زرعجم خان باید بښل شوی وای— جګتورن غلام حیدر تندر

 

زرعجم خان باید بښل شوی وای!

 

لیکوال: جګتورن غلام حیدر تندر

لیږونکی: نعمان موند

 

ددې لپاره چې لوستونکي د عنوان په لوستلو سره احساساتي نشي د ځان په هکله وایم چې زه جګتورن نظامی افسر یم له نهو کلونو څخه را پدیخوا د افغانستان د غیورې ملي اردو په لیکو کې دنده تر سره کوم، تقریبا څلور میاشتې وړاندې د ننګرهار ولايت د خوږياڼيو په ولسوالۍ کې د دولت د مخالفینو (طالبانو) لخوا د يوه کمين له کبله مې یوه سترګه او یوه پښه له لاسه ورکړه او اوس په پیښور کې تر درملنې لاندې یم دعا راته کوۍ چې زرتر زره روغ او يو ځل بيا د وطنوالو د ساتنې او خدمت جوګه شم.
او
د موضوع په هکله وايم: اګر چې اوس خبره له خبرې تيره ده زرعجم او ملګرى يې اعدام شوي دي ليکن کيداي په راتلونکې کې بيا همدې ته ورته نورې پيښې مخې ته راشي نو د دې لپاره چې له داسې پيښو څخه زمونږ مشران د دولت او ملت په ګټه اعظمي استفاده وکوي يو څو نقطې عرض کوم.
کله چې څو میاشتې وړاندې د طالبانو درې تنو ځوانيمرګو د کابل
بانک د جلال آباد په سیمییز دفتر باندې برید وکړ د شپیتو تنو څخه زیات زمونږ د ملي اردو او ملي پولیسو افسران او سربازان یې په شهادت ورسول او تر سلو څخه زیات یې ټپیان کړل.
له نیکه مرغه د یادو شوو درې ځوانيمرګو له ډلې څخه دوه تنه یې د
پیښې په ځای کې د ملي اردو د میړنیو سربازانو له لوري ووژل شول او د زرعجم خان په نوم یوتن د جنوبي وزیرستان اوسیدونکی اسیرکړل شو، ده په خپلو اعترافاتو کې وویل: ددې خلکو وژلو خوند روکولو. د ده دې خبرې ټول افغانان په خاص ډول د ملي اردو سربازان ډیر زیات ودردول او د ملي اردو سربازان یې دومره احساساتي کړی وه که چیرې په پاکستان د یرغل قومانده ورته شوې وه نو په هماغه ورځ به ښاغلى کرزي صيب په اسلام آباد کې ناست وه او زرداري به سرخوړلى او يا لاس تړلى د زرعجم خان خواته په کابل کې پروت وه.
راځم دې ته چې ولې بايد زرعجم او د هغې ملګرى قاري مطيع الله بښل شوي
وه؟ آيا په نوموړو باندې د ترحم او شفقت لپاره؟ او که د پاکستان له ويرې؟! او يا د طالبانو د درناوي له کبله؟!! نه هيڅکله نه! ددې يوې خبرې لپاره نه! بلکې پخپل ځان، په خپلې ملي اردو او ملي پوليسو د ترحم لپاره، په خپل ځوريدلي او کړيدلي ملت د ترحم لپاره، د ملي اردو او پوليسو ننګياليو سربازانو ته د احترام او درناوي لپاره!
که لوستونکي لږ له حوصلې څخه کار واخلي او د ليکنې تر پايه راسره پاتې شي کيداي
ټول له زړه څخه دا خبره را سره ومني چې زرعجم خان او ملګرى يې هرومرو او بايد بښل شوي وه.
کله چې زمونږ دريواړو محکمو نوموړو کسانو ته د مرګ د سزا حکم صادر کړ
او ويې ويل چې د ښاغلي ولسمشر له توشيح څخه وروسته به عملي شي ددې خبر پرمهال زه د خپل ښۍ پښې له يوه اپريشن څخه تازه راوتلى وم ډير په تکليف کې وم خو خپل دردونه مې هير شول او ټول فکر مې په همدې موضوع کې مصروف شو، د هيواد روان سياسي، نظامي او اجتماعي حالت ته په کتلو سره ما ويل کيداى ښاغلى ولسمشر صيب دا ځل لدې زرېنې موقع څخه پوره استفاده وکړي عجولانه او احساساتي فيصله ونکړي بلکې داسې مدبرانه اقدام وکړي چې د هيواد ملي مصالح خوندي کړي، خو هى افسوس!
په ډير خواشينۍ سره د يو
ترخه حقيقت په توکه بايد ووايم چې زمونږ مخالفين طالبان د ډير لږو تبليغاتي وسايلو په درلودلو سره سره پدې توانيدلي دي چې له دغسې او دې ته ورته پيښو څخه پوره استفاده وکوي او د ملت زړونو ته لار پيدا کړي او خپلو افرادو اوچته جنګي روحيه او مورال ورکړي په مقابل کې سره لدې چې د ټولې نړي تبليغاتي او نشراتي وسايل زمونږ په خدمت کې دي خو متاسفانه زمونږ د مشرانو د بې غورۍ او ځينو ناسمو کړنو له کبله زمونږ او ملت ترمنځ فاصله ورځ تر بلې زياتيږي، اګر چې ماته د دولت د يوه فعال نظامي افسر په توګه د داسې خبرو کول مناسب نه دي خو خپلو ټپونو او زخمونو ته په کتلو سره او خپلو په لسګونو شهيد شوو افسرانو او سربازانو په را ياديدلو سره او پدې درديدلي او زوريدلي ملت باندې او حتې خپلو د ملي اردو ځوانو سربازانو باندې د ترحم لپاره دا خبرې کوم او دا هسې هوايي خبرې نه دي، که څوک ثبوت غواړي مهرباني دې وکړي اقلا لس ورځې دې له ماسره د ملي اردو په يوه کنډک کې واوسيږي چې هر څه پخپلو سترګو وويني.
د خواشينۍ ځاى دى چې زمونږ د ملي اردو او پوليسو يوه غټه په وسلو مجهزه ډله نشي
کولاى چې د هيواد په غرونو کې اقلا يوه شپه سبا کړي ترڅو ورسره خواکې نږدې نورې امنيتې پوستې نه وي، خو د طالبانو دوه درې کسه په مياشتو مياشتو په غرونو کې اوسيږي، هيڅ د ويرې او خطر احساس نه کوي ځکه چې ملت ورسره همکار دى.
کله چې په
جنګ کې طالبان وتښتي په کلي کې چې په هر کور ورننوزي خپل کور يې دى د کور خلک يې پوره حمايه کوي حتى پردي د بل ولايت طالب ته د خپلو ښځو په منځ کې ځاي ورکوي د دې لپاره چې د خپل کور غړى يې وښيي ترڅو زمونږ شک پرې رانشي، خو زمونږ سربازان چې کله له داسې سرنوشت سره مخ شي نو چې په هر کور ورننوتل په حقيقت کې د طالبانو زندان ته پخپله خوښه وردننه شول بيا يې بيرته راوتل يې نشته يا به لاس تړلي طالبانو ته سپارل کيږي او يا به وژل کيږي.
همدارنګه کله چې زمونږ د ملي اردو او پوليسو د شهيدانو
جنازې خپلو کلو او کورونه ته د دولت تر کنترول لاندې سيمو کې راشي نو ډير ځلې نږدي خپلوان او دوستان ورباندې د جنازې له کولو څخه ډډه کوي او پرې شرميږي، ملا نه پيدا کيږي چې جنازه يې وکوي، پدې ورځې د ملايانو او خلکو قاتي وي، خو که په همدې کلي کې او په همدې ورځ د طالبانو د کوم وژل شوي جنازه راشي بيا به ګورې چې خپلوان خو لا څه کوې بلکې له ليرې ليرې کليو څخه پردي پردي خلک په ډير شوق او وياړ سره د ثواب په نيت جنازې ته رادرومي، او که څوک دا خبره نه مني نو لطفا دې د کابل د بګراميو ولسوالې د ګل احمد پيلوټ د جنازې ويډيو وګوري چې په زرګونو خلکو په څومره شور او زوږ، دولت او امريکا ضد ولولو او احساساتو او پاروونکو شعارونو سره پکې ګډون کړى دى سره لدې چې نوموړى زمونږ د ملي اردو د باتورو سربازانو لخوا وروسته لدې ووژل شو چې زمونږ د څو تنو افسرانو په شمول يې د بهرنيو ميلمه ځواکونو لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.
مطلب دا چې زمونږ د مشرانو د ناسمو پاليسيو، غلطو کړنو او
بيغوريو له کبله زمونږ په خلاف د طالبانو مړي او ژوندي دواړه د ملت په وړاندې محترم او د قدرمن دي.
پداسې حال کې به بيا زمونږ ميړني سربازان په کومه روحيه او کومه
انګيزه وجنګيږي، يقين مو وشه چې زمونږ د اکثرو سربازونو اردو ته د راتګ يواځينۍ موخه اوهدف خپل اهل او ايال ته د يوې مړۍ ډوډۍ پيدا کول دي او بس، سره لدې چې د يو مسلمان جنګيالي لپاره دا تر ټولو خسيس او سپک هدف دي او د داسې هدف درلودونکي انسان هيڅکله له داسې خلکو سره مقابله نشي کولاى څوک چې خپل هدف ته درسيدلو په لار کې په ځان پورې بمونو تړلو او انفجاري واسکټونو اغستلو ته تياريږي بلکې پدې لار کې وژل کيدل د ځان لپاره تر ټولو ستر او لوى هدف ګڼي.
پدې هکله د ښاغلي بوش وينا را په
زړه شوله چې ويل يې: طالبان او القاعده داسې شرير خلک دي چې په وژلو ويريږي نه، بلکې لا خوشاليږي پدې تمه چې جنت ته به ولاړ شي، ښاغلي بوش زياته کړه: خو زه ورته وايم چې تاسې هيڅکله نشئ کولاى چې جنت ته ولاړ شۍ ځکه تاسې د بې ګناه خلکو قاتلان ياستۍ.
زمونږ د چارواکو لخوا خپلو سربازانو ته د روحيې ورکولو او ځان ته د ملت
د زړونو د راښکلو تر ټوله غټه هڅه داده چې دا پوره لس کاله همدا دوه درې خبرې دي چې هر مشر او کشر يې زمزمه کوي: طالبان د پاکستان د آى ايس آى ايجنټان دي، پنجابيان دي، وزيرستانيان دي، د عامو افغانانو دښمنان دي، د وطن د امنيت خرابوي.
دا خبرې
د يو څه وخت لپاره کيداى شي څه نا څه ګتورې وي، نه د ټول عمر لپاره، آخر دا ملت خو واښه نه خوري چې مونږ هر څه ورته وايو دوى به يې مني، پداسې حال کې چې نه يې د پنجاب ټانګ ليدلى دى او نه کومه طياره چې د دوى کورونه يې ور نړولي وي، نه يې د طالبانو په څنګ کوم پنجابى تورمخى عسکر ليدلى دى چې د دوي پلار ورور يې ور وژلى وي، خو بلمقابل زمونږ تر څنګ د نړۍ قسما قسم کافر عسکر ويني، هره لحظه د خارجيانو طيارې او ټانګونه ګوري چې د دوى کورونه ور ورانوي بچيان يې وريتيمانوي، خويندې ميندې يې ورکونډوي، سپين سرې محترمې ښځې يې په سپيو ورته داړي، او په مخنيوي کې يې زمونږ ولسمشر خبرې کوي خو په عمل هيڅ نه کوي او يا کولاي يې نشي، لدې ټولو سره سره بيا هم زمونږ مشران فکر کوي چې ملت زمونږ په خبرو باور کوي، مونږ ته د خپلواک دولت او طالبانو ته د پنجاب د مزدورانو په سترګه ګوري، هماغه د فضل احمد معنوي صيب خبره ده چې اين همه خيال است ومحال است وجنون!

بيرته خپلې اصلي موضوع ته راځمه: که د دې دووتنو ځوانيمرګو د اعدام ګټو او تاوان ته ځيرشو نو تاوان يې تر ګټې څو چنده زيات دى خو په ډيره خواشينۍ سره يو ځل بيا وايم چې زمونږ چارواکو تل خيالي او وهمي ګټو ته کتلي دي او ښکاره تاوان باندې يې سترګې پټې کړې دي، له همدې امله هيواد اوس داسې بحراني حالت ته رسيدلى دى چې له ټولو څخه يې لاره ورکه کړې ده.
څرنګه چې په هيواد کې يوې خواته د سولې هلې ځلې
روانې دي، د سولې عالي کميسيون جوړ شوى دى په مليونونو ډالرو بوديجه ورته خاص کړل شوې ده او حتى زمونږ بهرني ميلمانه او د هغوي په سر کې امريکا هم اوس په جدي ډول سولې او مذاکراتو ته ليواله ښکاري، پخوا به يې مونږ له طالبانو او په ځانګړي ډول د هغوى له مشرانو سره خبرو او مذاکراتو ته نه پريښودلو اوس پخپله امريکا مستقيما له ملا عمر سره د مذاکراتو لپاره واسطې لټوي، له تور لست څخه د طالبانو نومونه وباسي.
بل لوري ته د دولت مخالفينو د سولې په دې خبرو شک څرګند کړى او هسې يوه دوکه يې
ګڼي او د بدر په نامه يې خپل پسرلني عمليات پيل کړي دي او د زرعجم خان اعدام ته ورته داسې انګيزه لرونکو پيښو په لټه کې دي چې په تبليغولو سره يې خپلو افرادو ته د جنګ نوې روحيه ورکړي.
د دې ټولو خبرو په پام کې نيولو سره ويلاى شم چې د زرعجم
خان او د ورسره ملګري نه اعدامولو او بښلو يو لړ حياتي او اساسي ګټې درلودې چې په لنډو ټکو کې يې بيانوم:
١
د دولت لخوا د خپلو لسګونو عسکرو د داسې غټو قاتلانو بښلو ملت ته دا ثابتوله چې دولت په رښتيا سره سولې ته ليواله دى اوغواړي يې، او پدې کار سره د ملت زړونه په ډيره آسانۍ سره دولت ته مايله کيدل.
٢
څرنګه چې له نوموړې پيښې څخه مخکې او وروسته بهرنيو ميلمه ځواکونو څو څو ځله زمونږ په اردو او پوليسو ناتاره بمباري کړيده او يو ځل يې هم د پيښې عاملين عدالت ته راکش کړي نه دي نو د دې دوو تنو بښل هغوى ته يو نوع سرزنش وه.
٣
څرنګه چې د وزيرستان خلک د طالبانو مهم خواخوږي او مرسته کوونکي بلل کيږي، د رزعجم خان په بښلو سره له طالبانو سره د هغوى مينه څه نا څه کميدله او زړونه يې زمونږ خواته را اوښتل او يا اقلاَ زمونږ په وړاندې خو يې دښمني نوره نه زياتيدله، ځکه انسان د احسان تابع دى.
٤
لکه مخکې مې چې وويل: طالبان خپلو افرادو ته د نوې روحيې ورکولو لپاره د داسې انګيزه لرونکو پيښو په لټه کې وه، د دې ځوانيمرګو په بښلو سره د دوى د دغو هڅو مخه څه ناڅه ډب کيدله، او حتې کيداى شي پدې سره د ځينو طالبانو زړونه هم دولت طرف ته مايل شوي وه او که نه اقلا زمونږ په ضد احساسات خو به يې ډير نه را پاريدل.
٥
د مخکنيو دوو ګټو او د طالبانو لخوا د انتقامي حملو د خبرداريو په نظر کې نيولو سره ويلى شو چې د نوموړو په بښلو سره زمونږ د سترې محکمې قاضيان او د ملي اردو او پوليسو سربازان د طالبانو له اننقامي حملو څخه خوندي کيدل، اوس خداى خبر دى چې د دولت مخالفين به د دې ځوانيمرګو د انتقامي حملو په ترڅ کې نور څومره د دولت منسوبين را شهيدان کړي؟!
اوس راځو د ځوانيمرګو د اعدام او نه بښلو زيانونو ته چې د همدې
پورتنيو ګتو له لاسه وکول پخپله تر ټولو غټ زيانونه دي چې د اعدام په صورت کې يې متحمل کيږو او د دې ترڅنګ لاندې منفي اثرات هم دلوداى شي:
څرنګه چې د ننګرهار
والي شيرزي صيب په نوموړې پيښې کې په زغرده د پنځه ديرش دولتي عسکر شهادت ومنلو او همدارنګه د شهيدانو کورنۍ هم خپل شهيدان پيژني چې دولتي عسکر وه نه عوام، خو ددې ټولو خبرو سر بيره بيا هم زمونږ دولت په نوموړي پيښه کې ټول شهيدان عام خلک وښودل او د زرعجم او د هغه د ملګرى د اعدام سبب يې هم د عوامو ملکي افرادو وژل اعلان کړل پدې کار سره زمونږ د ټولو سربازانو زړونه مات او خوابدي شول او زمونږ دښمن ته نور هم زمونږ د سرتيرو په وژلو کې جرات ورکړل شو ځکه پدې شکل او دې بانې سره اعدامول پخپله ددې مانا ورکوي چې د دولتي سرتيرو او منسوبينو وژل د قانون له مخې داسې ګناه نه ده چې څوک دې پرې اعدام شي.
لدې څخه مخکې هم ډير ځلې زمونږ د سرتيرو مشهور
قاتلان نيول شوي، دولت ته سپارل شوي، خو پرته له کومې جزا ورکولو بيرته خوشې شوي دي، ما پخپله شخصا اوه تنه د دولتي عسکرو غټ غټ قاتلان چې مونږ ته يې پخپل جرم اعتراف هم کړى دولت ته سپارلي دي چې يو يې نه اعدام شوى او نه په حبس محکوم شوى دى، بلکې بيرته خوشې شوي دي او زما د کره معلوماتو په اساس هغه اوه واړه اوس بيا زمونږ په مقابل صف کې جنګيږي.
اوس دولت ته پکار ده چې پدې هکله زمونږ د سربازانو
انديښنو ته معقول جواب ورکړي او کنه کيداى شي چې زمونږ په ليکو کې د طالبانو نفوذ نور هم پراخ شي.
د نوموړو ځوانيمرګو د اعدام يو څه ګتې هم شته لکه د عدالت
تامينول او د پيښې د قربانيانو د کورنيو خوشالول، خو زما په اند دا ګټې د پورته ذکر شوو ګټو په مقابل کې ډير سطحي او يا اصلا ګټې نه دي، ځکه تنها د دې دوو تنو په اعدام سره عدالت نه تامينږي بلکې لازمه خو دا وه چې لدې اعدام څخه مخکې د کابل بانک غله او ډاکوان عدالت ته راکش کړل شوي وه چې د زرګونو انسانانو وينې يې څښکلي دي، وايي: چې غريب مړ که خو مال يې ترې مه اخله.
او د شهيدانو د کورنيو په هکله
بايد ووايم چې مونږ له دوى سره پدې غم کې ځان پوره شريک ګنو او شخصا ما خو په همدې پيښې کې نهه تنه ډير نږدې او خواږه ملګري او دوستان له لاسه ورکړل چې ټول يې په اردو کې افسران وه، د هغوى کونډې او يتيمان هيڅکله نشم هيرولاي او دې کې شک نشته چې پدې اعدام سره به د دوى او زمونږ زړونه يو څه يخ شوي وي، خو زه وايم چې بايد دولت د دوى د دايمي خوشالولو کوښښ وکړي يعنې په وطن کې سرتاسري سوله او آرامي راولي او د يتيمانو او کونډو پوره سرپرستي وکوي د کور مکمل مصارف ورته ورکړي.
په پاى کې زه
له خپلو ټولو د دولت مشرانو او کشرانو، خپلو دوستانو او خواخوږو ته په ډير ادب سره عرض کوم که چيرې له ما څخه د دولت د مشرانو په هکله کومه ګستاخي شوي وي او يا مې کوم پټ راز افشا کړى وي هيله ده ترې را تير شئ او بښنه راته وکوئ او ځما دا د زړه ناخوالې د دوستانه مشورو په توګه واورئ او د عملي کولو هڅه يې وکړئ.
او يوځل
بيا له ټولو دوستانو څخه هيله کوم چې د زړه له اخلاصه راته دعا وکوئ تر څو زر تر زره له خپلو ټپونه څخه روغ شم او بيرته خپلې دندې ته ستون شم.
بريالى دې وي د
افغانستان اسلامي دولت او د ملي اردو او پوليسو زړور سربازان او افسران.

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *