د وارداتی دیموکراسۍ جُرم — ډاکټر نثار احمد صمد

 

بسم الله الرحمن الرحیم

 

 د وارداتی دیموکراسۍ جُرم

 

لیکوال : نثار احمد صمد

 

د جنورۍ پر ۲۷مه د فرانس پریس آژانس خبریال ( ایمانویل دوپریک ) د کابل څخه راپور ورکړ چی بهرنیان لګیا دي افغانان له اسلامه اړوی او عیسویان کوي یې . هغه په کابل کی د یو ځوان افغان سره چی مستعار نوم یې عنایت دی ، او مسیحي سوﺉ دی مرکه وکړه او هغه ورته وویل چی ما مخکی خپل انجیل په ښکاره راسره ګرځاوه خو اوس بیریږم او دا کار نسم کولای . راپور وایی چی د افغانستان اساسی قانون د اسلام څخه بل دین ته د اوښتلو اجازه نه ورکوی او دغسی جرم به د مرګ سزا ولری ، خو په دې وروستیو کی هلته دا کار نه عملی کیږی او عنایت هم د نورو زرګونو افغانانو غوندی په دغه اسلامی هیواد کی د دین آزادي غواړی یعنی چی د چا هر دین خوښ وی هغه باید ومنی .

 

فرانس پریس زیاتوی چی اوس د افغانی عیسویانو شمیر د لویدیځو مذهبی ډلو له قوله په زرګونو کسانو ته رسیږی. د مې په میاشت کی ټلویزیون هغه صحنه وښودله چی څو کسانو په یو کور کی په فارسی ژبه د عیسویت عبادت کاوه . تر هغه وروسته دوه افغانان ځکه ونیول سول چی عیسویان سوي وو . یو د هغو څخه «موسی سعید » دی چی د نړیوال سور صلیب سره یې کار کاوه او د عنایت ملګری دی . سعید شپږ کاله مخکی عیسوی سوی دی او نور نه غواړي چی بیرته مسلمان سی . فرانس پریس زیاتوی چی وروستی هغه نفر چی په ۲۰۰۶ کی د عیسوي کیدو له امله نیول سوی او محاکمه سوی و ، عبدالرحمن نومیدﺉ چی وروسته خوشی سو او ایټالیا قبول کړ .

 

عنایت ورته وویل چی ما عیسویت هغه مهال د یو امریکایی دوست څخه حاصل کړ چی په ۲۰۰۶ کی د هند په سفر تللی وم . عنایت د هند څخه په ۲۰۰۹ کی راستون سو . دﺉ وایی چی کله می خپله مور  د ځان په عیسوي کیدو خبره کړه نو هغې خورا ډیر وژړل او دا چی زوی یې د دین څخه اوښتی دی نو کورنۍ به یې له شرمه چا ته سترګی نه لری .

 

عنایت فرانس پریس ته وویل چی « کله بهر ته تللی وم نو افغانستان می ډیر یادېدﺉ . افغانان زما غوندی خلکو ته ضرورت لری او زه غواړم چی هیواد ته ترقی ورپه برخه کړم . خو که زه انګلستان یا امریکا ته ولاړ سم ، نو هلته به یوازی د ځان په غم کی یم . »

 

د پورته ټول بیان څخه ښکاری چی د لویدیځ څخه وارداتی او رالیږلي دیموکراسۍ افغانستان ته خیانت او افغانانو ته جنایت کړی دی . ځکه د هیواد پر دینی او ملی ارزښتونو یې صریحأ تیرﺉ کړی دی . هغې نه یوازی په لسو کالو کی افغانستان آباد نکړ بلکی برباد یې کړ . هغې افغانان په مراد نه بلکی نامراده کړل . لویدیځ والو خپل منحوس فرهنګ ( مثلأ شراب ، شب نشینۍ ، عیاشۍ ، فحشا ، زنا ، اور … ) را صادر کړ او ځوانان یې په خپل سیخ وپییل چی د عیسوی کولو بهیر د دې برچې پر څوکه قرار لری . له دې نه ثابتیږی چی د کابل د ګوډاګي رژیم بیره د الهی بادار څخه نه بلکی د امریکایی بادار څخه ده ، ځکه ملحد او مرتد عبدالرحمن ته یې د خدایی مجازاتو پر ځای امریکایی مکافات عطا کړل !

 

دا لا څه ، د صدای افغان د ویب پاڼی له مخی یو آزاد خبریال ( احمد شاه رجا ) په کابل کی څو مخفی کلیساوو ته ورغلی او مرتد افغانان یې له نږدې لیدلي دي . رجا وایی چی زه په کارته چهار کی یو کور ته ورغلم چی مشر یې رُستم خان او د تاجګستان اوسیدونکی عیسوی و . لومړی موږ دوه کسان وو خو وروسته شپږ نور ځوانان راغلل چی ټول د کابل پوهنتون محصلین وو . وروسته دوه نور ځوانان هم راغلل چی د پولی تخنیک محصلین وو . رستم خان هر یوه ته یو انجیل ورکړ او تدریس یې پیل کړ او یو ساعت یې بیان وکړ . هغه ( نعوذباالله ) د خدای درې ګونی حالت چی پلار ، زوی او روح القدس وو ، په بې عقلۍ او ناپوهۍ سره تشریح کړ چی خورا احمقانه او طفلانه استدلال یې وایه . وروسته د دې ورځی درس ختم سو او ټول راووتلو ، ځکه چی بل ګروپ راروان و چی هغوی ته مو باید ځای پرې یښی وای .

 

رجا زیاتوی چی دغسی مخفی کلیسا ګانی په کابل ، بغلان ، مزار ، کندز ، جلال آباد او بامیان کی شتون لری . د دغو ځوانانو فعال نفر ( ذکی ) نومیدﺉ چی د نوي ډیلی د لویی کلیسا څخه راستون سوی و . هغوی ده ته دنده سپارلې وه چی افغانان عیسویان کړی او د دې کار لپاره یې په کابل کی د یوې تایلینډۍ ښځی سره معرفی کړی و چی مستعار نوم یې ( بیجن ) دی او په کابل کی د « کیور » په روغتون کی لوړ دریځ لری او افغانان جذبوی .

 

 رجا زیاتوی چی د ذکی په مرسته می اووه نوری کلیساګانی هم ولیدې چی درې په کارته چهار کی ، دوې په کارته سه کی ، یوه لویه کلیسا په « سرک چهار سیلو » کی او یوه هم د کابل د لویدیځ په « پُل خشک » کی وو . دﺉ وایی چی د ۲۰۰۸ د کریسمس په مراسمو کی چی د سیلو په منطقه کی دایر سول ، زه حاضر وم او ۱۵۰ کسانو برخه پکښی لرله . تر دغو مراسمو څلور میاشتی وروسته راته وویل سوه چی د اوکراین د مرکزی کلیسا څخه یو هیًت راځي تر څو د کابل ، بغلان او کندز کلیسا ګانی وګوری . دغه هیًت د ۱۳۸۷ په ثور کی راورسېد چی دوه نارینه پکښی شامل وو چی یو امریکایی « برډ » نومیدﺉ او بل اوکراینی « ګریګوری » نومېدﺉ . هیًت په « نګین آسیا » هوټل کی د هغو افغانانو مېلمستیا وکړه چی تازه عیسویان سوي وو . دغه هیًت وروسته فیصله وکړه چی ۱۲ نفره باید اوکراین ته ولیږل سی چی هلته به دوه کاله په عیسویت کی ښه تعلیم کوی او بیا به افغانستان ته راستنیږی او ډیر خلک به له دین څخه اړوی . ګریګوری وروسته هغو افغانانو ته چی تازه عیسویان سوي وو ، « تعمیدي غسل » ورکړ تر څو په اصطلاح د ګناهونو څخه که هر څونه لویی هم وی ، هغسی پاک سی لکه ماشوم چی د مور څخه زوکیږی . هغه د کارته سه په یو کور کی چی د یو کوریا والا و ، دغو افغانانو ته تعمیدی غسل ورکړ .

 

رجا زیاتوی چی په کابل کی په لسګونو کلیساګانی سته خو ما صرف اووه یې له نږدې وکتلې او په سل ګونو ځوانان په دغو کلیسا ګانو کی عیسویت زده کوی .

ده وویل چی وروسته می په کابل کی څو اسلامی مؤسسو ته دا راپور وړاندی کړ ، خو د هغوی څخه می بېله تأسفه بل عکس العمل و نه لید ، حتی ځینو خو د تأسف ښودلو توان هم نه درلود .

 

ښه ګرانه لوستونکې ، آیا دا هر څه د غربی وارداتی دیموکراسۍ د « ګلانو  ! » څخه یو مهم ګل نه دی چی پر شوړېدلې افغانی ټولنه یې لوروی ؟ آیا د کابل رژیم په نوم « اسلامی » خو په عمل کی غیر اسلامی نه دی ؟ آیا هغه ظاهرأ خپلواک خو اصلأ بلواک نه دی ؟ آیا هغوی دومره ړانده او کاڼه دي چی د ښار په دننه کی د لسګونو کلیسا ګانو څخه هیڅ خبر نه لری ؟ او د کریسمس په غونډه کی د سلګونو مرتد سوو افغانانو  په راټولیدو هم نه خبریږی خو ښار ته د دوو طالبانو په ورننوتلو خبریږی ؟ آیا هغه لوی ږیري تش په نوم جهادی مشران او د هغوی لنډغر چی د امریکایی اشغال تر پالنی لاندی هلته شپې سبا کوی ، مجاهدین دي که فاسدین او که منافقین ؟

دا چی لویدیځ اشغالګران د افغانی ټولنی د جوړښت یوه یوه خښته ماتوی باید پوه سی چی ځان هم ورسره ورانوی . د عیسوي کولو بهیر ( خصوصأ په پوهنتونی ځوانانو کی ) افغاني ټولنه له دننه چاودوی خو د رژیم او تنظیمی مشرانو خولې یې ګنډلي ، لاسونه یې تړلي او سترګی یې ړندې کړي دي . نو ځکه باید ورته وویل سی چی : اللهم اشفل الظالمین باالظالمین . والسلام ( ن . صمد )   

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *