زه دوهم نفر وم چی راووتلم — ډاکټر نثار احمد صمد

 

ګرانو لوستونکو ، دغه د سترګو لیدلی حال  زما یو دوست را ایمیل کړی دی . دا اصلأ د الاماره ویب پانې څخه اقتباس سوی دی چی زه یې کټ مټ را نقلوم او ښایی ډیرو پوښتنو ته ځوابونه پکښی موجود وی .

په هر صورت ، دا یې تاسو او دا یې هم د کندهار د لوی جیل څخه  د یو راوتلی طالب ژوندۍ خاطره . والسلام ، ( ن . صمد )

 

زه دوهم نفر وم چی راووتلم

 

 

۲۳ کلن محمد ادریس چې د کندهار ښار اوسیدونکی دی ، او له څو کلونو راهیسې یې د طالبانو ترسرپرستۍ لاندې د کندهار ښار په ښاري چریکي عملیاتو کې دنده ترسره کړې ده ، اووه میاشتې وړاندې د دښمن له خواپه کندهار ښار کې ونیول شو او د کندهار زندان ته ولیږل شو . نوموړی وایي چې تراوسه یې محاکمه نه وه شوې ، او د نیولو له مهاله بیا تراوسه د کندهار د لوی محبس په نهم اطاق کې د ۱۵ تنو نورو طالبانو سره اوسید . نوموړی د کندهار له زندانه د راخلاصو شوو سلګونو بندیانو په جمله کې دوهم کس و ، چې له ایستل شوي تونل څخه ووت او هماغه معلوم کور ته یي ځان ورساوه ، نوموړي خپله نوره کیسه داسې راته تیره کړه :

 د کندهار زندان جوړښت داسې دی ، چې د سیاسي بلاک په منځ کې یوجلا ازاد ځای یا صحن لري . د ټولو کوټو دروازې همدې ځای ته راخلاصی دي ، نو دلته یوازې د دې بلاک عمومي دروازه تړلې وي او د بلاک دننه د اطاقو دروازې همیشه خلاصې وي ، چې له همدې امله بندیان د یوه او بل اطاق ته ازادانه ورتلای شي ، دغه رقم لمانځه ته هم ټول رایوځای کیږي .

د دوشنبې په شپه د زندان په همدې اطاق کې ( چې وروسته د تونل سور ورته راووت ) زموږ بندي طالبانو ملګرو نورو ملګرو ته میلمستیا کړې وه ، او له ټولو اطاقو یې یو یو یا دوه کسان میلمانه کړي وو . دې میلمستیا ته ، دهمدې بلاک د مسجد امام ( چې یوبندي مولوي صاحب و ) هم رابلل شوی و ، او زموږ د اطاق په نمایندګي زه ورغلی وم . نو موږ ډوډی ته ورغلو ډوډۍ وخوړل شوه ، او وروسته مولوي صاحب خبري شروع کړې ، تر لږ نصیحت نه وروسته مولوي صاحب حاضر ملګري د خلاصیدو له پلان څخه خبر کړل ، چې تردې مهاله ملګري ترې خبر نه وو . هغه په خبرو کې په همدې کوټه کې ناستو ملګرو ته وویل چې نن شپه زموږ د خلاصون عملیات ترسره کیږي ، نوښه دا ده چې ورته اماده یو. ده وویل هر څوک چې ووتل اصول دادي ، چې سبا ترغرمې پورې به لومړی کوښښ کوي چې تلیفون خلاص نه کړي ، بیا که په تلیفون کی خبری هم کوي نو دا به نه وایي چې موږ داسې راخلاص شوو. له دې خبرو وروسته هغه ناستو ملګرو ته وویل چې ټول په پوره اخلاص د الله تعالی ذکر شروع کړي ، تر څو الله تعالی دا پروګرام کامیاب کړي . بیا موږ ټولو اذکار پیل کړل ، تقریبا نیم ساعت به ټول ملګري په همدې اذکارو مشغول وو . وروسته هغو ملګرو چې له دې پلان څخه خبر وو ، د کوټې په یوه برخه کې نالۍ او فرش ایسته کړل او غولی یې لغړ کړ. لږ وروسته له لاندې خوا څخه همدا ځای راوټکول شو، او لږ وروسته موږ ورته کتل چې لاندې ملګرو له همدې ځایه ( جېک ) لاندې کړ، او په زور ورکولو سره یې د کوټې سیمټي فرش راپورته کړ. څرنګه چې دا ځای ډیر ژور و ، نو د جیک د زور د رسیدلو لپاره یې څو محکمې پایې ورته جوړي کړي وې ، همدا پایې به یې د جیک په سر کښیښوولې ، اوبیا یې زور ورکاوه . دوه درې واره یې بیا هم جیک ورکړ ، ترڅو چی په سیمټي غولي کې یې ښه ازاده خوله پرې کړه .

له دې وروسته لاندې ملګرو خپلو پاسنیو ارتباطي ملګرو ته ، څو میله توپانچې ، برچې او خنجران ، او یو بکس راپورته کړ . په بکس کې ما یوه د مځکني ټلیفون دستګاه ( غوږۍ ) او یوه فلم اخیستونکې کامره ولیدل . ځینی نور شیان هم وو چې ما سهي نه کړل . دا مهال چې ما لاندې تونل ته وکتل دوه طالبان مې ولیدل ، چې یوه یې دا شیان راکړل او وروسته دواړه بیرته له تونله بلې خواته ووتل . دلته نو د بندیانو د ایستلو کار په زندان کې همغو څوتنو معلومو کسانو ته وسپارل شو. دوی د تلیفون یو سیم چې د تونل د بل سر څخه یي راتیر کړی و ، د تلیفون له غوږۍ سره وصل کړ او په دې طریقه د تونل د دواړو خواوو ترمنځ ارتباط قایم شو .

له دې وروسته ارتباطي کسانو په خپلو منځو کې توپانچې او برچې سره وویشلې او  خپل څو تنه نور اعتمادي ملګري یي هم ورسره ملګري کړل . څرنګه چې زموږ سره په دې بلاک کې یوه دوه اطاقه جنایي قیدیان هم وو ، دغه رقم په ځینو کوټو کې حکومت خپل جاسوسان هم د بندیانو په نامه راسره اچولي وو ، نو طالبانو ویل که هغو څه جنجال جوړاوه یا یي غالمغال کاوه ، نو په دې وسلو او چړو به یي له منځه وړي . دغه رقم دوی ویل چې دا بیخي یو له انتظاره لیرې پروګرام دی ، کیدای شي ځیني طالب ملګري به باور ورباندي و نه کړي او نه به وزي ، چې په دې صورت کې په زور ایستل کیږي . دغه وخت نو همدې ارتباطي ملګرو موږ حاضرو کسانو ته تونل ته له کښته کېدو مخکې وویل چې کله د تونل څخه بل سر ته وزئ هلته زموږ نور ملګري طالبان ولاړ دي ، هغوی  ستاسو څخه اضافه پیسې ، تلیفونان او نور شیان اخلي ، دغه راز تاسې خبرو او تللو ته نه پریږدي نو تاسې به له هغو ملګرو سره جنجال نه کوئ ، او هر څه چې درته وایي هغه به منئ . موږ ورته وویل سمه ده . نو په دې وخت کې د ناستو کسانو له جملې لومړی یو بل ملګر تونل ته ورکښته شو او دوهم زه پسې ورکښته شوم . تونل ازاد و ، خویومخ هم ازاد نه و ، یعني سړﺉ په ټیټه ملا او خالپوڅو ښه هوسا پکښی تللای شوای . خو تونل طالبانو ډیر عجیبه جوړ کړی و ، په لسو پنځلسو مترو کې یې یوه بتۍ لګولې وه چې له امله یي تونل بیخي روښانه و ، دغه رقم د هوا لپاره طالبانو د تونل له یوه سره تربله پورې تقریبا شپږ انچه غټ پایپ تیر کړی و . د تونل په بهرني سرکې یي یو ماشین چالو کړی و ، چې هغه په دې پایپ کې هوا پمپوله ، بیا یې دننه په مختلفو ځایونو کې په همدې غځیدلي پایپ کې سوري جوړ کړي وو ، چې له همدې امله تونل هیڅ نفس تنګي نه درلوده . دغه رقم په تونل کې دوه لینه هم تیر شوي وو ، چې یو خو د تیلفون و او بل نه پوهیږم د برق و که د څه شي لین و . نو موږ په تونل کې تقریبا ۱۵ دقیقې مزل وکړ ترڅو بل سرته ورسیدو ، زما څخه یو کس مخکې و او تر شا مې نور هم ډیر کسان په تونل کې راروان وو . دلته چې د تونل خولې ته را ورسیدو نو دلته هم تقریبا لس پنځلس تنه طالبان له وسلو سره ولاړوو . دوی له تونله راوتونکي ټول کسان سخت تلاشي کول ، له هرکس څخه یي ټلیفون او سیمکارټ اخیست . دغه رقم که به د چا سره پیسې وې ، نو تر درو زرو روپۍ زیاتې پیسې یي هم چا ته نه ورپریښوولې . دوی همدلته یو پټو نیولی و او د درو زرو څخه اضافه روپۍ یې د ټولو کسانو څخه اخیستې او هغه څادر ته یي غورځولې . دا د دې لپاره که به د نورو بندیانو سره پیسې نه وې ، او یا به له دری زره نه کمې پیسې ورسره وې ، نو دوی د همدې پټو څخه دری زره روپۍ ورپوره کولې ، چې دا د ټولو ملګرو د چلښت او پیسه دار کیدو لپاره یوه ډیره ښه لاره وه . نو دلته چې راووتلو په دې کسانو کې څو نفره یې زما شناخته طالبان وو نو هغو زه هم په خپل کار کې ورسره ملګری کړم . دلته په دې سرای کې پنځه شپږ لوی د سپارلۍ موټر ولاړ وو ، نو موږ ته ملګرو هدایت وکړ چې کوم کسان له تونل نه راوزي ، له تلاشي وروسته یي موټرو ته پورته کوئ او ورته وایاست چې خبرې او ږغ به نه کوي یوازې دي خفیه اذکار وایي ، ځکه دلته د زندان یو برج دې سرای ته بیخې نږدې و ، او دوی ویل چې که شور وکړئ د عسکرو راته پام کیږي . نو په دې طریقه بندیان د تونل څخه راوتل او موږ په موټرو کې کښینوول ، کوم موټر چی به ډک شو په هغه به مو ټاټ راکش کړ. وروسته چې ټول کسان راووتل مطلب پوره شول ، نو بیا ملګرو وویل چې په موټرو کې ډیر ځای نشته ځیني ملګري چې په همدې منطقه کې ښه بلد دي بهتره دا ده ، چې د محله جات په خوا پیاده ولاړ شي . نو د دې سرای د مخ خوا خو د محبس پر خوا خلاصه وه ، نو د سرای شا خوا چې د محله جات په خوا خلاصه علاقه ده ، د سرای دغه دیوال مو سوری کړ، وروسته هغه څوکسه ملګري چې غوښتل یي محله جات ته ولاړ شي ، هغه د همدې سوري څخه ووتل او پیاده د محله جات په خوا ولاړل . زه او څلور ملګري مې نور چې د ښار وو ، موږ مشوره سره وکړه چې دا موټر به خدای خبر کومې خوا ته ځي ، ښه دا ده چې موږ د ښار په خوا په خپله ولاړ شو . په همدې وخت کې دغه د بندیانو ډک موټرونه هم د سرای څخه ووتل . موږ پنځه ملګري لږ وروسته همدې عام سړک ته راووتو . د سړک پر غاړه مو لږ انتظار وکړ او لږ وروسته یو ټکسي موټر راغی چې د ښار په خوا روان و ، موټر ته مو لاس ورکړ او ټول پکښی سپاره شوو . دغه وخت د سهار تقریبأ څلور بجې وې . د ښار خواته چې راتلو په ډنډ چوک باندې پولیسو موټر ته بتۍ را رڼا کړه ، او اشاره یې وکړه چې ځئ ، دغه رقم په مدد چوک کی یې هم موټر ته بتۍ را رڼا کړه ، مګر نور غرض یي ونکړ . نو بیا په دې طریقه ښار ته راغلو او الله تعالی مو نجات په نصیب کړ.

یوه خبره چې باید ویي کړم دا ده چې د کندهار په محبس کې خو یو همدا د سیاسي بندیانو محبس دی ، چې تقریبا ټول طالبان پکښی بندیان وو ، د هغه سره نږدې د توقیف خانې په نامه یو بل جلا بلاک هم شته ، په دې توقیف خانه کې هم زموږ د ملګرو ( طالب بندیانو ) یوه کوټه وه . د دې تونل کیندونکو طالبانو د توقیف خانې هغې کوټې ته هم له همدغه تونله یو جلا تونل ورایستلی و ، چې په دې طریقه الحمدلله د توقیف خانې څخه هم لس پنځلس تنه طالبان ملګري راخلاص شول .

په ښار کې چې د ورځې زه ګرځیدلم ، او یا مې له سیمې نه معلومات کاوه ، تر اتو بجو پورې عسکر نه وو خبر چې بندیان تښتیدلي دي . ځکه تردې وخته په منطقه کې هیڅ تلاشي نه وه ، تر اتو بجو وروسته د دوی منډې شروع شوې ، څنګه چې عسکرو موږ په ورځ کې دوه ځلې شمیرلو یو ځل سهار اته بجې اوبیا ماپښین ، نو زما په ګومان په اته بجې چې دوی سیاسي بلاک ته ورغلي دي ، نوبه یي لیدلي وي چې بندیان نشته ، او تر هغه وروسته یي کوښښ شروع کړ .

ما چې هلته معلومات وکړ په سیاسي بلاک کې یو طالب بندي هم نه دی پاته شوی ، یوازې هلته یوه کوټه وه ، چې په هغه کې لیونیان بندیان وو ، هغه لیونیان پاته شول . نور د سختو مریضانو او زخمیانو په شمول ټو ل بندیان راویستل شول ، حتی دا چې یوتن زخمي بندي چې په پښو کې یې سیخونه لرل ، په تونل کې د مزله په وخت له ډیره درده بې هوښه شو، مګر ملګرو د بې هوښۍ په حالت کې د تونل څخه راویوست او په موټر کې یې انتقال کړ . پای

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *