سوله او تفاهم د سعید افغاني له نظره! — برهان الدین سعیدی

 

سوله او تفاهم د سعید افغاني له نظره!

 

لیکونکي :  محمد رحیم « یو سفي »

د نشر نیټه : ۲۵ فبروری ۲۰۱۱ میلادی ـ کال

 

 که څوک د مرحوم مولانا ډاکتر سعید افغاني  د ۶۳ کلن ژوندانه د کتاب پاني و لټوې او هغه یو په بل پسی و لولی ، نو ورته ثابته به شی چی دغه پیژندل شوی او متبحر عالم  تل د سولي،  تفاهم ، آرامی او ورور ګلوی اساساتو او بنسټونو  د تشریح او توضیح په خاطر  هلی ځلی کړی .

ده نه یوازی دا چی سوله او تفاهم یی په دیني او مذهبي لحاظ څیړلی ،بلکه په خپله سیاسي ،اجتماعي او فرهنګي  هنداره کی یی  د هغي سکیچ هم ترسیم کړی دی .

مولانا سعید افغاني  یوازی  ملا امام ، خطیب او دیني مدرس نه وه ،   بلکی دی هغه  شخصیت  و چی په سیاسي ډګر کی هم د چا څخه  وروسته ندی پاتې شوی . د فقیرانو ، غریبانو او نورو مصیبت څپلو اولسونو د اخلاصون په  خاطر یی  د کورنې ارتجاع  او نړیوال  کړکیچ   پر ضد د  مبارزی بیرغ  د تل لپاره رپاندی ساتلی  دی .

ده جنګ نه  خوښاوه !  او پردی یی  ټینګه عقیده  در لوده : « چی  کیدای شی  ټولی لانجی او کشالی د سولي ،  تفاهم ، استدلال ، منطق او خبرو له لیاره حل شی  .

ده به همیشه ویل چی :   « دسیمی او د نړی موجوده  وضع ،  سولي  او آرامي ته ډیر  قطعی او ستر ضرورت لری ،  تر څو ونه شی چی  ذروی قاره پیما راکټونه د اټو می ، نیوترونی او هستوی  بمونه استعمال او د انسان حیوان او نبات ژوند په ځمکه  کی پای ته  ورسوی .

ژوند په سماوی او وضعی ادیانو کی تقدس لری ،  او دهغی مراعاتول او دوام د عاقل او مکلف انسان دنده  شمیرل کیږی  .  له همدی امله ده  چی  د اسلام سپیڅلی  دین ؛   سولي  او آرامي  ته  ډیر زیاته پاملرنه او په هغی  باندی یی  اسرار کړیدی ، هغه یی  تاییده او ټینګار یی  پری  کړیدی.

دښمنی او عداوت ته یی  بد ویلی دی ..  سوله د جنګ څخه بهتره ګڼي او دهغوی پلویان په ګډ ه سره سوله ایز ژوند او ترقي ، سولي او آرامي   پوری مربوط   ګڼی . »

د  مرحوم  مولانا  فکر یوازی  پدی کی  منحصر نه و پاتی ،   چی  ګوندی په هیواد کی  دی  د  سولي انساني  او اسلامي اصل ته د منطق پر بنیاد جدی  پاملرنه  وشی .  بلکه ده  به دا د تل لپاره د خبرو د تکیه کلام په څیر  زمزمه  کوله چی :

«  د نړی موجوده  وضع  د دا رز پیدا شو لانجو او کشالو له  پلوه  د ترحم او  پاملرنی  وړ ده  .  باید نړیوال  ستر قدرتونه خپلو کړو وړو ته په جدی  توګه  متوجه  اوسی  تر څو د  وسله والو  سیالیو په نتیجه کی  ژوند او ژوندیو  موجوداتو ته  خاتمه  ور نکړای  شی . »

ډاکتر سعید افغاني لیکی :  « د  سولي  او آرامي  د آواز پورته  کول  زمونږ  د زماني   ستر ضرورت بلل کیږی .  دی وایی :   باید  وویل  شی  چی  زمونږ  ټول  خلک  سوله  غواړی .

مګر ؛ څنګه به  وکولای شی  چی سوله  او آرامي   منځ  ته راوړی .

دا  کار غور او  پلټنه  غواړی  ، زما  په  نظر د  موضوع  په باخبرو شخصیتونو ، د ڼړی  د پوهانو  او زمونږ د قبایلو په مشرانو  پوری اړه لری  چی  د خپل  رسم او رواج  او عنعناتو له  مخی  زمینه مساعده کړی .
چی خاص او خاص د جهان ، افغانستان او د حضرت انسان د سعادت او نیکمرغی په  خاطر  پرته له
شخصی اغراضو څخه  د  حسن تفاهم ،  تعـقل ،  نیک تدبیر او منطــ‎قي  استدلال  پواسطه حقیـقي  او واقعي  سوله او آرامي  منځ ته  راوړی .

د زمانی  اړ تیاوی ایجابوی چی  ټول قشرونه او خبیر اشخاص د غوڅ  شوو پیوند ونو په لټه کی شی تر څو  د سوله ایزی او آرامي   فضا د راتګ په برخه کی  یو مساعد  فرصت  تر لاسه او  خپلی هڅی پیل  کړی . »

مرحوم سعید افغاني   د سولي  د لاری واقعي  مبلغ  و . ده خپل نظر په هر ه غونده ، محفل او مجلس کی په خورا صراحت سره څرګنده کړی  دی . دی لا په هماغه وخت کی پدی عقیده وو چی ملی روغه جوړه کولای شی د افغانانو تر منځ  پل  شی او بالاخره د تفاهم  پواسطه هر نوع  لانجی  د  کلی  څخه نیولی بیا تر علاقه داری ، ولسوالی ، ولایت ، ښار ونو او آن  تر مملکته پوری  حل  و فصل کړی .

ده به ویل چی :  «  ولی افغان  د افغان ، انسان د انسان او مسلمان د مسلمان پواسطه  ووژل شی او ولی  پر انسانانو جنګ تحمیل  شی .  وروروژنه ، وینه تویونه ، قتل و قتال ولی  زمونږ  په  تاریخي او سرلوړی افغانستان کی را پیدا شوی ، او ولی ؛   پای ته نه رسیږی!!!                                   

 ده په هیواد کی د جنګ د پای ته رسیدلو په خاطر لاری چاری لټولی او خپلو افکارو ته یی پدی برخه کی پخپلو  لیکنوکی  انعکاس ورکړیدی .

ښه می  په یاد دی  چی  د ۱۳۶۳کال   د کب   د میاشتی  اومه  نیټه چی  د ده  د مړینی د ورځی سره  مصادفه ده  او مولانا صاحب د افغانستان د طبی علومو په اکادمی  کی  بستروو ،  او ناروغی  دومره کم زوری کړی و چی حتی  په بستر کی به هم  په ډ ډه  نشو او وښتلای ،  اما :‎؛  قلم یی  پلاس کی  و او د خپل کتاب ډیر و روستی  پروف یی  پخپله تصحیح  کاوه .

باور وکړی چی  دوه ساعته یی  مرګ ته پایی  و ،  چی ما ورسره یو ځای  پروف لو ستل او هغه یی تصحیح  کول . د ده دغه لیکنه هم  د سولي   او آرامي   د تینګښت او د جنګ پر ضد وه .

و یاړ او افتخار په  هغه انسان چی د خپل خوږ ژوند  ډیری وروستی  شیبی هم  بشر او بشریت ته  په خدمت کی  تیری  کړی .

ډاکتر سعید افغاني نن زمونږ په منځ کی نشته  مړ دی ، مګر؛   د ده کار نامی  د ده روح  د تل  د پاره ژوندی ساتی  .   د ی د  سولی د لاری  ښه مبلغ  و خپل  ټول اثرونه یی  په هیواد او نړی کی  دسولی د ټینګښت په  خاطر لیکلی  دی .  د «  صلح  و آرامش از دیدګاه اسلام ،  خطر جنګ هستوی  او پلار وطنه  ملی جبهه یاد  دلته  د ټو لنیز و ستونزو د حل لیار ، او نور… »  کتابونه یی  چاپ او نوری  په سلګونو مقالي  او مضامین یی د هیواد په مطبوعاتو کی چاپ  شوی او نشر ته  سپارل  شوی  دی .

ده  نه یووازی په هیواد کی سوله غوښتنه بلکی د نړیوالی سولی د تامین په خاطر یی هم خپل شفاهی  او تحریری تبلیغ  ژوندی ساتلی وو  او په خپله یوه رساله کی داسی  لیکی :

« زه باور لرم چی دا موجوده نا آرامي   په جهان کی وخامت پیدا کوی او د ذروی جګړی  د رامنځ ته کیدو احتمال حتمی  کوی . پس ؛  سوله د  درستو شخصیتونو ډنده  ده  چی  یوه ثانیه او یوه دقیقه هم فرصت له لاسه ورنکړی ، بلکه په ډیر زیات سرعت سره د ښه تفاهم وسایل او زمینه مساعده کړی ، هغه په کار واچوی او د سولي  او آرامي   په لیار کی خپل کار او خدمت سخت کړی . »

داځکه چی نوموړی د سولی دموکراسی او ټولنیز عدالت په ټینګښت کی د قدر وړ خدمتونه کړی وه ، او هرڅوک چی  د خدای « ج » د مخلوق په وړاندی خپله دینی او دینوی وجیبه په خورا صداقت سره تر سره کړی  د تل له پاره  د ستایلو وړ دی .

محترم عبدالله خدمتګار « بختاني » په خپله یوه رساله کی چی د مرحوم ډاکتر سعید افغاني د تلین په مناسبت چاپ  او نشر ته سپارلی ده ،  د دی اثر په ډیرو  لو مړنیو لیکوکی لیکی :

«  دوکتور  سعید افغاني  زمونږ د هیواد مشهور عالم ، لیکوال ،  مولف ، استاد او اجتماعي شخصیت و چی تل یی  د سولي ، ترقي ،  وروري ، برابري او تفاهم  لپاره مبارزه  کوله ، د  دی  نو میالي  پوه  دروند  نوم هم  په وطن کی  او هم نړی  په نورو هیوادونو کی  خپور او مشهور  دی . »

د مولوی محمد سعید افغاني د ژوندانه زیات کلونه په تدریس ، لیکلو ، تالیفاتو ،  موعظو د خطابو په لیکلو او تبلیغاتو کی تیر شول ، دی یو ملي ، مترقي ، مذهبي  شخصیت و چی تل د خلکو  د ضروری غوښتنو  د ملاتړ  په لیکوکی دریدلی  دی .

مرحوم ډاکتر و چی د افغانستان د دیني علماو او روحانیونو په تنظیم  کی یی  ستر رول  ولو  باوه . د د هیواد هر عالم او روحاني   شخصیت چی به ده ته مراجعه کوله نو د ده  نصیحت دا و چی :

« سولاه  تبلیغ کړی ، حق  ووایی ، په قرآني آیاتونو او نبوي احادیثو باندی  په اتکا ء سره دوستي ، ورورګلوي ، عدالت ، برابري او د انساني کرامت  دخوندې  ساتلو اساس  تشریح کړی . ځکه د هیواد ټول قشرونه و طبقې  تاسو ته  مخ  د راوړی ، تا سو د پیغمبرانو  د برحقو وارثانو په څیر خپل ملي ، وطني او تاریخي  رسالت  تر سره کړی ، »

هرکال د حوت اومه چی د مرحوم سعید افغاني د مړیني په مناسبت تجلیلیږی او د ده په باب عالمان او پوهان نظریات څرګند وی  ،  نو ماته د ده همدا نصیحت په مخکی مجسم کیږی چی  ویل  به یی :

« په سولی او تفاهم  سره کیدای شی  زمونږ  هیواد پر مختګ  وکړی ، جنګ پر ته  له  فقر او غربت څخه زمونږ  هیواد والو ته  نور څه شی  نشي   بخښلای . »

محمد رحیم « یو سفي »

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *