لیبیا دوهم افغانستان او درېیم ویتنام ؟ ډاکټر نثار احمد صمد

 

بسم الله الرحمن الرحیم

 

لیبیا دوهم افغانستان او درېیم ویتنام ؟

 

لیکوال : نثار احمد صمد

 

پر لیبیا د امریکا او لویدیځ د حملې یوه میاشت پوره سوه خو هیڅ پرمختګ یې هم نه دی کړی .

ویتنام د امریکا بدنام ترین شکست و ، چی تر هغه وروسته یې افغانستان دوهم او عراق درېیم فضیحت دی . جورج بوش په ۲۰۰۳ کی داسی وویل : « ثبات د آزادۍ په بیه نسي رانیول کېدای . » ده پر عراق باندی جنګ د دیموکراسۍ د استقرار په نوم تحمیل کړ . کټ مټ فارمول یې تر هغه ۱۷ میاشتی مخکی په درواغو سره افغانستان ته هم صادر کړی و .

 

تریخ حقیقت خو دا دی چی امریکا او لویدیځ پخپله په عربی هېوادو کی « دیموکراسی » نه غواړی بلکی دیکتاتوری خوښوی . عرب د څو لسیزو راهیسی د هغو رژیمونو له لاسه د « دیموکراسۍ » څخه محروم دي چی همدې امریکا او اروپا پوځی ـ مالی ـ استخباراتی کومک ورکوی او امنیتی شبکې یې روزی . نن همدا ځواکونه کوڅې او سړکونه د خلکو له دیموکراتیک ږغه خالی ساتی . آیا اردن ، مراکش ، یمن ، مصر ، الجزایر ، تونس او د خلیج شپږ پاچهۍ ټوله د واشنګټن تر سیوری لاندی نه څملی ؟ آیا دا ټول په خپلو کوڅو او بازارونو کی بې وسلې مظاهره چیان په هغو توپکونو ، مرمیو او ټانکونو سره نه ولی چی همدې امریکا او لویدیځ ورکړي دي ؟ آیا د همدې لویدیځ په وسلو او روزنه سره نن هغوی واټونه د مظاهره چیانو څخه نه خالی کوی ؟

 

دغه ټول دیکتاتوران د کلونو کلونو راهیسی په وچ زور ، درواغو او امریکایی پالنه سره پر خپلو ولسونو مسلط دي ( حسن مبارک ۳۰ کاله ، معمرالقذافی ۴۲ کاله ، عبدالله بن صالح ۳۳ کاله ، زین العابدین بن علی ۲۳ کاله ، عبدالعزیز بوتفلیکه ۱۲ کاله…. ) صدام حسین هم تر ۱۹۹۱ پوری په دغه ټیم پوری تعلق درلود . دا ټول ظالم ، دیکتاتور او فاسد دي او دولتی خزانه د ځانو بولی او خپل قدرت یې پر پیسو درولی دی ( لکه حسن مبارک پنځه بلیونه ډالره ، قذافی لس بلیونه ډالره ، بن علی اته بلیونه ډالره …. ) آیا دا هر څه د همدې لویدیځ له لاسه نه دي ؟

 

په هر صورت ، امریکا دا ځل د خپلو سرحدونو څخه ۶۵۰۰ کیلو متره لیری په لیبیا کی جنګ ته ودانګل . ناټو یې تر شا کنجوغه ده او په لوی لاس دلته هم دښمنان تولیدوی . اوباما د مارچ پر ۲۸ وویل چی موږ ځکه پر لیبیا بم وري کوو چی قذافی د پاڅون ماتولو په غرض هوایی حملې کوی او ملکی خلک وژنی . که داسی وی ، نو آیا جورج بوش او بارک اوباما په افغانستان ، عراق ، پاکستان ، یمن او سومالیا کی تر قذافی په مراتبو زیات ملکی انسانان نه دي وژلی او همدا نن هم پایښت نه ورکوی ؟  آیا د دغو ملکی او هغو ملکی انسانانو بشری حقوق فرق سره لری  او که دغه ګران او هغه ناګران دي ؟

 

ډیره مهمه باریکی دا ده چی په لیبیا کی پاڅون د مصر ، یمن ، بحرین یا تونس غوندی نه دی بلکی ډیر توپیر لری . یعنی په نوموړو هېوادو کی صرف مظاهرې ، اعتراضونه او لاریونونه کیږی خو دلته وسلوال جنګ روان دی . بل توپیر یې دا دی چی هلته ولس پاڅېدلی خو دلته وسلوالی ډلی لګیا دي ( د بهرنیو هېوادو او جاسوسی شبکو په مرسته ) وینی بهوی . درېیم او خورا مهم فرق یې دا دی چی په نوموړو هېوادو کی پاڅون له مرکزه راپیل سوی خو دلته د هېواد په ختیځ کی راپیل سوی چی د تیلو اصلی منابع دي . نو ځکه په مجموع کی د پورتنیو هېوادو پاڅون ولسی توَمنه لری خو د لیبیا پاڅون نظامی جنبه لری او یوه کورنۍ جګړه ده چی مخ پر تباهۍ درومی . هو ، امریکا او اروپا د نوموړو هېوادو برعکس دلته په مینه او رغبت سره د لیبیا کورنۍ جګړه نوره هم اوږده او له خطره ډکوی . دا ولی ؟

 

لومړی ـ ښایی یو لوی علت یې دا وی چی قذافی د امریکا لخوا افریقایی قومانده نه می ( وګورﺉ جورج بوش په ۲۰۰۷ کی د امریکا ـ افریقا ګډه پوځی قوماندانی را ویسته چی بېله لیبیا څخه د افریقا ټول ۴۹ هېوادونه پکښی شامل سول ) . نو ځکه د واشنګټن زړه له درده ورته پړسېدلی دی .

 

دوهم ـ قذافی د مدیترانې د سواحلو یوه برخه د امریکایی تسلط څخه آزاده ساتلې ده . په بل عبارت ، د ټولی مدیترانې په سواحلو کی صرف همدا لیبیا او سوریه د امریکا تابع نه دي ، نو ځکه په دواړو کی « سي آی اې » او « موساد » په کلکه تخریبی او تحریکی فعالیتونه کوی . ښایی تر لیبیا وروسته نوبت د سوریې وی .

 

درېیم ـ ښایی بل عمده هدف یې دا وی چی د مدیترانې ( خصوصأ لیبیا ) څخه چین محروم کړی . چین په لیبیا کی تر پنځوس زیاتی غټی پروژې لری چی ۱۸ بلیونه ډالره یې پکښی لګولی دي . چین د لیبیا څخه ډیر تیل وړی او د روان جنګ له امله دیرش زره چینایان د لیبیا څخه ووتل . نو ځکه واشنګټن په دې توګه چین د لیبیا په نفتو کی د خپلی سرمایه ګذارۍ څخه بې برخي کوی . آیا دا یوه سخته ضربه نه ده ؟

 

څلورم ـ په لیبیا او ختیځه مدیترانه کی د ګڼو پوځی اډو استقرار ، او د کابل او بغداد غوندی د ګوډاګۍ ادارې واکمنول د واشنګټن هغه خوب دی چی د ورځی یې وینی حال دا چی طرابلس ۴۰ کاله د دې کار مخه نیولې ده .

 

پنځم ـ په مدیترانه کی د روسیې د لاسونو تړل د امریکا لوی آرمان دی . روسیه په ټوله سیمه کی صرف د سوریې په ( ترتس ) کی لویه پوځی اډه لری چی له دې ځایه د مدیترانې اړونده سواحل تر څارنی لاندی ساتی او د امریکا د هوسونو مخه یې دب کړې ده . نو ځکه تر لیبیا وروسته ښایی د سوریې نوبت وی تر څو په یو غشی دوه مرغۍ وولی .

 

فلهذا ، پرمختیاوی ښیی چی که معمرالقذافی همداسی مقاومت وکړی او ژر مات نسي ، نو ښایی امریکا او ناټو پوځونه ورداخل کړی او د ښورښیانو تر څنګ وجنګیږی ، یعنی یو پوځی یرغل وکړی او لیبیا هم کټ مټ د افغانستان او عراق غوندی ونیسی . د یو تریخ حقیقت په توګه واشنګټن د دغسی بې قانونیو سره روږد دی که هغه ریګن و یا مشر بوش او که کشر بوش و یا هم اوباما .

 

نه پر افغانستان او نه هم پر عراق باندی ملګرو ملتونو امریکا ته د یرغل هیڅ جواز نه و ورکړی ( حتی په ۲۰۰۱  ، او ۲۰۰۳ کی یې په خپلو پریکړه لیکونو کی هیڅ د افغانستان یا امریکا یا عراق نوم هم نه دی ذکر کړی ) او نه هم پخپله د امریکا قانون دا اجازه ورکړې وه ، مګر واشنګټن دغه ارتکابونه وکړل . چی داسی ده ، نو دلته به څنګه د امنیت شورا ( ۱۹۷۳ ) نمبر پریکړه لیک مراعاتوی چی هغه صرف د « الوتنی ممنوعه سیمه » اعلان کړې ده ، نه بم وري یا په جګړه کی د یوه په ګټه او د بل پر ضد ورداخلېدل یا د وسلو ورکړه یا د پوځیانو ورلیږل ؟

 

نو ځکه داسی ښکاری لکه لویدیځ خصوصأ امریکا چی په دې نوې جګړه کی ځان ککړوی او په لوی لاس د لیبیا څخه دوهم افغانستان او درېیم ویتنام جوړوی . خو ښایی چی دلته به هم انشاالله د افغانستان او ویتنام غوندی د بې حیثیتۍ او ماتې په غېږ  ورځی . والسلام ، ( ن . صمد )

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.