د احاديثو په هکله د حکمتيار صاحب ځینې خودساخته او غلط اصول ( دويمه برخه) — مفتي ابوخالد لائق احمد غزنوي

 

د احاديثو په هکله د حکمتيار صاحب ځینې خودساخته او غلط اصول ( دويمه برخه)

 

 

ليکوال: مفتي ابوخالد لائق احمد غزنوي

 

په تير پسې:

د دي او مخکېنۍ لېکني څخه موخه او هدف داده چې کوم حديث او روايت د سند او متن له پلوه صحيح وي ليکن څرنګه چې څو څو ځلې او يا مختلفو کسانو روايت کړى وي نو پدي وجه کله نا کله يې په الفاظو کې څه ناڅه تغير راشې نو دا د حديث صحت قطعاً تر سوال لاندي نه راولې؛ د يوې قصې متعلق کله څه الفاظ ذکر کول او کله پريښودل او دېته ورته توپيرونه خو په په قران کرېم کې هم راغلي، نو څرنګه چې د قران عظېم الشان آيتونه حق دې او د الفاظو تغير ېي د هغه په صحت باندي هيڅ تاثير نه پريباسې؛ بکله د قران کرېم په نور زيات بلاغت او حکمت باندي دلېل ګرځې نو همدارنګه نبوې احاديث هم در واخلئ.

پدي هلکه ځېني نوري بېلګې هم وګورئ:

د بني اسرائيلو متعلق په قران کې راغلي:

په سورة بقره کې:

( وَقَالُواْ لَن تَمَسَّنَا النَّارُ إِلاَّ أَيَّاماً مَّعْدُودَةً قُلْ أَتَّخَذْتُمْ عِندَ اللّهِ عَهْداً فَلَن يُخْلِفَ اللّهُ عَهْدَهُ أَمْ تَقُولُونَ عَلَى اللّهِ مَا لاَ تَعْلَمُونَ {80}).

ليکن په سورة آل عمران کې راځي:

( ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَالُواْ لَن تَمَسَّنَا النَّارُ إِلاَّ أَيَّاماً مَّعْدُودَاتٍ وَغَرَّهُمْ فِي دِينِهِم مَّا كَانُواْ يَفْتَرُونَ {24}).

اوس دلته پوښتنه دا پيدا کيږي چې ايا بنې اسرائيلو (( أياماً معدودة )) ويلي أو که ېې (( أياماً معدودات)) ويلي وو؟.

د معدودة او معدودات ترمينځ خو ډير فرق دى؛ ځکه (( معدودات )) د جمع قلّتي صېغه ده چې د قلت يعني کموالي معني افاده کوې، او (( معدودة )) د جمع كثرتي صېغه ده او پدي کې د ډيروالي معنى پرته ده، مشهوره قاعده ده ( إذا وصف الجمع غير العاقل بالمفرد فإنه يفيد الكثرة ) ددي مثال ( أنهار جارية ) و ( أنهار جاريات )ده چې جارية د عدد په لحاظ د جاريات د شميري څخه.

د (( أشجار مثمرة)) د (( اشجار مثمرات )) او (( جبال شاهقة )) او (( جبال شاهقات)) ترمنځ هم شته.

د دوي په هکله يو بل ځاي داسې راغلې:

وَإِذْ أَخَذْنَا مِيثَاقَكُمْ وَرَفَعْنَا فَوْقَكُمُ الطُّورَ خُذُواْ مَا آتَيْنَاكُم بِقُوَّةٍ وَاذْكُرُواْ مَا فِيهِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ (63) ثُمَّ تَوَلَّيْتُم مِّن بَعْدِ ذَلِكَ فَلَوْلاَ فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُ لَكُنتُم مِّنَ الْخَاسِرِينَ (64).

وَإِذْ أَخَذْنَا مِيثَاقَكُمْ وَرَفَعْنَا فَوْقَكُمُ الطُّورَ خُذُواْ مَا آتَيْنَاكُم بِقُوَّةٍ وَاسْمَعُواْ قَالُواْ سَمِعْنَا وَعَصَيْنَا وَأُشْرِبُواْ فِي قُلُوبِهِمُ الْعِجْلَ بِكُفْرِهِمْ قُلْ بِئْسَمَا يَأْمُرُكُمْ بِهِ إِيمَانُكُمْ إِن كُنتُمْ مُّؤْمِنِينَ (93).

دا د سورت بقري دوه ايتونه دي يوه خبره بيانوي ليکن په الفاظو کې يي څومره فرق دى؛ په يو کې د (( بقوة )) څخه پس (( وَاذْكُرُواْ مَا فِيهِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ )) ليکن په راتلونکي ايت کې همدغه خبره او حکايت کېږي ولي دا الفاظ نشته بلکه ددي په ځاي نوري خبري ذکر شوي.

ـــــــــــــــــــــــ

د موسى عليه السلام قصه:

په سورة بقرة کې په سورة اعراف کې

و اذ قلنا و اذقيل لهم

ادخلوا اسکنوا.

فکلوا و کلوا.

رغدا ( نشته).

وَادْخُلُواْ الْبَابَ سُجَّداً وَقُولُواْ حِطَّةٌ. وَقُولُواْ حِطَّةٌ وَادْخُلُواْ الْبَابَ سُجَّدًا.

نَّغْفِرْ لَكُمْ خَطَايَاكُمْ نَّغْفِرْ لَكُمْ خَطِيئَاتِكُمْ

و سنـزيد سنـزيد.

اللذين ظلموا اللذين ظلموا منهم.

فانزلنا فارسلنا.

فَبَدَّلَ الَّذِينَ ظَلَمُواْ فَبَدَّلَ الَّذِينَ ظَلَمُواْ مِنْهُمْ.

فانزلنا فارسلنا

علي الذين ظلموا عليهم

يفسقون يظلمون

وَإِذِ اسْتَسْقَى مُوسَى لِقَوْمِهِ. إِذِ اسْتَسْقَاهُ قَوْمُهُ.

فقلنا اضرب و اوحينا الي موسى…… ان اضرب.

فانبجرت فانبجست

کلُواْوَاشْرَبُواْ مِن رِّزْقِ اللَّهِ ( نشته).

سورة النمل:

وَإِنَّكَ لَتُلَقَّى الْقُرْآنَ مِن لَّدُنْ حَكِيمٍ عَلِيمٍ (6) إِذْ قَالَ مُوسَى لأَهْلِهِ إِنِّي آنَسْتُ نَارًا سَآتِيكُم مِّنْهَا بِخَبَرٍ أَوْ آتِيكُم بِشِهَابٍ قَبَسٍ لَّعَلَّكُمْ تَصْطَلُونَ (7) فَلَمَّا جَاءهَا نُودِيَ أَن بُورِكَ مَن فِي النَّارِ وَمَنْ حَوْلَهَا وَسُبْحَانَ اللَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ (8) يَا مُوسَى إِنَّهُ أَنَا اللَّهُ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ (9) وَأَلْقِ عَصَاكَ فَلَمَّا رَآهَا تَهْتَزُّ كَأَنَّهَا جَانٌّ وَلَّى مُدْبِرًا وَلَمْ يُعَقِّبْ يَا مُوسَى لا تَخَفْ إِنِّي لا يَخَافُ لَدَيَّ الْمُرْسَلُونَ (10) إِلاَّ مَن ظَلَمَ ثُمَّ بَدَّلَ حُسْنًا بَعْدَ سُوءٍ فَإِنِّي غَفُورٌ رَّحِيمٌ (11) وَأَدْخِلْ يَدَكَ فِي جَيْبِكَ تَخْرُجْ بَيْضَاء مِنْ غَيْرِ سُوءٍ فِي تِسْعِ آيَاتٍ إِلَى فِرْعَوْنَ وَقَوْمِهِ إِنَّهُمْ كَانُوا قَوْمًا فَاسِقِينَ (12) فَلَمَّا جَاءتْهُمْ آيَاتُنَا مُبْصِرَةً قَالُوا هَذَا سِحْرٌ مُّبِينٌ (13) وَجَحَدُوا بِهَا وَاسْتَيْقَنَتْهَا أَنفُسُهُمْ ظُلْمًا وَعُلُوًّا فَانظُرْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُفْسِدِينَ (14)[سورة النمل].

سورة القصص:

فَلَمَّا قَضَى مُوسَىالأَجَلَ وَسَارَ بِأَهْلِهِ آنَسَ مِن جَانِبِ الطُّورِ نَارًا قَالَ لأَهْلِهِ امْكُثُوا إِنِّي آنَسْتُ نَارًا لَّعَلِّي آتِيكُم مِّنْهَا بِخَبَرٍ أَوْ جَذْوَةٍ مِنَ النَّارِ لَعَلَّكُمْ تَصْطَلُونَ (29) فَلَمَّا أَتَاهَا نُودِي مِن شَاطِئِ الْوَادِي الأَيْمَنِ فِي الْبُقْعَةِ الْمُبَارَكَةِ مِنَ الشَّجَرَةِ أَن يَا مُوسَى إِنِّي أَنَا اللَّهُ رَبُّ الْعَالَمِينَ (30) وَأَنْ أَلْقِ عَصَاكَ فَلَمَّا رَآهَا تَهْتَزُّ كَأَنَّهَا جَانٌّ وَلَّى مُدْبِرًا وَلَمْ يُعَقِّبْ يَا مُوسَى أَقْبِلْ وَلا تَخَفْ إِنَّكَ مِنَ الآمِنِينَ (31) اسْلُكْ يَدَكَ فِي جَيْبِكَ تَخْرُجْ بَيْضَاء مِنْ غَيْرِ سُوءٍ وَاضْمُمْ إِلَيْكَ جَنَاحَكَ مِنَ الرَّهْبِ فَذَانِكَ بُرْهَانَانِ مِن رَّبِّكَ إِلَى فِرْعَوْنَ وَمَلَئِهِ إِنَّهُمْ كَانُوا قَوْمًا فَاسِقِينَ (32) قَالَ رَبِّ إِنِّي قَتَلْتُ مِنْهُمْ نَفْسًا فَأَخَافُ أَن يَقْتُلُونِ (33).

نمل کي راځې: قصص کې راځې:

اني انست نارا(٧). آنَسَ مِن جَانِبِ الطُّورِ نَاراً(٢٩).

نشته) امکثوا.(٢٩).

ساتيکم منها بخبر(٧). لعلي اتيکم منهابخبر(٢٩).

او اتيکم بشهاب قبس(٧). او جذوة من النار(٢٩).

فلماجائها (٣٠). فلمااتـــها.(٣٠).

نودي ان بورک(٨). نودي من شطئ الوادالايمن (٣٠).

وسبحن الله رب العلمين(٨). …………………….

يموسى (٩). ان يموسى( ٣٠).

انه اناالله العزيزالحکيم(٩) اني اناالله رب ا لعلمين.(٣٠).

و الق عصاک( ١٠) و ان الق عصاک(٣١).

يموسى لاتخف (١٠) يموسى اقبل ولاتخف( ٣١).

اني لايخاف لدى المرسلون(١٠). انک من الامنين( ٣١).

الامن ظلم(١١). ………………………………

و ادخل يدک في جيبک(١٢). اسلک يدک(٣٢).

في تسع ايت (١٢) فذالک برهانان(٣٢).

( نشته) واضمم اليک جناحک من الرهب(٣٢).

الى فرعون و قومه( ١٢). الى فرعون وملائه(٣٢).

کرانولوستونکو د موسى عليه السلام متعلق يوه قصه بيانه شوي ليکن لکه چې په دوه درى ځايه کې ذکر شوي نو تاسې ګورئ چې په الفاظو کې ېي څومره فرق دى؟!!.

يو ځاي راځي (( ساتيکم منها بخبر )) دلته قطعي او يقيني خبره شوي.

ليکن بل ځاي راځې: (( لعلي اتيکم منها بخبر )) دلته خبره په اميد سره ويل شوي.

يوځاي راځې (( فَذَانِكَ بُرْهَانَانِ مِن رَّبِّكَ إِلَى فِرْعَوْنَ وَمَلَئِهِ )).

بل ځاي راځې (( فِي تِسْعِ آيَاتٍ إِلَى فِرْعَوْنَ وَقَوْمِهِ )).

دلته پوښتنه دا پيداکيږي چې موسى عليه السلام د د وو معجزو سره ورغلى او که د نهو معجزو سره؟.

وګورئ دلته اګر که قصه يوه ده ليکن څرنګه چې دوه ځايه ذکر شوي نو په ظاهره د ايتونو د الفاظو تر منځ ښکاره توپير او اختلاف معلوميږي، اګرکه په حقيقت کې قران د اختلاف څخه بلکل پاک دى.

په سورة شعراء کې د موسى عليه السلام په هکله راځې چې فرعون وويل: يُرِيدُ أَن يُخْرِجَكُم مِّنْ أَرْضِكُم بِسِحْرِهِ فَمَاذَا تَأْمُرُونَ (35).

ليکن په سورت اعراف کې د (( بسحره)) قيد ورسره نشته.

همدارنګه په اعراف کې راځې:قَالَ الْمَلأُ مِن قَوْمِ فِرْعَوْنَ إِنَّ هَذَا لَسَاحِرٌ عَلِيمٌ (109) يعني په اعراف سورت کې ((مَلأُ)) ددي خبري ويونکې گڼل شوي.

ليکن په سوره شعراء کې ددي خبري ويونکى په خپله فرعون گڼل شوى: قَالَ لِلْمَلإٍ حَوْلَهُ إِنَّ هَذَا لَسَاحِرٌ عَلِيمٌ (34).

په سورة شعراء کې چې ساحرانو د فرعون په عزت قسم خوړلى ((وَقَالُوا بِعِزَّةِ فِرْعَوْنَ إِنَّا لَنَحْنُ الْغَالِبُونَ )). ليکن په سورة اعراف کې ددوي د قسم يادونه نشته.

په سورة اعراف کې په سورة شعراء کې:

و ارسل في المدائن و ابعث في المدائن

بکل ساحر بکل سحار

قَالْواْ قَالُوا لِفِرْعَوْنَ

إِنَّ لَنَا لأَجْرًا أَئِنَّ لَنَا لأَجْرًا

وَإَنَّكُمْ لَمِنَ الْمُقَرَّبِينَ . وَإِنَّكُمْ إِذًا لَّمِنَ الْمُقَرَّبِينَ .

و القي السحرة ساجدين فالقي السحرة ساجدين

قال فرعون امنتم به قال امنتم به

فسوف تعلمون فلسوف تعلمون

ثم لاصلبنکم اجمعين و لاصلبنکم اجمعين

قالوا اناالى ربنا لمنقلبون قالوا لاضير انا الي ربنا منقلبون

و لاصلبنکم اجمعين ثم لاصلبنکم اجمعين.

دلته وګورئ د موسي عليه السلام ، فرعون او د هغه د ملاء يو څو کرښي قصه ده ليکن څرنگه چې دوه ځايه ذکر شوي نو په الفاظو او تعبيراتو کې ېي څومره فرق دى.

همدارنګه د موسى عليه السلام په باره کې راځې چې هغه ته الله تعالى امر وکړ:(( فَأْتِيَا فِرْعَوْنَ فَقُولا إِنَّا رَسُولُ رَبِّ الْعَالَمِينَ (16)) أَنْ أَرْسِلْ مَعَنَا بَنِي إِسْرَائِيلَ (17) سورة شعراء.

په سورة طه کې راځې چې الله تعالى داسي امر وکړ:

فَأْتِيَاهُ فَقُولا إِنَّا رَسُولا رَبِّكَ فَأَرْسِلْ مَعَنَا بَنِي إِسْرَائِيلَ وَلا تُعَذِّبْهُمْ قَدْ جِئْنَاكَ بِآيَةٍ مِّن رَّبِّكَ وَالسَّلامُ عَلَى مَنِ اتَّبَعَ الْهُدَى (47) سورة طه.

دلته ښه سوچ ورته وکړئ؛ خبره يوه ده ليکن ددي دالفاظو ترمنځ څومره فرق دى:

په يو ايت کې(( فَأْتِيَا فِرْعَوْنَ )) راغلى په بل کې (( فَأْتِيَاه )) راغلى.

په يو کې (( فَقُولا إِنَّا رَسُولُ )) راغلي ( شعراء ).

او بل کې (( فَقُولا إِنَّا رَسُولا )) راغلي.

په يو کې (( رَبِّ الْعَالَمِينَ )) راغلى او په بل کې (( رَبِّكَ )) راغلى.

په يو کې (( أَنْ أَرْسِلْ مَعَنَا بَنِي إِسْرَائِيلَ )) راغلى، او په بل کې (( فَأَرْسِلْ مَعَنَا بَنِي إِسْرَائِيلَ )) راغلي.

په سورة طه کې د دي سره سره د (( وَلا تُعَذِّبْهُمْ )) الفاظ هم راغلې؛ليکن په سورة شعراء کې دا الفاظ نشته.

همدارنګه په سورة طه کې راځي: چې د الله تعالى د فرمان نه پس موسى عليه السلام داسي وويل:(( قَالا رَبَّنَا إِنَّنَا نَخَافُ أَن يَفْرُطَ عَلَيْنَا أَوْ أَن يَطْغَى (45)طه )).

ليکن په سورة شعراء د دي هيڅ يادونه نشته بلکه هلته راځې چې موسى عليه السلام داسي وويل :(( قَالَ رَبِّ إِنِّي أَخَافُ أَن يُكَذِّبُونِ (12) وَيَضِيقُ صَدْرِي وَلا يَنطَلِقُ لِسَانِي فَأَرْسِلْ إِلَى هَارُونَ (13) وَلَهُمْ عَلَيَّ ذَنبٌ فَأَخَافُ أَن يَقْتُلُونِ (14))) شعراء .

همدارنګه په سورة طه کې راځې (( وَأُلْقِيَ السَّحَرَةُ سَاجِدِينَ (120) قَالُواْ آمَنَّا بِرِبِّ الْعَالَمِينَ (121))).

او په سورة شعراء کې راځې: (( فَأُلْقِيَ السَّحَرَةُ سُجَّدًا قَالُوا آمَنَّا بِرَبِّ هَارُونَ وَمُوسَى (70))).

په يو ځاي کې راغلي چې ساحرانو وويل(( آمَنَّا بِرِبِّ الْعَالَمِينَ )) او په بل کې راځې چې ساحرانو (( آمَنَّا بِرَبِّ هَارُونَ وَمُوسَى )) وويل.

ـــــــــــــــــــــــــ

د ابرهيم عليه السلام قصه:

په سورة الذاريات کې راځې: ( هَلْ أَتَاكَ حَدِيثُ ضَيْفِ إِبْرَاهِيمَ الْمُكْرَمِينَ {24} إِذْ دَخَلُوا عَلَيْهِ فَقَالُوا سَلَاماً قَالَ سَلَامٌ قَوْمٌ مُّنكَرُونَ {25} فَرَاغَ إِلَى أَهْلِهِ فَجَاء بِعِجْلٍ سَمِينٍ {26}).

او په سورة الحجر کې راځې: (وَنَبِّئْهُمْ عَن ضَيْفِ إِبْراَهِيمَ {51} إِذْ دَخَلُواْ عَلَيْهِ فَقَالُواْ سَلاماً قَالَ إِنَّا مِنكُمْ وَجِلُونَ {52} قَالُواْ لاَ تَوْجَلْ إِنَّا نُبَشِّرُكَ بِغُلامٍ عَلِيمٍ {53}).

په سورة حجر کې د سورة ذاريات په شان؛ نه د سلام ځواب ذکر شوى او نه پوره قصه ذکر شوي .

په سورة ذاريات کې راځي (( فَأَوْجَسَ مِنْهُمْ خِيفَةً )) يعني ابراهيم عليه السلام د دوي څخه ويره محسوسه کړه، د دي وضاحت نشته چې دوي ته يي خپله ويره ښکاره کړي که نه؟..

ليکن په سورة ابراهيم کې واضح ذکر شوي چې ابراهيم عليه السلام دا خبره ملائکو ته په خوله مخامخ ويلي (( إنا منكم وجلون )) موږ ستاسي څخه ويريږو .

يو بل ځاي د ابراهيم عليه السلام په هکله راځې:

سورة البقرة

أَن طَهِّرَا بَيْتِيَ لِلطَّائِفِينَ وَالْعَاكِفِينَ وَالرُّكَّعِ السُّجُودِ (125).

سورة الحج

وَطَهِّرْ بَيْتِيَ لِلطَّائِفِينَ وَالْقَائِمِينَ وَالرُّكَّعِ السُّجُودِ (26).

په يو کې (( طهرا)) يعني تثنيه ضيغه راغلي چې ابراهيم او اسمعيل عليه السلام دواړو ته خطاب شوى، او په بل کې (( طهر)) مفرد خطاب يواځي ابراهيم عليه السلام ته شوى.

په يو کې (( عاکفين )) ذکر شوى او په بل کې دا ندى ذکر شوى بلکه د دي په ځاي د (( القائمين )) کلمه استعمال شوي.

ـــــــــــــــــــــــ

د زکريا عليه السلام قصه

په سورة ال عمران کې

قَالَ آيَتُكَ أَلاَّ تُكَلِّمَ النَّاسَ ثَلاَثَةَ أَيَّامٍ إِلاَّ رَمْزً (41).

په سورة مريم کې

قَالَ آيَتُكَ أَلاَّ تُكَلِّمَ النَّاسَ ثَلاثَ لَيَالٍ سَوِيًّا (10)

په يو سورة کې (( ايام )) ذکر شوي ليکن (( ليال )) ندي ذکرشوي، او په بل کې(( ليال)) ذکرشوى ليکن (( ايام )) ندى ذکرشوي.

په سورة ال عمران کې

وَامْرَأَتِي عَاقِرٌ

په سورة مريم کې

وَكَانَتِ امْرَأَتِي عَاقِرًا

پدي هکله ځېني نوري بېلګي:

الله تعالى د مشرکانو حال بيانوي چې هغوي واېې:

په سورة نحل کې:

وَقَالَ الَّذِينَ أَشْرَكُواْ لَوْ شَاء اللَّهُ مَا عَبَدْنَا مِن دُونِهِ مِن شَيْءٍ نَّحْنُ وَلا آبَاؤُنَا وَلاَ حَرَّمْنَا مِن دُونِهِ مِن شَيْءٍ كَذَلِكَ فَعَلَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ فَهَلْ عَلَى الرُّسُلِ إِلاَّ الْبَلاغُ الْمُبِينُ (35).

په سورة انعام کې:

سَيَقُولُ الَّذِينَ أَشْرَكُواْ لَوْ شَاء اللَّهُ مَا أَشْرَكْنَا وَلاَ آبَاؤُنَا وَلاَ حَرَّمْنَا مِن شَيْءٍ كَذَلِكَ كَذَّبَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِم حَتَّى ذَاقُواْ بَأْسَنَا قُلْ هَلْ عِندَكُم مِّنْ عِلْمٍ فَتُخْرِجُوهُ لَنَا إِن تَتَّبِعُونَ إِلاَّ الظَّنَّ وَإِنْ أَنتُمْ إَلاَّ تَخْرُصُونَ (148).

په سورة نحل کې په سورة انعام کې:

ماعبدنا مااشرکنا

نحن ولا اباؤنا و لااباؤنا ( پدي کې د (( نحن )) کلمه نشته.

حرمنا من دونه من شئ حرمنا من شئ.

فعل الذين من قبلهم کذب الذين من قبلهم.

ـــــــــــــــــــــــــــــ

إِنَّ هَذِهِ أُمَّتُكُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَأَنَا رَبُّكُمْ فَاعْبُدُونِ (92) وَتَقَطَّعُوا أَمْرَهُم بَيْنَهُمْ كُلٌّ إِلَيْنَا رَاجِعُونَ (93).سورة انبياء.

وَإِنَّ هَذِهِ أُمَّتُكُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَأَنَا رَبُّكُمْ فَاتَّقُونِ (52) فَتَقَطَّعُوا أَمْرَهُم بَيْنَهُمْ زُبُرًا كُلُّ حِزْبٍ بِمَا لَدَيْهِمْ فَرِحُونَ (53)سورة المؤمنون.

دلته تاسي وګورئ يوه خبره ده ليکن په دي خاطر چي بيل بيل ځاي ذکر شوي نو په الفاظو کې يي څومره فرق تر سترګو کيږي:

سورة انبياء: سورة المؤمنون:

فاعبدون . فاتقون .

وتقطعوا. فتقطعوا.

( څه نشته) زبراً.

کل الينا راجعون. کل حزب بمالديه فرحون.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــ

همدارنګه الله تعالى د کافرانو د مالونو او اولادونو متعلق دوه ځايه په يو يو ايت کې ارشاد فرمايلى: فَلاَ تُعْجِبْكَ أَمْوَالُهُمْ وَلاَ أَوْلاَدُهُمْ إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُعَذِّبَهُم بِهَا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَتَزْهَقَ أَنفُسُهُمْ وَهُمْ كَافِرُونَ (55) سورة التوبه.

وَلاَ تُعْجِبْكَ أَمْوَالُهُمْ وَأَوْلاَدُهُمْ إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ أَن يُعَذِّبَهُم بِهَا فِي الدُّنْيَا وَتَزْهَقَ أَنفُسُهُمْ وَهُمْ كَافِرُونَ (85) سورة التوبه.

وګورئ دلته يوه خبره ده او يو يو ايت دى ليکن په دي وجه چې بيل بيل ذکر شوى په الفاظو کې يي څومره فرق دى لکه په :

٥٥ ايت کي: ٨٥ ايت کي:

اموالهم و لا اولادهم اموالهم و اولادهم ، دي کي (( لا)) نشته.

لعيذبهم ان يعذبهم

في الحياة الدنيا في الدنيا.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

الله تعالى د جهنميانو متعلق فرماېي:

كُلَّمَا أَرَادُوا أَن يَخْرُجُوا مِنْهَا مِنْ غَمٍّ أُعِيدُوا فِيهَا وَذُوقُوا عَذَابَ الْحَرِيقِ (22)سورة الحج.

كُلَّمَا أَرَادُوا أَن يَخْرُجُوا مِنْهَا أُعِيدُوا فِيهَا وَقِيلَ لَهُمْ ذُوقُوا عَذَابَ النَّارِ الَّذِي كُنتُم بِهِ تُكَذِّبُونَ (20) سورة السجده.

دلته هم فکر ورته وکړئ پدي ايتونو کې د جهنميانو حال ذکر شوى ليکن څرنګه چې دوه ځايه ذکر شوى نو پدي وجه ېي په الفاظو کې هم فرق شته.

سورة الحج سورة السجده

من غم ( ددي يادونه نشته).

( څه نشته). وقيل لهم

عذاب الحريق عذاب النار

( څه نشته). الذي کنتم به تکذبون.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

وَلاَ تَقْتُلُواْ أَوْلاَدَكُم مِّنْ إمْلاَقٍ نَّحْنُ نَرْزُقُكُمْ وَإِيَّاهُمْ. (151) سورة انعام.

وَلاَ تَقْتُلُواْ أَوْلادَكُمْ خَشْيَةَ إِمْلاقٍ نَّحْنُ نَرْزُقُهُمْ وَإِيَّاكُم (31) سورة اسراء.

پدي ايتونو کې يو شان خبره او حکم ذکر شوى البته په الفاظو کې يي څومره فرق دى:

په سورة انعام کې (( من املاق )) ليکن په سورة اسراء کې (( خشية املاق )) راغلى، پدي کې د (( خشية )) تورى اضافه شوى، البته د (( من )) کلمه ېي نده راوړي.

په سورة انعام کې د پلارانو رزق مخکې کړى شوى دى، او د اولادو رزق ورسته کړى شوى، ليکن په سورة اسراء کې اول د اولادو د زرق يادونه شوي او بيا د پلارانو، يعني په ضمائرو کې تقديم تاخير راغلى.

دا هغه څه مشت نمونه خروار وو چي مونږ دلته د مثال په ډول ذکر کړل، دي باره کي که تفصيلي مقاله وليکل شي نو ډير څه به په نظر درشي.

ددي ټول مضمون ليکلو څخه مو غرض دادى چي دا ډيره دروغجنه او ګمراه کُن خبره او قاعده ده چي يو حديث د سند او متن په لحاظ بلکل صحيح وي البته په الفاظو کي تغير راغلى وي؛ او يواځي د الفاظو په تغير سره به کمزورى او د سوال لاندي راځي!!.

تاسي وکتل چي په قران کريم کي د يوي قصي؛ يو سورت او يو کس متعلق يو مطلب، څو واره ذکر شوى ولي په هر ځل ددي قصي؛ د دي د الفاظو او مطالبو ترمنځ ډير ښکاره او واضح توپيرونه موجود دي؛ نو که څوک صحيح احاديث پدي بهانه ردوي چي دا روايت دوه ځايه يا درى څلور ځايه په مختلفو الفاظو راغلي؛ نو پدي خاطر دا روايت تر سوال لاندي راځي؛ دا کمزورى روايت دى!! نو دوي په قران کرېم کې د يو قيصي او يو مطلب تر منځ د الفاظو توپېر او فرق په کوم نوم تعبيروي؟!!.

دا هغه خبره ده چې انشاء الله دوي يې له علمې ځواب ورکولو څخه عاجزه دي او ددي لېکني ځواب به دويته هميشه قــــــــــــــــــــــــــــــــــرض پاته وي.

پـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــاي.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *