرینه کوله،ښایی چې هغوی به هم زخمي او شهید ماشومان لیدلي وي، حتما به یی ژړلي وي ،هلته هر څه کرخت شوي وو مرغان هم لا په الوت نه لیدل ک
یدل.
ډېر وخت له خپل شاوخوا څخه ناخبره د یوه پراته دیوال پر سر درېدلی وم ،افق ته مې کتلی وو ،هغه کوم څه وو چې زه یی هلته په درولو او سوچ کولو اړ کړی وم؟؟
هغه څه وو چې هغه ش
یبه له اوښکو پرته مې بل څه ورته نه درلودل؟؟
هلته کومه نړۍ چا ځورولې وه،هلته کومه نړۍ چا ویشتلې وه چې ما یی په نه لیدلو کښې له پرتو لوېدلو او لوټه شوو دېوالونو څخه پوښتنه کړېوه؟؟؟
هو رښتیا چې هغوی ماته یوه کیسه راسپړلې وه خو د اوښکو او اهونو په ژبه ،د سلګیو او دردونو په ژبه،ښایی چې ما به هم ورته ژړلي وي ځکه خو مې په یاد ندي چې هغوی دا کیسه ماته په څو ساعتونو کښې وویله؟؟
ماښام نږدې شوی وو چې کور ته راستون شوی وم

له ځانه می پوښتلي وو
د یو چا خوږه نړۍ به څوک ،څنګه او په کوم انساني زړه ورانوي….؟؟؟
خو ښایی هغه ظالم ،تور بدمرغه او فاسد زړه به شته وي چې انسان وژلو ته تلوسه ولري،ما به نه وي لیدلی،زما زړه به یې نه شي منلی.
هو لوېدلو دیوالونو او د انسان په وینو سرو اوسپنو د هغه ظالم له تور ،ناولي او منفور مخ څخه پرته پورته کوله،پر لاره تلونکو هم هلته خپل سرونه ښورولی وو ،هغوی هم په تلو تلو کښې درېدلي وو……..
خو کوم زړه به وي چې تر دغه ړنګو دېوالونو لاندې د شهیدو ماشومانو کريږې تصور کړي او د ده دفاع حس را ویښ نه شي؟؟
ایا د داسې انسان څخه نفرت نه کوی چې د نورو په درد ونه دردېږي؟؟
که داسې حس نه لری په خپل ایمان او وجدان له سره غور وکړی
ضرور ده چې غور وکړی ځکه د انسان د کلمې ارزښت دا ده چې له عاطفې څخه له ترحم څخه له زړه سوي څخه کار واخلي.
د ظالم په مقابل کښې پا څون وکړي،د هغه ظلم ونه زغمي،له خدای تعالی پرته د بل واکمن واکمني ونه مني،هو هغه وخت انسان انسان ده.
يَعْلَمُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالأرْضِ وَيَعْلَمُ مَا تُسِرُّونَ وَمَا تُعْلِنُونَ وَاللَّهُ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ (تغابن)

Leave a Reply

Your email address will not be published.