د امریکا څیری جیب ! — ډاکټر نثار احمد صمد

 

 

بسم الله الرحمن الرحیم

 

د امریکا څیری جیب !

 

لیکوال : نثار احمد صمد

 

دا یو تریخ حقیقت دی چی د استعمار نوې طریقه ( یعنی پوځی نیونه ) د پخوا برعکس نن زیانمنه تمامیږی . پخوا چی به استعماری ځواک یو هېواد ونیوﺉ ، نو د هغه ځای شتمني او ثروت به د استعمارګر مالکیت سو . خو نن دا معامله برعکس ده . نن چی یوازینی استعماری طاقت هر ځای پوځونه ولیږی ، نو هغه یې د اوږو بار سی . یعنی فتح سوي منطقې یا هېوادونه څه نه ورکوی بلکی ځنی غواړی یې . ځکه نو امریکا چی هر هېواد نیولی ( مثلأ افغانستان او عراق ) ، هلته په بلیونونو ډالره ضایع کوی . په بل عبارت ، پخواني استعمار به ورڅخه وړل ، خو نننیً استعمار یې وروړی !

 

هغه لوی عاید چی له افغانستانه وړل کیږی ( لکه مخدره مواد او هیرویًن ) لویدیځه نړۍ رنځوره او زیانمنوی . او هغه لوی عاید یا ګټه چی له عراقه وړل کیږی ( لکه تیل ) د لویدیځ لپاره د پارافینو رول لوبوی او تر ګټی یې زیانونه ډیر دي ، یعنی د هر امریکایی جیب یې تش او بانکی حساب یې کښېکښلی دی خو صرف یو څو ملیونران یې بلیونران کړل .

 

که لږ څه شا ته ولاړ سو ، نو و به ګورو چی د ساړه جنګ تر ختمېدو وروسته هر څه بدل سول خو امریکا بدله نسوه ( د وارسا تړون وشوړېد ، شوروی اتحاد ونړېد ، منځنۍ آسیا آزاده سوه ، چین سرمایداري سو… ) خو امریکا هیڅ مثبت بدلون و نه موند چی له امله یې سخت زیان وکړ .

 

کله چی د ساړه جنګ څخه وروسته د امریکا پښه خلاصه سوه ، نو دنیا ته راووته او په لس ګونو هېوادونو ته یې پوځیان ولیږل . خو چین په مقابل کی څه وکړه ؟ چینایی اموالو او اجناسو بیا امریکایی بازارو ته مخه کړه . یعنی امریکا دلته راغله خو چین هلته ورغی . لومړنی د پوځي پلوه خو دوهمی د تجارتی پلوه .

 

امریکا چی راووتله نو پر پاناما ، هایتی ، عراق ، سومالیا او بوسنیا باندی یې حملې او بم ورۍ وکړې ، کویټ یې آزاد کړ ، افغانستان یې اشغال کړ ، پر عراق یې دوهم برید وکړ او لیبیا یې وځپله . اوس د کوم بل نوي جنګ ( خصوصأ سوریې یا ایران پر ضد ) برېتونه تاوووی او چمتوینه نیسی .

 

امریکا په یوازی سر دومره پوځی مصرف کوی چی په لیست کی ورپسې لس هېوادونه یې په مجموعی توګه هم نه کوی . امریکا همدا نن په افغانستان کی څه کم سل زره پوځیان ، په عراق کی ۵۰ زره پوځیان ، په کوریا کی ۲۸ زره ، په جاپان کی ۳۵ زره ،او په جرمنی کی هم ۵۰ زره پوځیان لری . دا ولی ؟

 

بلخوا ، پنتاګون په ۳۸ هېوادو کی ۷۱۶ ( ښکاره ) پوځی اډې لری ، چی د پټو اډو په شمول تر ۱۰۰۰ هم اوړی . امریکایی پوځیان همدا نن په ۱۴۸ هېوادو او ۱۱ نا خپلواکو سیمو کی مستقر دي . د پنتاګون بودجه د ټولو ضمنی او ضمیمه ای لګښتونو په شمول د کاله تر یو ټریلیون ډالرو هم اوړی چی دا خورا ستر مبلغ دی ( مثلأ : که په هره ثانیه کی یو ډالر مصرف کړو ، نو ۳۱۰۰۰  کاله به وغواړي چی دا یو ټریلیون ډالره ختم سی . یا دا چی : که دا مبلغ په لویو تجارتی کانټینرونو کی و اوډو ، نو دا یو ټریلیون ډالره به په ۱۶۸ کانټینرونو کی ځای سی . ) خو دا دومره ستر مبلغ د امریکا صرف یو کلنه پوځی بودجه ده حال دا چی هیڅ خطر یې نه تهدیدوی .

 

په هر صورت ، د امریکا نوم او حیثیت څو کړنو متأسفانه له مځکی وهلی دی ، مثلأ :

۱ ـ هر ځای ( په خپله خوښه یا پریکړه ) د امریکا پوځی شتون ؛

۲ ـ د امریکا مسلسل او نه ختمېدونکي جنګونه او د هغو ناوړه پایلی ؛

۳ ـ د مستبدو او غیر دیموکراتیکو رژیمونو او دیکتاتورانو څخه بې دریغه ملاتړ ؛

۴ ـ په زوره د غربی دیموکراسۍ او « ارزښتونو » صادرول ؛

۵ ـ د ناخوښه رژیمونو ړنګول او د ګوډاګیو رژیمونو نصبول او په وچ زور « مشروع! » کول ؛

 

همدا علت دی چی مصارف هم سریعأ ورسره ډیریږی او د امریکایی ولس جېبونه څیریږی . امریکا هر کال د جاپان ، چین ، اروپا او خلیجی دولتونو څخه په سل ګونو بلیونه ډالره پور اخلی . امریکا همدا نن ۱۴٫۳ ټریلیونه ډالره پوروړې ده چی تاریخ یې سارﺉ نلری . که دا پور پر ټولو امریکایانو وویشو ، نو هر امریکایی به ۴۲۵۰۰ ډالره پوروړی وی چی خلاصون یې نا شونی دی .

 

آیا د نوموړو دولتونو څخه پور اخیستل بیرته همدا هېوادونه ساتی ؟ آیا د چین څخه پور اخیستل بیرته د چین پر ضد د آسیا دفاع کوی ؟ آیا د ټولی نړۍ څخه د پور اخیستل په دې معنی چی په هماغه پیسو ټوله نړۍ وساتي ؟ آیا دا هر څه یو د بل سره معکوسأ متناسب نه دي ؟

 

که صرف افغانستان مدنظر ونیسو ، نو امریکا دلته د میاشتی لس بلیونه ډالره ضایع کوی . مشهوره امریکایی ورځپاڼه « نیویارکر » لیکی چی په افغانستان کی یو امریکایی عسکر د ورځی ۸۳ لیټره ( یعنی ۲۲ ګیلنه ) تیل مصرفوی چی یو ګیلن په ۴۰۰ ډالره ورته تمامیږی . په دې هېواد کی ۹۸ زره امریکایی پوځیان جنګیږی چی یوازی د تیلو له درکه هره ورځ ( ۸۶۲ ) ملیونه ډالره مصرفوی . هر امریکایی عسکر په افغانستان کی د کاله یو ملیون ډالره لګښت لری چی ټول زور یې د امریکایانو تر جیبونو وزی خو په عوض کی یې دښمنان تولیدیږی .

 

د سي آی اې یو سیمه ییز مدیر ( جان سټاک ویل ) وویل چی : « د امریکا د پوځی ماشین د چلېدو لپاره د دښمنانو شتون لازمی دی . » ورځپاڼه دوام ورکوی چی پوځی قوماندانان په دې رایه دي چی افغان جنګ ګټونکی نه دی بلکی تروریزم او ښورښ ته نور سېک هم ورکوی . هغوی زیاتوی چی دا جنګ ګټونکی نه دی او بایلونکی هم نه دی بلکی پایښت لرونکی او اوږد دی چی منفی اغیزې به یې مستقیمأ امریکایانو او افغانانو ته متوجه وی . دا ځکه چی یو لورﺉ اشغال نه ختموی او بل لورﺉ هم مقاومت ! والسلام ، ( ن . صمد )  

   

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.