موږ او هغوی ! — ډاکټر نثار احمد صمد

 

بسم الله الرحمن الرحیم

 

 « موږ » او « هغوی » !

 

لیکوال : نثار احمد صمد

 

هر څوک وایی چی افغانانو خپل وطن وران کړ ، خو دې ته یې ښایی پام نه وی چی امریکایانو هم کټ مټ خپل هیواد وران کړ . که « موږ » څه کړي ، نو « هغوی » هم هماغسی کړي دي . که افغانانو وژنی ، ورانۍ ، ظلم او فساد کړی دی ، نو امریکایانو بیا په خپل حد او توان کی دا هر څه کړي دي .

 

که « موږ » د بل ( یعنی اشغالګرانو ) لپاره هر څه تباه کړل ، نو « هغوی » هم کټ مټ د بل ( یعنی سترو پانګوالو ) لپاره هر څه وران کړل . که « موږ » خپل خلک د غم پر ټغر کښېنوول ، نو « هغوی » بیا خپل خلک همداسی کړل . که « موږ » فساد او درواغ وکړل ، نو « هغوی » هم باالکل همداسی وکړل خو توپیر یې دا دی چی « موږ والو » دا هرڅه په حماقت او خیانت سره وکړل خو « هغوی والو » په غرور او تکبر سره وکړل .

 

نو که افغانان مقصر دي ، امریکایان بیا تر افغانانو هم ډیر مسؤل او مقصر دي . لنډه دا چی موږ د خپلو حالاتو مطابق ځانونه ډیر او هغوی لږ زیانمن کړل ، خو هغوی بیا د خپلو شرایطو یا دریځ مطابق خپل ځانونه ډیر او موږ لږ زیانمن کړو . دواړو خواوو په خپل خپل حد او صلاحیت کی مقابل لورﺉ د هر اړخیزه فلاکت او هلاکت سره مخامخ کړی دی . نو ځکه هغوی د خپل نړیوال حیثیت او مسؤلیت له مخی تر موږ ډیر خوږمن او زیانمن سوي دي چی نور ځانونه نسي خلاصولای .

 

وګورﺉ امریکا لومړی د خپلو او نړیوالو قوانینو پر خلاف دلته حمله وکړه ، بیا یې د «  ترور پر ضد جنګ » پیل کړ ،  او د لسو کالو راهیسی یې افغانستان اشغال کړی دی .  خو نن دا جنګ په درواغو سره درومی ، یعنی د یو چا په نوم اعلان سوی خو عملأ د بل چا سره کیږی . نو ځکه د تلفاتو ، نیوکو او ګناه څخه ډک دی .

 

نو تر څو چی امریکایان په افغانستان کی وی ، په غرو او دښتو کی به جنګ د طالبانو سره کوی خو دالقاعده په ارواحو پسی به ګرځي . څنګه چی دا جنګ یې اوس د ډیورنډ تر کرښی هم ور اړولی دی ، نو مشکل نور هم مشکلتر او مغلق سوی دی او ورځ تر بلی د یو منطقوی بحران حالت اخلی .

 

دا چی په دې تریخ حقیقت امریکایان تر هر چا ښه پوهیږی ، نو معنا یې دا ده چی امریکا به د « تروریسټانو ! » لخوا نه بلکی پخپله د امریکایانو لخوا د خپلی غلطی کړنلارې له امله ( چی ستر مصارف او تلفات یې پایله ده ) ورانیږی .

 

که القاعده وال په خپل سر دلته راغلي وو نو امریکایان بیا چا را بللي دي ؟ که هغوی دلته د خپلو ګټو لپاره جنګېدل ، نو امریکایان بیا د چا د ګټو لپاره جنګیږی ؟ که هغوی دلته پردي او نابللي وو ، نو امریکایان بیا چیری خپلوان او رابللي دي ؟ که د ادعاوو له مخی هغوی وژلو ، نو آیا نن مو امریکایان خورا ډیر او په وحشت سره نه وژنی ؟

 

نو ځکه « موږ » دلته او « هغوی » هلته بربادي پیښه کړې ده . « موږ » دلته او « هغوی » هلته ګرم دي . « موږ » دلته او « هغوی » هلته ځان او جهان ذلیل کړ . « موږ » دلته او « هغوی » هلته خوږمن دي .

 

« موږ » د هغوی آزادۍ خوښوو خو پالیسۍ یې بیا غندو ، خو « هغوی » بیا زموږ فساد خوښوی خو جهاد مو سپَکوی . « موږ » هغوی کافر بولو خو ډالرونه یې مچوو ، خو « هغوی » بیا موږ ستایی لاکن ارادې مو شنډوی . که « موږ » د خپلی سادګۍ یا خوش باورۍ سزا وینو ، نو « هغوی » بیا د خپلی بې باکۍ یا سرټنبګۍ سزا وینی . که « زموږ » پلو شوله سو ، نو د « هغوی » اشغال بیا ټمبه سو . که « زموږ » کچکول جوال سو ، نو د « هغوی » اقتصاد بیا اضمحلال سو . که « موږ » زیرو پاور یو ، نو « هغوی » بیا سوپر پاور دی . که « موږ » پر اراده تکیه یو ، نو « هغوی » بیا پر وسله تکیه دي . که « زموږ » بیا رغوَنه د میږي په رفتار ده ، نو د « هغوی » بیا سمېدنه د غوایی په رفتار ده . که « موږ » ته خپله بې ګناهي بلا ده ، نو « هغوی » ته بیا خپله پالیسي بلا ده . که یې « موږ » ماتولای نسو ، نو « هغوی » یې بیا ګټلای نسی . که « موږ » په رڼا کی بیده یو ، نو « هغوی » بیا په تیاره کی ویښ دي . که « موږ » دین سیاسی کړی دی ، نو « هغوی » بیا دیموکراسي پوځي کړې ده . که « موږ » تاریخ جوړاوه خو راڅخه جغرافیه سوه ، نو « هغوی » بیا جغرافیه جوړوله خو ورڅخه تاریخ سو ! که « موږ » په کامیابه ناکامۍ مبتلا یو ، نو « هغوی » بیا په ناکامه کامیابۍ مبتلا دي !

 

فلهذا ، که « موږ » خپل هېواد ، ولس او اقتصاد وران کړ ، نو « هغوی » هم خپل هېواد ، ولس او اقتصاد وران کړ . که « موږ » څومره ګرم او ملامت یو ، نو « هغوی » تر موږ هم ډیر سخت ملامت دي .

که « موږ » عبادت په عادت سره او حلال په حرام سره اړولي دي ، نو « هغوی » بیا عقبا په دنیا سره او ریالیزم په تروریزم سره اړولی دی . فلهذا ، که « موږ » کوچني غله یو ، نو « هغوی » بیا لوی غله دي . دا چی « دواړه » خواوی مقصر ، ګنهګار او د جُرم شریکان دي ، نو ابدی ملاقات به یې په هغه مېلمستون کی وی چی هلته به دواړه یو بل ملامتوي خو نور به ناوخته سوﺉ وی او خواړه به یې د اور لمبې وی ( ابراهیم ـ ۲۲ ) . والسلام ، ( ن . صمد )  

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.