بن که د هیواد پلورونکو پنډغالی — شاهد شفق

 

بن که د هیواد پلورونکو پنډغالی

 

شاهد شفق

 

څو کلونه وړاندې لومړی بن د هیواد د خپلواکۍ پر خپه شوی مرۍ باندی د افغان هیواد پلورونکو له لوری هم لاسلیک شو او په دی ډول هغه ډلی چی له روس ایران هند او امریکا سره تړلی وي په یوه خوله د بن تر سرلیک لاندی د اسلام او افغان ولس په ضد په یوه صلیبی صف کښې راټولی شولی.

تر دی مخکې دغه ډلی تیت پرک وی او کوم داسی وجود یی نه درلود ،روس او ایران پلوو ډلو او کمونستانو ځانګړی تشکیلات درلودل او غربیان بیا له دوی څخه بیل وو خو امریکا په دی وتوانیده چی د روس او ایران او نورو غلامان له امریکایی غلامانو سره اوږه په اوږه ودروی او د مجاهد ولس په ضد یی وجنګوی.

دا له یوه لوری د اسلامی انقلاب یو ډېر حساس پړاو وخوت چی ټول منافقین او دوه مخی څیری یی د اسلام د لاری د مجاهدینو او د جهاد له سنګرونو څخه وایستلی ،که نه وی تاسی فکر وکړی چی ملت ته به ګرانه نه وه چی دغه ټولې مغشوشی څیری په تیره بیا کومی چی د کورنیو جګړو په ترڅ کښی یی ځانونو ته نوی نوی رنګونه او نومونه اخیستی وو وپیژنی او هغوی له ملمع شویو بڼو څخه راوباسی ؟

خو د تقدیر په پیرزوینی دا د ی نن هغه ډلی چی اسلام یی خپل سرلیک ګرځولی وو چی د اسلام په نامه یی د ملت وینی څښلی چی د مجاهد کلمه یی خپل مورنی غوندی حق ګڼلو د صلیبیانو په غیږه کښې پرتی دی ،نن یی خپل ایمانونو او ضمیرونه په څو ډالرو څومره ارزانه وپیرل؟څومره زر د الله له لاری د الله د لاری له سنګرونو ووتل ؟

ومولیدل چی څوک مخلص او څوک دوه مخی ول؟

څوک وو چی د قدرت لپاره جنګیدل څوک وو چی د افغان جهاد او شهیدانو هیلی یی په روسانو وپلورلی؟ نن ټولو ته څرګند شول چی هغوی چی د قدرت تلوسه درلوده هغوی چی د غلامۍ حس درلود نن یی د قدرت او ډالر د لاسته راوړلو لپاره د غرب له غلامۍ څخه مخ ونه ګرځولو.

هغه جهادی لوی سپین ږیری رهبران،هغه حضرت صبغت الله مجددی چی د امریکایی دولت لپاره د استخاری چاري پر مخ بیا یی ،هغه ربانی چی اخر په دې لار کښې او د صلیبیانو په چوپړ کښې ومړ او شیخ الحدیث سیاف صاحب کوم چی له کفارو څخه یی خپلی جامی ساتلی او سخت ویریدو هسی نه د کفارو کوم ګرد پر ده ولویږی نن له کفارو سره غیږ په غیږ دی.

د شورای نظار ټول واړه او زاړه چی ځانونه د اقلیتونو د حقوقو مدافعین هم ګڼی او تر دی سرلیک لاندی یی داسی نارواوی وکړلی په تیره بیا د غلا په چارو کښې یی ټول بین المللی غله مات کړی دی او د خیانت او هیواد پلورنی په انډوخر کښې صلیبیان هم د دوی بی همتی ته ګوته په غاښ دی.

ایران پلوې شیعه ډلی چی ځانونه د امام حسین وارثان هم ګڼی د امریکا په غلامۍ کښې ثابت قدمونه ایښودل دوی خپلی ګټې هم له نظره ونه غورځولی او د ایران په غوښتنه یی د صلیبیانو بشپړ ملاتړ وکړ.

د لومړی بن پایله له وژنو ورانولو او په افغانستان د مفسدو او لعینو شخصیتونو له واکمنۍ او د هغوی په لاس د ملی ګټو له چور او چپاول پرته بل څه وه ؟

په دغه ټولو څو کلونو کښې څومره افغانان ووژل شول ؟څومره زخمی او معیوب شول ؟؟

په تیره بیا د هیواد په جنوب کښی په هر کور کښې یو درد او غم پرېښود او هره کورنۍ یی وژړوله او موجود تعلیمی سیستم یی هم له منځه یووړ په داسی حال کښې چی ځنی برخو کښی د ځنو لږکیو په ګټه کار وشو دا له یوی مخی د تعلیم او پوهی په کچه یوه داسی ناروا ده چی نتایج به یی خورا دردونکی وی.

لومړی بن له خپلو ټولو نارواو ظلمونو او وحشتونو له ناکامی سره مخ شو سره له دی چی غرب په خپلو غلامانو لاسپوڅو او مزدورانو باندی پراخ مصارف کول او په ملیونونو پیسی یی ورباندی خرڅی کړلی خو بیا هم ونه توانیدل چی افغان ملت په دغو لنډه غرو سرکوب کړی او د خپلواکۍ حس یی له منځه یوسی.

دوی نه پوهیدل چی دا خاوره د اتلانو او د خپلواکۍ د مخکښانو پالونکی ده.

ښایی د روسانو د ماتی کیسه یی له یاده وتلی ،ښایی ګورباچوف به ورته نه وی لیکلی او دوی به نه وی لوستلی

له دی ټولو باید دې پایلی ته ورسیږو چی غلامان او لاسپوڅی د ملتونو سرنوشت د ټاکلو وړتیا نه لری او هربن به ورته پایلی لری او صلیبی وحشی ځناور به حتما ماته خوری او زمونږ ملت به حتما د خپلواکۍ جګړه ګټی!

په همدی موده کښی حزب اسلامی افغانستان د هیواد بحران د ختمولو لپاره د کابل منفوری اداری او دخیلو اړخونو ته یوه طرحه د میثاق تر نامه لاندی وړاندی کړه تر څو دغه غمیزی ته د پای ټکی کیږدی

مګر داخلی او بهرنیو جګړه مارانو کوم چی د جګړی څخه زیاتی ګټې تر لاسه کوی د دغه طرحی او وړاندیز مخالفت وکړ ځکه دوی پوهیدل چی د جګړی د اور په مړ کیدو سره نور د دوی چور او تلان دوره د دوی د قدرت دوره له منځه ځی او واک د ملت لاس ته لویږی.

دا دی په دی لړ کښې دوهم بن یا د هیواد پلورونکو دوهم ځل را غونډیدلو شاهد شولو په دغه بن کښې د غلامۍ د تړونونو له سره تازه کول او د صلیبی بادارانو څخه لاسپوڅو ته په سیمه کښې د پاتی کیدلو ډاډ له ورکولو پرته بل څه لاسته راوړنه نه لری.

که دوی واقعا د افغانستان د راتلونکی په اړه اندیښمن وی او یا یی د قضیی حل غوښتلی نو مخامخ به یی د ملت له سرتیرو د ملت له مدافعینو د ملت د خپلواکۍ د سنګر له اتلانو او د ملت له نازولو مجاهدینو سره خبری کړی وی او هغوی سره به یی د افغانستان په هکله وروستی پریکړه کوله .

مګر غرب په لویه اشتباه کښې پریوتی او ښایی چی د هر نوی بن ماتیدل د دوی په زړه کښې د شوروی اتحاد د ماتی او دړی وړی کیدلو تاریخی او مستنده قیصه را ژوندی کړی.

تر څو چی د افغانستان د مسلمان ملت غوښتنو ته په درنه سترګه ونه کتل شی او زمونږ د هیواد خپلواکي او سرلوړی ونه منل شی د لسګونو داسی بن ته ورته غونډو نتیجه به یواځی د کاغذ پر مخ څو توری کرښې وی او بس

وَمَا نَقَمُوا مِنْهُمْ إِلَّا أَن يُؤْمِنُوا بِاللَّـهِ الْعَزِيزِ الْحَمِيدِ (البروج- ۸)

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *