د کندهار کلیوال امریکایی ادعاګانی غلطی بولی — ډاکټر نثار احمد صمد

 

د کندهار کلیوال امریکایی ادعاګانی غلطی بولی

 

راپورتران : شاه نوری او ګیریت پورټر

منبع : انټر پریس سرویس

نېټه : ۲۰۱۱/۲/۱۸

ژباړن : نثار احمد صمد

 

کابل/ واشنګټن ـ په جنوبی افغانستان کی د امریکایی او ناټویی پوځ قوماندان تورن جنرل جېمز ټیری تیره میاشت ادعا کړې وه چی د کندهار ولایت په درو ولسوالیو کی هغه کورونه چی په اکتوبر او نوامبر کی « د ښاماری حملې په عملیاتو » کی لوټی لوټی سوي وو « تش ولاړ وو ، خلک ورڅخه تللي او د داسی بمونو څخه ډک وو چی په نوې طریقه یې په سیمانو وصل کړي وو . »

خو د لوټی لوټی سوی تره کو کلاچې په ځای کی چی اوس له هوار خاورین میدانه پرته نور څه نه دي پاته ، د هغه اوسېدونکو د آی. پی. اس خبریال ته وویل چی د کلاچې د ورانولو موضوع له دې قراره نه ده .

دغو اوسېدونکو وویل چی موږ دا نه منو چی زموږ کورونه دي ټوله د طالبانو لخوا په ماینونو فرش سوي وی او حتی دا چی کله موږ د خپلو کورونو څخه ووتلو نو بیا هم خپلو جایدادونو ته تر هغه وخته راتللو چی لوټی لوټی کول یې پیل کړل .

 

پاولا براډویل وایی چی د تره کو کلاچې ورانول د اکتوبر د شپږمی څخه د هوایی بم وریو او هغسی لیری واټنیزه توغندیو په ګوزارونو سره پیل سوه چی کلسټر ( یعنی غونچه ای ) بمونه یې را اورول . د پاولا لخوا د دې کلی د ورانولو اړونده بیان پر هغو امریکایی پوځی منابعو ولاړ دی چی د یو پوځی لیکوال ( توماس ریک ) په بلاګ کی راغلی او هم په جنورۍ کی د پاولا په خپل فېس بوک کی ذکر سوی دی .

پاولا براډویل چی د جنرال ډیویډ پترس ژوند لیک کاږی ، لیکلي وو چی دغه کلی د ماین خنثی کولو په هغسی وسایلو سره هم لوټی لوټی سو چی د یو ټانک د تیرېدو لپاره شپیته متره شاوخوا هر څه له منځه وړی .

 

اوسېدونکو د آی پی اس ( انټر پریس سرویس ) خبریال ته وویل چی دغه کلی وروسته په بلډوزرونو سره هوار سو دا ځکه چی بم وریو لوی لوی غارونه او ډبونه رامنځته کړي وو چی باید ډک سوي او هر څه هوار سوي وای . هغوی وویل چی دغه عملیات مسلسل ټوله میاشت روان وو .

براډویل د امریکایی پوځی منابعو په حواله د جنورۍ په نیمایی کی په خپل فېس بوک کی ادعا کوی چی دغه کلیوال اصلأ د امریکایی حملې له امله بې ځایه نه سول بلکی طالبانو مخکی لا یعنی په جون ـ جولای کی د کلی ملک ته روپۍ ورکړي وې تر څو خپل کلی پریږدی او کلیوالو هم همداسی کړي وو او ځکه نو داسی قضاوت سوی چی هغوی خپل کلی پر طالبانو خرڅ کړﺉ و …

 

خو د تره کو د قلعچې اوسېدونکو د آی. پی. اس خبریال ته وویل چی موږ خپل کلی هغه مهال پریښود چی طالبانو په همدې کلی کی ځانونه د امریکایی پوځیانو سره جنګ ته چمتو کړل . هغوی زیاتوی چی طالبانو موږ ته اجازه راکړې وه چی هر وخت ورسو او خپل کورونه وګورو او حتی د امریکایی حملې تر پیلېدو پوری لا د کلی پر شا وخوا د خپلو باغونو او باغچو پالنه وکړو .

 

د تره کو د کلاچې یو اوسېدونکي حاجی داؤد شاه چی د ده کور هم د نورو ۳۶ کورونو غوندی د امریکایی پوځیانو لخوا لوټی لوټی سوی دی ، په مرکه کی وویل چی زه او نور ټول په تیر اګسټ کی هغه مهال ووتلو چی طالبانو د ماینونو ښخول پیل او ځانونه یې جنګ ته تیار کړل . ده وویل چی « موږ پوه سوو چی یوه ورځ حتمأ باید زموږ کوچنیان او میرمنی د ماینونو او یا هم د جنګ له امله ووژل سی . »

خو ده زیاته کړه چی موږ د کلی اوسېدونکي د کندهار یعنی څو کیلومتره لیری څخه هر کله خپل کلی ته راتللو تر څو د خپلو کورونو څارنه او د باغونو پالنه موکړې وای او « په کلی کی مو خپل باغوانان پرې یښي وو تر څو د باغونو مواظبت یې کولای . »

د دې کلی یو بل ۴۰ کلن اوسېدونکي نیک محمد هم دا تصدیق کړه چی د کلی اوسېدونکي حتی د خپلو کورونو تر خوشی کولو وروسته هم هرکله دلته راتلل ، دا ځکه چی طالبانو د ځایی خلکو د تیرېدو راتیرېدو لپاره ټاکلي لاری خلاصی کړي وې تر څو د خپلو باغونو او باغچو د ساتنی او پالنی لپاره یې په ژغورنده ډول تګ راتګ کولای .

نیک محمد زیاته کړه چی طالبانو بزګرانو او خلکو ته اجازه ورکړې وه چی د خپلو جایدادونو مراقبت وکړی او په هغو ماینګذاري سیمو کی د معینو لارو څخه د سهار د نهو بجو څخه د مازیګر تر څلورو بجو پوری تګ راتګ وکړی .

ده د طالبانو دا وړتیا بیان کړه چی هغوی کولای سو خپل هغه ماینونه د بیټرۍ په نصبولو سره فعال او په کښلو سره یې بیرته غیر فعال کړي وای چی تر مځکی لاندی ځای پر ځای وو . ده وویل چی هغوی د مازیګر تر څلورو بجو وروسته د دغو ماینونو بیټرۍ وصل کولې تر څو چاودنی ته چمتو سوي وای .

 

د نږدې سیمی یعنی لوړ خسرو یو ۵۲  کلن اوسېدونکي حاجی عبدالقیوم هم د ځایی کروندګرو سره د طالبانو پورتني ترتیبات تایید او تصدیق کړل . ده وویل : کله چی به طالبانو د امریکایی پیاده پوځیانو راتګ محسوس کاوه ، نو د خلکو څخه به یې وغوښته چی سیمه خالی کړی او خبردارﺉ به یې ورکاوه چی موږ ماینونه بیرته چارج او فعالوو . قیوم زیاته کړه چی یو وار ـ دوه واره چی خلکو د دوی دا پیغام نه وو اورېدلی ، نو ماینونو ژوبل کړل .

 

د امریکا د دفاع د وزارت د ماینونو د خنثی کولو د جوړښتون ویاند ( ایرنی سمیت ) وایی چی د دې جوړښتون کارپوهان او متخصصان تر دې مهاله په افغانستان کی هیڅ خبر هم نه وو چی ماینونه په بیټرۍ سره فعالیت کوی . خو سمیت آی. پی. اس ته په خپل یو ایمیل کی وویل چی طالبان خپل ماینونه په دوو طریقو سره کنټرولوی چی هغه مخابروی کنټرول او د وایرونو (سیمانو ) پواسطه وصلېدونکی کنټرول دی او هغوی په دغو دواړو طریقو سره هغه  ماینونه یو ځل فعال او بیرته بې اثره کوي چی په ځینو لارو کی یې ښخ کړي وی .

 

د تره کو د کلاچې یو ۶۰ کلن اوسېدونکي داد ګل آی. پی. اس ته وویل چی د امریکایی عملیاتو د ختمېدو څخه لس ورځی وروسته افغانی او امریکایی پوځیانو زه خپل هوار کړي کلی ته ور وستلم . دغو پوځیانو را ته وویل چی وګوره ستا په کور کی چی اوس هواره مځکه وه ، یو ماین ایښودل سوی و . دا مهال امریکایانو یو شي ته لاس ونیوﺉ او راته ویې ویل چی وګوره « دغه بم دی . » خو ما ورته وویل چی هغه « اصلأ زما د بخار دیګ دی . » زه ورغلم او هغه می راواخیست او داسی می ورته وویل : « دا زما خپل دی ! دا بم نه دی ! »

داد ګل وویل چی ښایی په ځینو کورونو کی به ماینونه ایښوول سوي وی ، خو نه دومره لکه امریکایان چی وایی .

د ملی اردو یو عسکر چی د دغو درو اوسېدونکو سره یې دغه مرکه اورېدله څرګنده کړه چی « طالبانو دننه په کورونو کی ماینونه ایښي وو ، نو ځکه امریکایانو هغه لوټی لوټی کړل . مګر خلکو وویل چی یا ، په ټولو کورونو کی ماینونه نه وو نصب سوي خو بیا یې هم په بمونو راته لوټی لوټی کړل .»

 

که څه هم اوس د دې کلی ۲۵۰ کلیوال د پروژو لپاره د کارګرانو په توګه د امریکایانو لخوا د نغدو پیسو په بدل کی ګومارل سوي دي ، خو د دغو ۳۶ وران سوو کورونو د بیرته جوړولو کار هیڅ نه دی پیل سوی مګر د کلي د مسجد د جوړولو کار یې پیل کړی دی .

 

د تره کو د کلاچې یو مشر حاجی عبدالحمید آی. پی. اس ته وویل چی ما ته ویل سوي چی په کلي کی زما د ۱۴ کورونو څخه د پنځو کورونو د بیا جوړولو لپاره د پیسو د راکړي ژمنه سوې ده خو د متباقی نهو کورونو مځکه د یوې امریکایی پوځی اډې د جوړولو لپاره راڅخه درېغوی او کرایه به یې راکوي .

عبدالحمید وویل چی « زه د دې معاملې څخه راضی یم ، خو که هغوی پر خپله ژمنه ودریږی . » ده زیاته کړه چی « تر اوسه زموږ او د هغوی تر منځ کوم اعتبار یا باور وجود نه لری او موږ په دې شکمن یو چی امریکایان دې پر خپلو ژمنو ودریږی . » ده زیاته کړه چی که احیانأ امریکایان پر خپلو وعدو ټینګ ودریږی نو بیا به هم د تره کو کلاچې ته د اوښتي زیان حتی ۵۰٪  لږ راکړي . ده زیاته کړه چی تر اوسه د کلاچې د زیانمن سوو کسانو صرف یوې سلنی ته تاوان ورکول سوی دی او ځکه نو دﺉ د کلیوالو د اوږد مهاله شکایتونو پیش بینی کوی .

د کلی دغه مشر وویل چی « دا به ډیر وخت په بر کی ونیسی چی خلک پر امریکایانو باور وکړی او په سیمه کی د طالبانو د فعالیتونو راپورونه ورکړی . »

 د تره کو د کلاچې یو بل مشر حاجی شاه ولی وویل چی « موږ امریکایانو ته ډیر نه ورنږدې کیږو . » ځکه امریکایان تر اوسه هم پر کلیوالو شکمن دي چی د طالبانو سره خواخوږي لری . »

 

د دې کلیوالو سره دا پوښتنه راپیدا کیږی چی آیا په دوبی کی به طالبان بیرته راستانه سی که څنګه . شاه ولی وویل چی « که هغوی بیا راښکاره سی ، نو موږ به امن نه یو او خلک به د امریکایانو سره کومک ته زړه ښه نه کړی . »

نیک محمد ورته وویل چی زه له دې اندیښمن یم چی امریکا به په تره کو کلاچه کی صرف هغه مهال د خلکو کورونه بیرته جوړ کړی که  کلیوال راضی سی چی د طالبانو پر ضد په جنګ کی د دوی سره ودریږی .

ده زیاته کړه چی « موږ به د امریکایانو سره مرستندوی اوسو خو د طالبانو پر ضد توپکونو ته لاس نه اچوو . »

ده زیاته کړه چی « که امریکایان او افغان حکومت پر ځایی خلکو فشار راوړی چی د طالبانو پر ضد وسلې واخلی ، نو زما په خیال خلک به دا کار و نه کړی . » پای

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *