د افغانستان حل لاره : راووزه — ډاکټر نثار احمد صمد

 

د افغانستان حل لاره : راووزه

 

لیکوالان : جمهوریت غوښتونکي کانګریس وال: جیمز مک ګوورن ، او والټر جونز

منبع : واشنګټن پوسټ ورځپاڼه

نېټه : ۲۰۱۱/۲/۱۸

ژباړن : نثار احمد صمد

 

داسی ښکاری چی هیڅوک هم د افغانستان د جګړې خبری نه کوی . همدا اوونۍ کانګریس د یوې داسی بودجې په سر مناقشه وکړه چی غواړی د نوي مالی خنډ لپاره خریدار پیدا کړی چی هماغه د دې جنګ لپاره د نورو لس ګونو بلیونو ډالرو پورول دي . . .

خو د دې سره سره امریکایان بیا هم چپ دي . . . دا چی علت یې هر څه وی ، وی به . خو زموږ په دې ټولیزه بې تفاوتۍ کی هیڅ عذر او پلمه نه ځاییږی . ځکه دا د ۱۱۲ میاشتو راهیسی زموږ په تاریخ کی اوږد ترین جنګ دی . په افغانستان کی څه باندی ۱۴۰۰ امریکایی پوځیانو خپل ژوند بایللی دی او څه باندی ۸۸۰۰ نور هم پکښی ژوبل سوي دي . په لسګونو زره نور هم معیوب او یا هم په روحی رنځ مبتلا سوي دي . پنتاګون په نوامبر کی راپور ورکړ چی په جنګېدلو پوځیانو کی د ځان وژنی حد آسمان ته رسېدلی دی . د جنګېدلو او مجربو پوځیانو وزارت د څه باندی اوو لکو (۷۰۰۰۰۰ ) کسانو د معیوبۍ یا ناتوانۍ دوسیې بشپړ کړي دي چی په هغو کی د جګړې څخه د مابعده ذهنی ټکان اختلالات ( پی . ټی . اس . ډي ) هم شامل دي .

 

پر عین مهال په افغانستان کی زموږ په اصطلاح ملګری یعنی حامد کرزﺉ هم فاسد دی . د شفافیت نړیوال جوړښتون په دې وروستیو کی افغانستان د نړۍ درېیم تر ټولو فاسد هېواد اعلان کړ چی فقط د سومالیا او برما څخه مخکی دی . افغان پوځ او پولیس د باور وړ شریکان نه دي ، او القاعده هم په کوم بل ځای کی اوسیږی .

 

مرستیال مشر جوبایډن تیره میاشت په افغانستان کی وویل چی « که تاسو زموږ وتل نه غواړﺉ نو موږ هم نه وځو . » ولسمشر بیا په لزبن کی د ناټو سرمشریزی غونډی ته وویل چی موږ په افغانستان کی د لږ تر لږه څلورو نورو کالو لپاره شتون لرو .

خو پوښتنه دا ده چی د څه لپاره ؟ موږ څه ضرورت لرو چی د نورو ډیرو امریکایانو ژوند هم قرباني کړو ؟ ولی موږ باید ځانونه د یو داسی حکومت سره پر یوه لیکه ودروو چی په انتخاباتو کی د تقلب او ساخته کارۍ مرتکب کیږی ؟ ولی موږ د هغه پر ځای خپلی ټولی منابع په هغو تروریسټانو پسی نه اچوو چی د ۲۰۰۱ د سپټمبر پر یوولسمه یې زموږ ګڼ شمیر ملکی انسانان را ووژل ؟

 

په کانګریس کی د جمهوریت غوښتونکي ګوند اکثریت کېدل د دې ژمنو له امله دی چی ویلی یې وو اضافه خرڅي به کنټرولوو ، او کسر به لږوو . دغه جنګ له مخکی څخه لا موږ ته په څه باندی ۴۵۰ بلیونو ډالرو تمام سوی دی . که هغه د عراق د جګړې سره جمع کړو ، نو د ۲۰۰۳ راهیسی به زموږ د کسر ۲۳٪ د هغه له امله وی . چیری دﺉ د توند لارو او کسر راوړونکو محافظه کارانو فریاد ؟ مالی محافظه کاران باید کریږی وکړی چی دغه جنګ خو د پور په روپیو سره چلیږی . هر څوک چی د دې جنګ ملاتړ کوی ، باید پیسې یې هم ورتحویل کړی .

او چیری دﺉ د ازادۍ خوښونکو یعنی لیبرالانو غضب او عصبانیت ؟ زموږ له جملې نه هغه کسان چی له دې نه بیخی ستړي سوي چی ویل یې موږ د بېکارۍ ، کاریابۍ یا روغتیا پالنی تر عهدې نسو وتلای ، باید چیغی او فریادونه وکړی چی د خدای لپاره د کرزي د حکومت د ملاتړ په برخه کی خو زموږ خزانه هغه ده مخ پر تشېدو سوه .

 

که موږ منصفانه اوسو ، نو و به ګورو چی په هره خوا کی مو نوموَر انتقادیان اوسیږی . خو بیا هم اکثریت امریکایانو زموږ د هېواد د وینو او خزانې د دې لویی قربانۍ په  وړاندی پټه خوله نیولې او هیڅ هم نه وایي . دوی باید ږغ پورته کړي ، لیکنی وکړي یا دا چی په ښکاره څرګندونی وکړي .

 

که وضع همداسی جریان ولری نو څه له لاسه ورکوو ؟ وګوری د کولمبیا پوهنتون پروفیسور ( جوزف سټیګ لیټز ) په سپټمبر کی د کانګریس د جنګېدلو پوځیانو کومیټې ته وویل چی د عراق او افغانستان د جنګونو قیمت ، د هغه سود په شمول چی د دغو جګړو لپاره د پور پر پیسو لویږی او هم زموږ د زخمی او جنګېدلو پوځیانو د روغتیا پالنی د مصارفو په شمول د څلورو او شپږو ټریلیونو ډالرو تر منځ دی .

 

له دې نه علاوه ، زموږ په فکر د دې جګړې انسانی او مالی مصرفونه هیڅ د منلو وړ نه دي او نه هم نور نو د تحمل وړ دي . دا موږ ډیوالي او مفلس کوی . امریکا باید د راوتلو د پلان داسی تدبیر وسنجوی چی له مخی یې ځانونه د افغانستان څخه راخلاص کړو ، نه داسی یو پلان چی څلور نور کلونه هم هلته پاته سو او « بیا هغه وخت وګورو . » دغسی کار به په دې معنا نه وی چی موږ نو ګواکی افغا ولس ترک او خوشی کړ ، بلکی برعکس موږ باید خپله دغه جنګی ستراتیژی ترک او خوشی کړو .

 

دا یوه ناکامي ده چی افغانستان د ثبات مخ نه دی لیدلی او نه یې هم زموږ خپل امنیت را سم کړی دی . لکه متقاعد پوځی افسر ( انډریو باسیویچ ) چی لیکلی ، د معنوی شهرت لپاره مړینه غلطه پالیسي ده .

د سیاست والو لپاره دا ډیره آسانه وی چی پر ځای د دې چی څپې ایجاد کړی برعکس « ورسره مل سی . » خو موږ ته د دې لپاره رایی راکول سوي او ټاکل سوي یو چی سم اجرأت وکړو ، نه هغسی چی د سیاسی پلوه مصلحت وی . د افغانستان په باره کی مباحثه باید د سیاست په هکله نه وی تر څو موږ یې ومنو چی هو ستونځمنه ده ، بلکی باید هغه څه وی چی زموږ د خپل هېواد په ګټه وی . نو هغه څه چی یې په ګټه دی دا دی چی دغه جنګ  نور نو پای ته ورسوو . پای

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.