د بشر سعادت په څه کی دی؟ — برهان الدین سعیدی

 

د بشر سعادت په څه کی دی؟

 

لیکونکي : مولانا دکتور محمد سعید « سعید افغاني »

 

ګران لوستونکی  به د دی پو ښتنی د ځواب د پاره هر یو ځانله څه په خیال  کښی  لری.  

هو :  د پو هانو فکر یو وخت داسی مرتبی ته رسیږی چه واړه واړه شیانو ته اهمیت نه ورکوی او په  تدریجی  صورت سره د کور ځینې کلی ته او د کلی ځنې قری ته او د قری ځینی علاقې ته او د علاقی ځینې  سمت او دسمت ځینې  مملکت او  وطن  ته او د وطن  ځینې  دنیا ته  د فکر  وړانګی او پلوشې خپروی او ددنیا اصلاح او اتحاد او ترقی  او آرامی د نظر لاندی راولی .

دارنګه افکار د هغو اشخاصو په نصیب کیږی ،  کوم چه د دوی اصلاحي  مسیر او حرکت ځینې د ښی تربیی  په مرسته مخ په انسانیت روان وی ،  په یاد لری .

کوم هغه وطن و جامعه چه هلته پو هان خپل مسؤولیت پیژنی په داسی جامعه او وطن کښی خلک ډیر  د روښانه احساساتو خاوندان وی  او د عمل  عوامل اساسی او بنیادي  او د حیات او ژوند  ثانې  او دقیقی یی  ټول د اصلاحاتی افکار و او د بشر د سعادت  د تارونو ځینې   بوده او تنسته وی .  

شک نه شته چه که نن په دنیا کی له یوی خوا سخت زور او ظلم او د سیاست په طلسمې  پرده  کښی رنګا رنګ چلونه او چانسونه روان دی ،  لیکن له بلی خوا آه او فریادو نه شته او د بشر د حقوقو او د آزادی او آرامی او سعادت  د پاره یی خبری  اتری او ریدل کیږی .  که  څه هم  په زړو نو  کښی  به هرڅه وی او افکار به د حرص  په مرض علیل وی .

 

لیکن حقیقت دادی چه ځینې  خلک د بشر د سعادت  اوازونه هم  پورته کوې  او دا هم  ده  چه په  دی اوازونو کښی د دنیا مصلح سیاسیون تبصری کوی او په  تبصرو سره پو شیده  او مرموزه  اسرار او اعراض کشفوی او وایی چه په دا خبره کښې  دا مقصد دی او دا کښې دا باید  ووایم . چه نن  په  دنیا کښې له یوی خوا سخت روحی امراض او اجتماعي مفاسد لیدل کیږی  او له بلی خوا دپو هانو هلی او ځلی  قابل الترحم معلومیږی .

بیا هم نا امیدی په کار نده او دومره باید  مایوسه نشو چه د بشر د سعادت دپاره  به  هیڅ نکړو  او دا ځکه چه قدر ت  د هر انسان په خټه او سرشت کښی متضادی  قواوی  تخلیق کړی  دی .

 

هو : بخل ، حسد ،  حرص ،  کینه ، ظلم ،  تعدی ، غدر ،  خیانت او  داسی  نور علمی  او اخلاقي   او اجتماعي  ، او ادبي ، او سیاسي مفاسد او ، او  خطاوی ، که  د حضرت انسان ځینی  تر شح  او بروز کوی  لکن  رښتیا  خبره  داده  چه په  هم  دا انسان  کښی دا قـوت او طاقت او صفت  هــم شته  چه  د عا جزانو سره مرسته کوی او دخپل لاس ګټه او حاصل د خلکو په رفاه او اسایش  کښی مصرفوی او د خلکو د خظا وو ځینی عفوه لری او دعفوی ځینی وروسته بیا په صاف زړه محبت او خدمت کوی .

 

هم دا انسان دی چه د انسان د پاره یی  علمي  او اخلاقي  او اجتماعي  او ادبي  او سیاسي  لیاری  او پانګی پیدا کړی او د تمدن او د اجتماع په برکت یی انسان د  وحشت  او بربریت  ځینی  خلاص  او په علمي او فني او زراعتي او اقتصادي چارو سره یی  د حیات په  مستریحو مراحلو  او مراتبو  پوه  او خبر کړل .   

مقصد  دا  چه که څه هم په انسان کښی منفي قواوی شته او دا منفی  قواوی  کله شدت او غلیان لری او ددنیا هوا تاریکوی ،  لیکن د انسان سره لکه چه مخکی مو وویلی دا قوت او طاقت هم شته  چه  د مثبتو  قواوو په برکت د حیات فضاء  صافه وی او د بشر د سعات  د پاره  خدمت  کوی  .

 

زما په  عقیده : د ی  بشر حقیقي  سعادت به هلته حاصل شی ،  چی مادیت او روحانیت تعادلی  رنګ قبول کړی ،   ځکه  دا فکر غلط  دی چی  دنیا یوازی د مادیت په اساس قایمه ده  او هرڅه به په همدا کښی وی  چه مادی شیان  لوړ شی .

 

 همدارنګه دا هم صحیح نه  ده چه په دنیا  کښی به  یوازی  روحانیت  د حیات اساس  وی !  نه بلکه باید  دواړه  په تعامل سره صورت  او اساس پیدا کړی ،  نو پدی اساس  د دنیا پوهان دی  د مادیت او روحانیت د تعادل د پاره خدمت وکړی  او د  روحی  او نفسی  مهم امراض  دی   په  ښه  شان  سره علاج او اجتماعي  لیار  ښو ني   وکړی .

 

استاد سعید افغانی

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.