د خپل ولس او خاوري څخه دفاع …*** د كندهار وروستۍ پيښي… — اجمل احمدزی

 

 

د خپل ولس او خاوري څخه دفاع د هر افغان وګړى حق دى

 

 

ليکونکی: اجمل احمدزی

 

د افغانستان د اسلامى جمهوريت جمهور رئيس ښاغلى حامد كرزي د غبرګولي پر ۲۶ مه په يوه خبري كنفرانس كې د ديورند كرښې هاخوا د پاكستان د استخباراتي  شبكو په لاس او مرسته د ترهګرو جوړو شويو او روزل شويو مشرانو ته د افغانستان په اړه د هغوي د كرغيړنې تكلارې د ناوړو پايلو په اړه كلك خبردارى وركړ او په ډيره څرګنده توګه يې وويل چې كه ترهګرله هغه ځايه د افغانستان د ورانولو پلانونه جوړوي ، نو افغانان هم داحق لري چې د خپل هيواد دفاع وكړي او پر ترهګرو پسي هاخوا ورواوړي او هماغلته يې ځالي وځپي او لروبر  ولسونه د دوي له ظلمونو ، تيريو او وحشتونو وژغوري .

دا چې افغان ولس له ډيري اوږدې مودې راهيسې د دغې ورځې په تمه ول  نو د ښاغلى حامد كرزي له دغو څرګندونو څخه يې په كلكه ملاتړاعلان كړ ، او دا خپل حق ګني چې هر هغه څوك چې زمونږ هيواد او ولس ته زيان رسوي د هغوي په ځپلو لاس پورې كړو، كله چې وسله وال طالبان د افغانانو د وژلو په مقصد له پاكستان څخه راتيريږي د دوي دغه عمل مونږ ته دا حق راكوي چې په ورته عمل لاس پورې كړو او د خپلو خلكو او حكومت ساتنه وكړو.

 دا چې پاكستان د ترهګرو او تروريستانو لپاره يو د امن ځاي دي او د نوموړې هيواد او په ځانګړى توګه د پاكستان استخباراتي سازمان I S I  له  پوره ملاتړ څخه برخمن دي او د دغه سازمان لخوا تر ښوونې او روزنې لاندې نيول كيږي .

 دا يو روښانه حقيقت ده چې بنيادګرو او د القاعده سازمان غړو ټولو د پاكستان د آزادو قبايلو په سرحدى غرونو او درو كې پناه اخيستي ده او وخت په وخت له پولې ديخوا را اوړي او د افغان او سوله ساتو ځواګونو پر وړاندې بريدونه كوي .

 دا ځكه چې بيت الله محسود دا په ډاګه وويل چې د پاكستان له دولت سره د سولې له تړون وروسته مونږ نه غواړو چې خپل هيواد وران كړو ، اوس به د افغانستان په لور مخه كوو او په افغانستان كې به د بهرنيو ځواګونو پر ضد جنګيږو . دا چې پاكستاني واكداران له بيت الله محسود سره د سولې يا اوربند موافقه ترسره  كوي او له موافقي وروسته بيت الله محسود بيا په افغانستان كې د جهاد اعلان كوي دا په خپله د پاكستان دولت  دوه مخى سياست او په افغانستان كې د ښكاره لاس وهنى ښه بيلګه بلل كيږي .

چې د پاكستاني وكدارانو دا راز دوه مخى چلند له دې وروسته نور د افغانانولپاره د زغم وړ نده  چې پاكستان په خپله خاوره كې له پاكستاني طالبانو سره د سولې موافقه لاسليك كړې او د تروريستي حملاتو لپاره يې د افغانستان لور ته راسوق كړي ترڅو خپل ترورېستي او ترهګريز اعمال په افغانستان كې تر سره كړي ، چې دا په خپله د دى ښكارندويي كوي چې دغه دهشتګري ډلي د پاكستان حكومت او په تيره د I S I   سازمان له پوره ملاتړ څخه برخمن دي ، او له هغوي څخه په ښكاره او پټه توګه حمايت كوي او د تروريستي كړنو لپاره يې له پولې ديخوا ته د مظلومو او بې كناه افغانانو د وژلو او بې امنې لپاره  را استوي .

دا چې د ښاغلى حامد كرزي له دې  وروستيو څرګندونو څخه د افغانستان په ګوډ ګوډ كې خلكو خپل ملاتړ اعلان كړى ، همدا رنګه د پاكستان ملتپالو سياستوالو هم خپل ملاتړ څرګند كړى دى .

د پاكستان د پارلمان پخوانى غړى او ملتپال سياستوال افضل خان لالا وويل چې پاكستاني طالبان دا حق نلري چې افغانستان ته واوړي او هلته دې د افغانستان په خاوره كې بې كناه افغانان په ځانمرګى بريدونو ووژني ، په سنا مجلس كې د ملت پاله پښتونخوا ملى عوامي ګونډ غړى رضا محمد رضا په دي اړه رسنيو ته ويل دي ( ولسمشر كرزي افغان دى او زه هم افغان يم مونږ به هيڅكله هم پر افغانانو د وسلوالو بريدونه و نه منو ).

همدا رنګه هغه زياته كړى چې د پاكستان د حكومت د ناسم او بې ځايه سياست او تګلارې له امله نن د ناتو ځواګونه د پاكستان په خاوره عمليات او بمبارۍ كوي ، د رضا په وينا د پاكستان حكومت بايد د ځآيي طالبانو پر فعاليتونو او افغانستان ته د ورانكارۍ لپاره په اوړيدو سترګې پټي نه كړي او كه دغه كار ته ادامه وركړي نو يوه ورځ به په پاكستان هم بريدونه پيل شي .

په آزادۍ مين او باتور افغانان په دغه لاره كې هر راز سرښندنې ته تياردي ، افغانان هيڅ وخت څوك مقابلي او مبارزي ته نه رابولي او نه له چاسره د تقابل او ټكر هود لري ، خو د خپلې خاورې دفاع او د ترهګرو له شره د خپل ولس ژغورل خپل حق بولي . او افغانان د ښه ګاونډيتوب او ګډ سوله ييز ژوند پر اصولو كلك باور لري ، خو تر دې زيات هغه هڅي او پلانونه نور نه شي زغملى چې د افغانستان د بربادي او بې امنې لپاره جوړيږي او افغان ميړني ولس هود كړى چې د دغو شومو او ناروا هڅو مخه ونيسي او د ترهګرو اصلي ځالي وځپي او افغان ولس په دې روا مبارزه كې د خپل مشرتابه او ولس كلك ملاتړى دى .  

 

 

 

د كندهار وروستۍ پيښي د خلكو كركه لا د طالبانو

پر وړاندې راوپاروله

 

 ليکونکی: اجمل احمدزی

 

په كندهار كې د غبرګولي ۲۴ نيټي پيښي په رامنځ ته كولو سره  يو ځل بيا طالبانو د دغه ملت پر وړاندې په يوه لوى او نبښوونكي جنايت لاس پورې كړ چې د جمعى پر ماښام يې د كندهار ولايت پر محبس د يوه تروريستي بريد په پايله كې د سياسي بنديانو تر څنګ په سلګونو تنه جنايي بنديان او هغه انسانان چې د انسانيت په و ړاندې د حيوانيت لاره خپله كړى او په هردين ، په هر مذهب ، په هر دولت ، او په هر قانون كې مجرم او جنايت كاران بلل كيدل او په ډول ډول جرمنواو جنايتونو يې لاس پورې كړى وو آزاد كړل .

دا چې په نوموړى محبس كې په سلګونو هغه جنايتكاران بنديان ول چې د بې ګناه خلكو په وژنه ، تښتونه ، يرغمل نيونه ، غلاوو ، جنسي تيريو او په لسګونو نورو غيرانساني اوغير اسلامي جنايتونو كې يې لاس درلود ، چې د  دولت او خلكو په زيار او همكارى نيول شوي او د قانون منګولو ته يې سپارلي ول او هغه مظلوم او بې ګناه خلك چې د دغو جنايتكارانو له خوا ورته مادى او معنوى زيانونه رسيدلي ول ټول په دى تمه ول چې دغه جنايتكاران به د خپلو اعمالو په سزا ورسيږي تر څو د نورو د عبرت وړ وګرځي .

له بده مرغه چې طالبانو په دغه عمل سره يې د سلګونو بې كناه كورنيو زړونو ته سخته صدمه ورسوله . او د طالبانو دغه ډول عمل د خلكو د خفګان سبب ګرځيدلى دى او په دى فكركې دي چې طالبانو د دغه راز عمل په تر سره كولو سره له افغان ملت او ولس سره ستره جفا وكړه او هغو وحشي حيوانات يو ځل بيا د دى فرصت ترلاسه كړ چې خداى خبر څومره مندي بوري او څومره ماشومان به بې پلاره كړي.

افغان ولس د طالبانو له مشرانو څخه دا پوښتنه كوي چې د دغه ډول جنايتكارانو خوشي كيدل په كوم دستور او قانون شته ؟ دا خو پريږده حتى انسانيت هم دا جواز نه وركوي چې داسې كسان دى بې له كومې سنګيني سزا پريښودل شي .

په نوموړې زندان كې د هغو سلګونو مجرمينو څخه د بيلګي په توګه  د يو څو مجرمينو يادونه وكړو ، چې ايا دغو ملى جنايتكارانو د آزاديدلو حق درلود اوكه نه ؟

1: كريم الله چې تيركال يې د پنجوائي ولسوالى يو اوسيدونكى يې د خپل باغ د اوبو لګولو پر مهال د يوې لفظي شخړى په رامنځته كولو سره وژلى وو .

2: په دغه زندان كې د آغامحمد په نوم يو كس او د هغه اوه كسيزه ډله هم وه چې د لويې ويالې په سيمه كې د پيسو لپاره يو ماشوم تښتولى و او بيا يې د هغه ماشوم ګوتي د هغه كورنۍ ته د خبردارى له ډول راليږلي وي او د هغه ماشوم پلار د پيسو د نه لرلو له وجي هغه ماشوم په داسي بې رحمۍ وژلى تر لاسه كړ چې پزه او غوږونه يې هم ځينى پري كړى وه . ايا د انسانيت كوم رګ د داسي كسانو د خوشي كولو جواز وركوي ؟-…

3: په دې محبس كې د محمد ګلاب په نوم هغه كس هم بندى و چې تيركال يې د كندهار يو ځوان سوداګر حاجى محمد اسحاق پوره  ۴۱ ورځي تښتولى و او په دغه موده كې يې نوموړى په يوه څاه كې په داسې حال كې تړلى و چې د څاه سر يې د موتر په ټيربند كړى او د ورځي په يې يوه ټوټه ډوډى وراچوله .  نه پوهيږو چې كوم اسلامى حكم د داسى كس د خوشي كولوامر كوي ؟-… چې ۴۱ ورځي يې نه يوازى دغه بې ګناه بلكې د هغه ټوله كورنۍ د سر په وريښتانو ځړيدله .

4: په دې مجرمينو هغه ۲۱ كسيزه ډله هم وه چې د عسكرو په جامو كې په يې كورونه لوټ كول او پر لويو لارو به يې ډاګي اچولي . له تاسو به  وپوښتو چې د داسي ډاكوګانو خوشي كول به د اسلام له نظره څنګه وي چې د خلكو عامه امنيت ته ستر ګواښ جوړوي .

5: په دې مجرمينو كې د كندهار ولايت د ماله جات د سيمي د يوې ميرمنې هغه ځناور ميړه هم و چې خپله ښځه يې چې د  ۸  مياشتو ماشوم يې هم په نس كې و يوازي په دې جرم ووژله چې ولى يې د ده مور سره سوال او ځواب كړى و ، آيا د دغه ځناور خوشي كيدل اسلام منلاى شي چې يو ماشوم د مور په نس كې د مور سره وواژني ؟-…

6: په دغو كسانو كې هغه د لواطت ليوان هم وه چې زمونږ پر مظلوم او بې ګناه ماشومان به يې ډليز جنسي تيرى كاوه ، د داسي ګناه عاملين د كوم قانون ، مذهب او دين له مخى آزاديږي ايا دا به په ټولنه كې د وهشت او حيوانيت مثال نه وي چې دا ډول مجرمين بيرته ټولنې ته بې له كومې سزا او عبرت څخه ازاديږي ؟-…

7: له دغه زندان څخه د تښتيدلو كسانو په ډله كې هغه مجرم هم شامل دى چې خه موده وړاندې يې د كندهار په ولايت كې په يوه ۶  كلنۍ نجلۍ جنسى تيرى كړى وو ، بيايې وژلى وه ، وروسته يې د هغې جسد سوځلى وو او بيا يې په يوه څاه كې غورځولى وه . چې د هر ژوندي انسان زړه يې د قاتل په وړاندې  ډبره كيږي .

8: په دې مجرمينو كې هغه ښځه او سړى هم وه چې د كندهار په دوهمه ناحيه كې د خلكو لخوا په رڼا ورځ د زنا په ناروا عمل بالفعله نيول شوي وه ، اوس نو تاسي وواياست دغه ولس چې د اسلامي نظام د نفاذ لپاره د اسلامي تحريك په ليكو كې زرګونه كسان شهيدان وركړل ، آيا داسي كړنه چې تاسي وكړه د هغوي اروا  نه ځوروي ؟-…

دا د هغو سلګونو مجرمينو څخه د يو څو ګوتو په شمار كسانو وحشت وو چې تاسي ته يې يادونه وكړو تر څو تاسي خپل په ګريوان كې سر كښته كړي او د ځانه سره دغه حساب وكړي چې دغه ملت او ټولنې ته تاسي څه وركړل ؟-… بغير د مجرمينو .

طالبانو د دغه عمل په تر سره كولو سره دا په ډاګه كړه چې دوي د دغه مظلوم ولس هغه دښمنان دي چې نه غواړي دا ولس په امن او ثبات كې ژوند وكړي .

                                                                                           په درنښت

                                                                                     ليكوونكى  ( احمدزى )

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *