واشنګټن څنګه بې ثباتي ایجادوی؟ — ډاکټر نثار احمد صمد

 

بسم الله الرحمن الرحیم

 

واشنګټن څنګه بې ثباتي ایجادوی؟

 

لیکوال : نثار احمد صمد

 

امریکا په دوو هیوادو ( افغانستان او عراق ) کی نیغ په نیغه جنګیږی ، خو په درو نورو هیوادو ( یمن ، پاکستان ، سومالیا ) کی بیا محدودي او وقفه ای حملې کوی ، حالات پسی ورانوی او دښمنان تولیدوی .

 

د بوش په وروستیو شپو ورځو کی امریکا د نړۍ په ۶۰ هیوادو کی « خاص کوماندویی پوځیان » مستقر کړي وو. اوباما هغه نور هم ډیر کړل . تیر کال واشنګټن پوسټ راپور ورکړ چی اوس په ۷۵ هیوادو کی امریکایی «سپیشل فورسز» ځای پر ځای دي . د روان کال په ختمیدو سره به دا شمیر ۱۲۰ هیوادو ته ورسیږی .

 

امریکا همدا نن په شپږو ناامنو او بې ثباته هیوادو کی په منظم او وقفه ای جنګ اخته ده چی هغه افغانستان ، عراق ، لیبیا ، پاکستان ، یمن او سومالیا دی . واشنګتن په دې توګه نوموړي هیوادونه نور هم پسی بې ثباته او نا امن کوی . له دې نه علاوه ، امریکا د سیمی په لاندنیو اسلامی هیوادو کی پټی او ښکاره پوځی اډې هم لری چی سخت حساسیتونه یې راپارولي دي : افغانستان ، بحرین ، جیبوتی ، عراق ، کویټ ، عمان ، قطر ، سعودی عربستان او متحد عربی امارات . واشنګټن په لوی لاس دا هیوادونه ښه پسی بې ثباته کوی .

 

په هر صورت ، امریکا د تیرو شلو کالو راهیسی ، یعنی د شوروی تر مړینی وروسته د درو غټو او عمده انګیرنو په خاطر جګړې جاری ساتلي دي :

 

لومړی ـ چی خپل پوځی صنعت ( یعنی ستر وسله جوړونکي شرکتونه ) برحال او فعال وساتی .

ځکه ، دغه ستر شرکتونه د امریکایی ملیټریزم د ملا تیر جوړوی او ستر عاید ګټی ( یوازی تیر کال صرف لسو دغو کمپنیو ۳۳۰ بلیونه ډالره ګټلی دي ) . هغوی د واشنګټن بهرنۍ تګلارې ، پوځی تګلارې او جیو ستراتیژۍ ته لورﺉ ورکوی . همدوی دي چی نن یې د امریکا بهرنۍ تګلاره د « سیاسی » څخه « نظامی » حالت ته اړولې ده . هغوی وسلې تولیدوی ، هغه پلوری ، هغه کاروی یعنی جنګونه پیښوی ، دښمنان تولیدوی ، نړۍ غموی او له دې درکه لوی عاید ګټی . امریکا د ټولی نړۍ تر نیمایی زیاتی وسلې یوازی صادروی . د هغو ۲۷ شخړو او جګړو څخه چی په ۲۰۰۶ ـ ۲۰۰۷ کی په نړیواله سطح جاری وې ، ۲۰ یې په هغو وسلو او پوځی روزنه سره کېدې چی امریکا تهیه کړي وو . نو ځکه د دغو کمپنۍ والو سیورﺉ پر سپینه ماڼۍ او کانګریس باندی تل خپور وی .

 

دوهم ـ چی د « انرژۍ منابع » تصرف ، کنټرول او خپلی کړی .

ځکه ، ۱۴ خورا لوی امریکایی نفتی شرکتونو او د پایپ لاین غځولو سترو کمپنیو یوازی تیر کال ۱۰۵۷ بلیونه ( یعنی یو ټریلیون او ۵۷ بلیونه ) ډالره عاید ګټلی دی . هغوی د امریکایی صنعت ، منفعت او مصروفیت بنسټ جوړوی . هغوی حکومت ته لویه مالیه ( ټکس ) ورکوی او زیاتره سیاست وال په هغوی پوری اړه لری . دغه ۱۴ نفتی ستر شرکتونه د امریکایی کپیټلیزم هسته جوړوی . دغه کپیټلیزم د پورتني ملیټریزم سره په ګډه عمل کوی او مشترکأ د امریکا بهرنۍ تګلارې ته لورﺉ ورکوی . د دې دوو ډلو اییتلاف « پوځی ـ صنعتی مجتمع » نومیږی چی په ګډه نړۍ نا امنه او بې ثباته کوی . دغه نفتی ستر شرکتونه د سترو بانک والو ، پانګوالو ، پوځی او سیاسی چارواکو تر منځ کړۍ یا اتحاد تأمینوی .

 

درېیم ـ چی امریکایی تفوق تحمیل کړی .

ځکه ، امریکا ځان ( نعوذ باالله ) یوازینی ، مطلق ، بې جوړې او بې سارﺉ بولی ( که هغه مدنیت ، آزادۍ ګانی ، دیموکراسي یا ترقی ده او که ځانګړﺉ نبوغ ، اخلاقی معراج ، طاقت ، ثروت ، تر ټولو ښه والی او یا هم جغرافیوی عالی دریځ او نور دي…. ) همدا علت دی چی امریکا ځان د نړۍ د ټولو هېوادو څخه ماسېوا او مستثنی بولی . د ټولو سمونونو او ښه چارو مسؤلیت ځانته راجع کوی . سناتور جیسی هلمز آن په ۱۹۹۶ کی لا داسی ټینګار کاوه : « موږ د ټولی نړۍ د ثقل مرکز یو او باید همداسی ثقلی مرکز پاته سو . امریکا باید ټول جهان رهبری کړی او د قانون او اقتدار اخلاقی ، سیاسی او پوځی مشعل باید په لاس کی ولری او په سر تر پایه ټوله نړۍ کی ګردو هېوادو ته یوازینۍ نمونه وی . » دا لا څه ، آن کله کله په افراط او اغراق آمیزه توګه ادعا کوی چی خدای زموږ پر خوا دی او په اصطلاح د نړۍ لارښوونه یې همدا موږ ته سپارلې ده !

 

بس د همدې درو لویو او عمده انګېرنو د اتحاد په نتیجه کی امریکا هر « ښه » او « بد » پخپله ارزوی ، په اړه یې فیصله کوی او هغه کله په خپل سر او کله هم د خپلو « سیاسی » یا « پوځی » ملګرو په کارولو سره تحمیلوی . ځکه نو ساحه پر ساحه ، منطقه پر منطقه او قاره پر قاره د امریکایی تشدد ، تیریو ، مداخلو او جګړو په منګلو کی راګیریږی .

 

د هری سیمی او هری منطقې نا امنی ، نا آرامی او بې ثباتی د پورتنیو درو اصلی فکټورونو د اتحاد محصول دی .  که هغه پخوا ویتنام و یا کوریا ، که فلپین و یا اندونیزیا او که نن فلسطین دی یا عراق ، که لبنان دی یا سوریه ، که افغانستان دی یا پاکستان او که په مجموع کی عرب دی یا عجم .

 

نو دا چی امریکا سیمی ته « تشریف » راوړي ، رژیمونه بدلوی ، ګوډاګیان واکمنوی ، جنګسالاران او ظالمان پالی ، یرغلونه او جنګونه کوی ، نفتی سیمی او منابع خپلوی ، یا چین په عذابوی ، روسیه محاصره کوی ، ایران تجرید ، تحدید او تهدید کوی ، افغانستان اشغالوی ، پاکستان ته جنګ صادروی ، منځنۍ آسیا او کسپین خپلوی…. دا ټول د واشنګټن د « لوی هدف » د تأمین ستراتیژیکی ګامونه دي نه اصلی هدفونه . « لوی هدف » هماغه د پورتنیو درو عمده انګېرنو د اتحاد ثمره او میوه ده چی مختصرأ وشنل سوه . خو « ثمره » د پس لګد په توګه منطقوی بې ثباتي او نا امني هم ورسره لری نو ځکه علت او معلول یو د بل سره مستقیم تناسب پیدا کوی او منطقه پر منطقه د نیکمرغۍ څخه بدمرغۍ ته درومی .

 

واشنګټن اصلأ علایم تداوی کوی نه علت . دیموکراسي د سوټی په زور نسي راتلای او نه هم تروریزم په تروریزم سره محوه کېدای سی . اسلامی نړۍ په عام ډول او افغانستان په خاص ډول د بل چا د ګناه پر ځای د یو بل ګنهکار لخوا د خپلی بې ګناهۍ په سزا محکوم دی . په دې سره د نورو جنګ تروریزم خو د دوی تروریزم په ساده ډول جنګ بلل کیږی . ځکه نو « سر پیټر اوستینوف » څه ښه ویلی چی : « تروریزم د بېوزلو جنګ دی ، او جنګ هم د شتمنو تروریزم دی » ! والسلام ( ن . صمد )    

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *