کمونستان اود قومپالنې غومبر!! — شاهد شفق وردګ

 

کمونستان اود قومپالنې غومبر!!

 

شاهد شفق وردګ

 

پخواني کمونستان هغه چې انسانان به یی ژوندي تر خاورو لاندې کول،هغه چې د عفت نړۍ یی نه منله او حیوان په ډول ژوند یی غوښت،هغه چې ملعون لینن ته به یی سجدې کولې،هغه چې انسانیت یی د وژنو سپکولو ورکولو او دردولو څخه پرته د بل څه شاهد نه وو،هو همغه کمونستان نن د قومپالو په بڼه راووتل هلته او دلته یی خپل سرونه راڅرګند کړل چې د دوی دغه قوم پرستو نظریو تر شا توره کمونستي وحشی نظریه پرته ده او کله ناکله یی د قوم پرستۍ له تیاره ذهنیت سره یوځای بیرون ته راوباسي.

د طالبانو په دوران کښې کمونستانو نسبي لوړتیا وموندله او ځنو یی حکومتي چارو کښې هم لاس درلود دا ښایی په دغه دوره کښې د مجاهدینو په لوري د متوجه تهدیدونو او د مجاهدو ورونو د د غږ د خفه کولو یوه پایله وه او یا هم ښایی په نظامي څانګو کښې د طالبانو له اړتیا څخه راپورته کېده چې ګاونډ هېواد پاکستان هم په دې کښې پوره لاس درلود،په دغه موده کښې کمونستانو ډېر په نغښتلي توګه خپل فعالیتونه تر سره کول،هسی هم موضوع د دوی ټکول نه ووبرخلاف د مجاهدو ورونو او د اخواني نظریی له منځه وړل وو.

په دغه موده کښې د ځنو کمونستانو په لیدلو ښایی حیرت کښې لویدلی وی لویی او اوږدې ږيرې یی درلودې او خورا مومن صفته څرګندیدل زما سترګو ته ځنې ښوونکي ودرېږي چې مونږ به فکر کولو چې دا ښایی ډېر ښکلی مسلمان وي خو چې کله به د دوی سره زمونږ خبرې وشوې نوموړي به د لینن د زیارت قصه هم مونږ ته په خورا خوند وکړله او هغه وخت به وپوهیدو چې نوموړی د کوم نظر خاوند دی.

د امریکایی دولت له راتګ سره سم هغه کمونستان له مکتبونو او کلو څخه ورک شول ټولو نور په ښارونو کښې غوره کورونه درلودل او ځنو ته د پخوانی کمونستي دندې مطابق دندې او ښکلي موتړونه هم ورکړل شول ،څوک هم په پوهنتونونو د استادی دندې ته اوچت شول ،ما یو کمونست پېژاند چې د کمونستانو وخت کشې د خاد به څانګه کښې په فعالیت درلود او د دولت له راتګ سره سم د ملي امنیت په څانګه کښې په دنده وګومارل شو او داسې ډېر نور کسان هم ول چې اوس هم په دولتي څانګو کښې په فعالیت بوخت دي ځکه هغه خلک چې وایی ملي امنیت د کمونستانو ځاله ده تر ډېره حق په جانب دي دا له دې ځایه هم باید پوه شو چې امریکایی اشغالګر ځواکونه هم هغو خلکو ته ضرورت لری چې ضمیر پلورونکي وي او له خدای ج څخه شرم او حیا ونه لری،هر جنایت ته زړه ښه کړي هغه که کمونستان وي او که شورای نظار.

کمونستان په دې پوهیږي چې دوی افغانان هغوره وژلی هغومره ځورولی چې د کمونیزم نوم اوریدو ته هم تیار ندي او لعنت پرې وایی نو له همدې ځایه کمونستانو تر ټولو غوره چاره قوم پرستۍ ته لمن وهل وګڼل او تر دې نامه لاندې یی خانونه غلی کړل.

په دې وروستیو کښې ځنې خاصو ګروپونو هڅه پیل کړه تر څو تر دې نامه لاندې خپلو موخو ته ځانونه ورسوي چې د دوی دا فعالیت لپاره فیسبوک هم په کار اچولی دی لومړی یی د پښتو او پښتنو تر سرلیکونو لاندې او یا د پښتو ژبې لپاره د لیکنو او ستاینو سره سم ګروپونه جوړ کړل او وروسته یی ورو ورو کمونستی نظریو وړاندې کولو ته مخه کړه ان تر دې چې ګڼ شمېر ځایونو کښې د ډاکتر نجیب عکسونه ولګول او د ملی شهید او ملی محافظ القاب یی ورسره زمزمه کول.

یو د دغه ګروپونو څخه د پښتون یون تر نامه لاندې اوس هم په فیسبوک کښې فعالیت لري چې اسلامي مضامینو او د اسلامي شخصیتونو لیکنې هلته نه پریږدي یواځې له قوم پرستی او مادې برستۍ ډکې نظریی خپروي او د ګروپ یوه مسول زما د یوې لیکنې په مقابل کښې را ته وویل چې د لته اسلامي او له جهادي مینې سرشارو لیکنو ته خای نشته مونږ دا ډول فعالیت نه غواړواو زما لیکنه یی لرې کړې وه او زما له غبرګون وروسته یی زه له ګروپه هم وایستلم .

له دې وروسته مې ځنو ځوانانو ته پام شو چې هغوی هم له دغو انځورونو څخه لږ او ډېر اغېزمن شویدي او خپلو صفحو ته یی د یوه کمونست تصویر رارسولی دی.

اوس به دې ته راشو چې ډاکتر نجیب چې کلونه کلونه یی د افغانان ووژل او هغه چې په ډېر ویاړ سره وایی چې د لینن کبیر زیارت مې وکړ او هغه ته د احترام سر ټيټوي څنګه ملی شهید شو؟؟

نوموړی یواځې نجیب نه بلکې نجیب ګاو وو چې د روسی استخبارتی شبکو په مټ قدرت ته ورسېد او په دغه لړ کښې نوموړی له کلونو وروسته ضرورت حس کړ تر څو اسلامي جامه هم واغوندي او په دې ترڅ کښې یی ګڼ شمېر د هغه وخت ځنو دین پلورونکو ډلو څخه هم کار واخیست او د پراخو پیسو په ورکولو یی کوشش پیل کړ تر څو مجاهدینو کښې د ضعیف ایمان لرونکي خلک وپلوري او د غرب او شرق په غوښتنه یی د مجاهدینو په لاس د یوه اسلامي حکومت له تاسیس څخه مخنیوی وکړی مګر د مجاهدینو کلک دریځ په تېره بیا زمونږ د اسلامي نهضت یعنې اسلامي حزب کلکو فعالیتونو تر ډېره د غرب او شرق دغه دسیسه خنثی او د نجیب ګاو منفور رژیم نسکور شو خو غرب او شرق هم دوهم پلان تر لاس لاندې ونیو او د مات کمونست رژیم منفورې څېرې یی د شورای نظار په لمن کشې راټولې کړې او اسلامي انقلاب یی له نورو نوو چلنجونو سره مخ کړ دلته پلانونه د کمونستو جنرالانو وو چې د مسعود او رباني تر نومونو لاندې تر سره شول او دغه دوې منفورې څېرې د کمونستانو د هیلو په محور خورا ښه وڅرخېدل او اسلامي انقلاب یی د کورنۍ جګړې تر نامه لاندې غلی کړ په دغه جګړه کښې اسلامي نهضت خپلې هڅې جاري وساتلی مګر له بده مرغه چې بهرنیو کړیو پر رباني مسعود او د کمونستانو پر دغه ټولي ډېرې لویی پانګونې وکړې او دې ته یی د یوه اسلامي نهضت او کمونستانو د جګړې پر ځای د کورنۍ جګړې نوم ورکړ په داسې حال کښې چې اسلامي حزب له کمونستانو او د نجیب ګاو د منفور رژیم له پاتې شونو سره په جګړه بوخت وو.

د اسلامي حزب او کمونستو ډلو جګړه د طالبانو په راتګ پای ته ورسیده او نجیب ګاو د طالب ځواکونو له لوري په دار وځړول شو دا چې دوی په کومه مفکوره دا کار وکړ پر هغه والله علم

خو دې ته باید پام وکړو په تیره بیا ځوان نسل ته! چې کوم څوک چې لینن یی په خدایی منلی وو څنګه به شهید شمیرل کېږي؟؟ایا ستاسی اسلامیت به تاسی ته اجازه درکړي چې داسی یوه ملعون ته د شهید لقب ورکړی؟؟ایا تاسی خپل لکونه افغان شهیدان له یاده ایستلی شی..؟تاسی یو اسلامي امت یی تاسی له خدایه منکر خلک هیڅکله هم د انسانیت د علمبردارانو په توګه نه شی منلی او ستاسی د ایمان غوښتنه همدا ده .

د کمونستانو په نظریو باید هر مومن ځوان پوه وي او خپل د عظمت تاریخ د لینن د زامنو له لکو څخه وساتي.

د اسلامي انقلاب درپانده شنه بیرغ د رپېدو په هیله

وما نقمو منهم الا ایومنو باالله العزیز الحمید، (البروج)

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *