انا لله و انا الیه راجعون — په اروپا کي د حزب اسلامي افغانستان د سولي اوسیاسي امورو کمیسیون

 

بسم الله الرحمن الرحیم

 

انا لله و انا الیه راجعون

په اروپا کي د حزب اسلامي افغانستان د سولي اوسیاسي امورو کمیسیون

 

حزب اسلامي افغانستان د عاشورا په مقدسه ورځ په مزار، قندهار او په ځانګړي توګه په کابل کي د مظلومو انسانانو تر منځ ځانمرګي بریدونه ، چې په ترڅ کي یی تر دوو سوو زیات کسان یا وژل شوی اویا زخمیان شوي په کلکه او سختو الفاظو او ټکو محکوموي ، اوپه دی باور لري چی ددي ډول پیښو اصلي عناصر صلیبیان او دهغوي پورې اړوندي کړۍ دي چی غواړي د افغانستان دمسلمانو قومونو ترمنځ ، چی تل یی د ورورولئ او محبت په فضا کی ژوند کړي، نفاق ، کرکه اومذهبي اوقومي عصبیتونه را وپاروي .
په داسي حال کي چی بین المللي
استعمار زمونږ د هیواد د ویاړلو مجاهدو زامنو په لاسو د سختې ماتي سره مخ دي او غواړي چی د روسي ماتي خوړلي زبر ځواک په څیر د تیښتي لارې پیدا کړي ، په دي اساس دخپلو اخري حربو په خاطر دادي د مذهبي ترور او وحشت له پاره لمن وهي .
د استعمار
ځانګړتیاوي دادي چی، د یوي سیمي څخه د تیښتي په وخت کي دهغي سیمي د وګړو تر منځ قومي ، مذهبي اوژبني عصبیتونه را پاروي او هڅه کوي په سیمه کي د نفاق د تخم د شیندلو سره خپلی ناولي موخي تر لاسه کړي . حزب اسلامي افغانستان په دي باوري دي چی تر هغي چی دبین المللي ښکیلاک ناولي پښي زمونږ په پاکه زمکه باندی خوزیږي تر هغي به زمونږ د مسلمانو ورونو ولسونو تر منځ دغه ډول او په همدي توګه نورې پیښی رامنځته کیږي. د صلیبیانو تاریخ مونږ ته دا ډاګیزه کوی چی دوي تل د مذهبي فساد د رامنځته کولو له پاره دهمداسي لارو کار اخلي ، شیعه د سني په مقابل کی اوسني د شیعه په مقابل کي سره راښکیلوي. اوپه دي لار کي د یو شمیر پلورل شوو مذهبي عناصرو څخه په پوره خلاص مټ کار اخلي .
دحزب اسلامي افغانستان بنسټ ایښوونکي قاید او امیر،
محترم انجنیر حکمتیار ، په بیا بیا په خپلو بیانیو او خبرو کي ، په جوماتونو ، تکیه ځایو، زیارتونو، اونورو مذهبي او تفریحی ځایونو کي دداسي غیر انساني اعمالو سخته غندنه کړي او خپل ویاړلي مجاهدین یی دداسي ناوړه کارونو څخه په کلکه منه کړي.
حزب اسلامي افغانستان دټولو هغو کورنیو سره چې په پرونۍ پیښه کي اویا ددي
په څیر په ورته نورو پیښو کي یی د اجنبي او بهرنی بدکړچارو عناصرو له اړخه خپل خپلوان یا لاسه ورکړي اویا یی په کي د کورنۍ غړي زخمیان شوی د زړه له کومي همدردي لري او د هیواد د ټولو شهیدانو له پاره د الله تعالي ددرباره ښه او نیکه بدله غواړی .
په ستر او ویاړلي افغانستان کی د سولي او اسلامي نظام د حاکمیت په
هیله
په اروپا کي د حزب اسلامي افغانستان د سولي اوسیاسي امورو د کمیسیون له
اړخه .
د۲۰۱۱ کال دډسمبر اوومه

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *