د سنګر طالبه: پام چې دوکه دې نکړي! — عبد الرحمن ابراهيم خيل

 

د سنګر طالبه: پام چې دوکه دې نکړي!

 

عبد الرحمن ابراهيم خيل

 

د سنګر سرښندونکو ګرانو طالبانو ورونو ته:

                                         السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته.

د سنګر د طالبانو د يوه خادم په توګه غواړم د هيواد وروستيو جريانانو خصوصا د قطر د دفتر په اړه له تاسو سره د خپل زړه خبرې شريکې کړم، د دې لپاره چې زما خبرې هسې د مړې خيټې خبرې ونه ګڼۍ ويلاى شم چې ستاسو په څير زه هم يو درديدلى او کړيدلى افغان يم، لله الحمد چې په روان مقدس جهاد کې مې د خپلې کورنۍ او نږدې دوستانو څو تنه نازولي غړي شهيدان شوي دي.

 

ګرانه د سنګر طالبه وروره:

د هيواد پدې حساسو شيبو کې چې زمونږ مغرور دښمنان نور د تيښتې په حال کې دي، بايد موږ او تاسې ډير حساس او ځيرک اوسو، دښمن ته اجازه ورنکړو چې په خپلو زهرجنو پروپاګندو سره زموږ په منځ کې – الله دې نکړي- درز واچوي او اختلافات پيدا کړي.

 

ګرانه غازي وروره ستا له ستړو ستړو اسويلو نه ځار شم:

موږ او تاسې بايد په خپلو مشرانو باندې پوره باور ولرو چې ان شاء الله هيڅکله به مو ونه شرموي، ځکه دا تير پنځلس کلونو کې دوى ډيرې لوړې او ژورې وليدلې، د الهي نظام د پياده کولو په لار کې يې راز راز کړاوونه وګالل، د پخواني جهاد د بې لارو شوو رهبرانو تجربې يې هم مخې ته پرتې دي، هره ورځ د هغوى شرميدلى حالت په خپلو سترګو ګوري!

 

ښاغلو دمورچل غازيانو:

دا هم سمه ده چې نور موږ افغانانو ته نه ښايي چې د تير جهاد په څير په هر چا پسې په پټو  سترګو ولاړ شو، خو دا هم بايد ومنو چې لله الحمد د اوسني جهاد مشران د پخوانيو په څير نه دي، دوى د جهاد برياوې او پرمختګونه د ځان کمال نه ګڼي، تر اوسه به چا د اسلامي امارت له کوم مشر څخه نه وي اوريدلي: چې ما داسې کړي ..او دا مې کړي دي، بلکه له هرې سترې او وړې فتحې وروسته د هر مشر په خوله لومړۍ خبره دا وي: د الله پاک په نصرت، د غيور ملت په حمايت او د اتلو مجاهدينو په ميړانه…. ځکه زموږ مشران په دې ښه پوهيږي چې روان فتوحات او برياوې نه د دوى کمال دى او نه د بل چا، بلکې دا دالله پاک ستره لورينه ده چې موږ ته يې د جهاد توفيق راکړى دى او بيا يې په تش لاس داسې سترې فتحې راته نصيب کړي دي، چې د امريکا په څير زبرځواک د سولې لپاره ننواتې راليږي.

 

ګرانو غازيانو ورونو:

دا چې نن سبا زموږ ګرانو مشرانو رسما اعلان وکړ چې دوى تيار دي تر څو له نړيوالو سره د افهام او تفهيم لپاره په قطر کې يو دفتر پرانيزي، بايد هوښيار اوسو چې زموږ دښمن غواړي له دې خبرې څخه ډيره ناوړه ګټه پورته کړي، زموږ مکار دښمن له يوې خوا د چغال په څير چيغې وهي او له بلې خوا د کيډرې په شان چلونه او دوکې کوي، د دفتر په موضوع کې د خپلو اجيرو ليکوالانو او شنونکو، او حتى د مجاهدينو په صف کې د ځينو په ظاهره مجاهدينو او په پټه د دوى له جاسوسانو څخه په استفادې کولو سره د خپلو ګڼو نورو موخو تر څنګ غواړي چې پدې ډول د اسلامي امارت د مشرانو او کشرانو تر منځ د بې باورۍ فضا رامنځ ته کړي، تر څو پدې ډول وکولاى شی چې خپل هغه هدف ته ورسيږي کوم يې چې د مليونونو ډالرو په مصرفولو سره تر لاسه نشو کړاى او هغه د عاليقدر امير المؤمنين (حفظه الله ورعاه، وعلى الحق ثبت قدماه) په اړه د طالبانو په زړونو کې شکونه پيدا کول، او په څو ډلو ويشل دي.

که چيرې د دفتر په اړه د ځينو اجيرو ليکوالانو شننې او تبصرې تر نظر تيرې کړو نو په آسانۍ سره کولاى شو چې د دښمن اهداف وپيژنو، ځکه ډير داسې شنونکي حتى د طالبانو په دښمنۍ کې مشهور کسان شته چې د دفتر په اړه د اسلامي امارت له موافقې مخکې به شپه او ورځ لګيا وه او د طالبانو لپاره به يې د دغه راز دفتر ګټې بيانولې، خو اوس د اسلامي امارت د رسمې موافقې له اعلانولو وروسته هماغه ليکوالان يې د زيانونو خبرې کوي، او غټ زيان يې دا ښيي چې کيداى شی په دې سره د سياسي او نظامي طالبانو تر منځ اختلافات پيدا شي.

بايد ځيرک او هوښيار اوسو، دښمن ته وخت ورنکړو چې زموږ په عقلونو لوبې وکړي، د طالبانو په منځ کې د سياسي او نظامي طالب توپير اصلا شته نه. ټولو ته معلومه ده چې زموږ سياسي مشران د سنګر وتلي او پيژندل شوي اتلان هم دي.

 

د سنګر طالبانو! په واورينو غرونو کې د يخ ژمي په مهال ستاسو له ګرمو ګرمو خولو څخه ځار شم:

 هغو کسانو ته غوږ مه نيسئ او مه يې په خپلو صفونو کې پريږدئ، څوک چې د قطر د دفتر په څير مسايلو څخه په استفادې سره ستاسو په دريدلو مشرانو پسې زهرجن تبليغات کوي، هر څوک چې دغسې تبليغات کوي پوه شئ چې هغه له دوو حالتونو څخه خالي نه دى: يا خو ريښتينى خو غوليدلى مسلمان دى، او يا خو د دوست  په جامه کې د دښمنانو د پلان يوه برخه ده، په دواړو صورتونو کې بايد په جدي توګه ځان ترې وساتئ.

 

ګرانو ورونو:

دا خبره بايد ټولو ته جوته وي چې له دښمن سره مذاکرات کول حتما د سولې په مانا نه دي، او نه سوله کول خامخا دښمن ته د تسليميدلو او شکست منلو په مانا ده.

بايد په خپلو مشرانو دومره ډاډه اوسو چې که چيرې دوى په سپينې ماڼۍ هم مذاکرات وکړي نو ان شاء الله هيڅکله به د لکونو افغانانو له قاتلانو امريکايانو سره سولې ته تيار نشي، داسې سولې ته چې زموږ د سرښندونکو زرګونو فدايانو او شهيدانو ارمانونه پکې تر پښو لاندې شي.

ډاډه اوسۍ زموږ مشران، لله الحمد ډير ځيرک او هوښيار خلک دي، هيڅکله به د ګيډر صفته دښمن په غوړو او له مکر او فريب څخه ډکو وعدو باندې بيا ونه غوليږي، هيڅ امکان نلري چې زموږ مشران دې د دې مکار دښمن د سره صليب د ادارو هغه د درواغو تضمين ليکونه هير کړي چې د سقوط په مهال يې په کندز کې د اسلامي امارت مجاهدينو ته ورکړي وه چې د تسلميدلو په صورت کې به مو  خپلو خپلو کورونو ته رسوو، چې بيا په پايله کې د جنګي کلا غميزه منځ ته راغله!

که دغه غميزه د هر چا هيره شي، نو د هغو ښاغليو مشرانو به څنګه هيره شي چې پخپله د همدې سترې غميزې  قربانيان دي او لا تر اوسه د ګوانتانامو په وحشي زندان کې د پرديسې ورځې شپې تیروي، کوم چې کيداى شي چې د همدې نويو مذاکراتو په اساس آزاد کړل شي.

 

د سنګر طالب جانه وروره:

زموږ د مشرانو دا کار ستاسو هغه تعرض ته ورته ده چې د دښمن په يو غټ مرکز باندې يې د مرکز له ځينو مشرانو سره د پټو اړيکو په اساس تر سره کوئ، سره له دې چې په دې کې د کاميابۍ او ناکامۍ دواړو احتمال موجود وي، دا احتمال وي چې ستاسو ارتباطيان له تاسو سره غدر وکړي او په لسګونو مجاهدين شهيدان او يا اسيران کړي، دلته هم همغه شان دواړه احتماله موجود دي، موږ او تاسو  بايد خپلو طاعاتو او عباداتو ته زور ورکړو، د دعا د قبليدلو په ټولو مهمو وختونو کې خپل دواړه لاسونه لپه کړو، د خپلو اوښکو ويالې وبهوو، له قادر او مقتدر الله څخه وغواړو چې زموږ د مشرانو دغه سياسي تعرض کامياب کړي.

بيا هم زيرى درکوم چې لله الحمد تر دمګړي پورې اسلامي امارت د دفتر  په موضوع کې داسې سترې لاس ته راوړنې لري چې څو کاله مخکې يې چا سوچ هم نه کولو، د دې ګټو اندازه پدې اړه د اسلامي امارت د هغو مخالفانو له څرګندونو څخه کيداى شي چا چې د امريکا لپاره د ځمکني فوځ رول ادا کړى دى، باور وکړئ په هغوى يې اور بل کړى دى، په بدن کې يې وينه وچه شوې ده، لار ترې ورکه ده چې څه وکړي، څوک يو خوا منډې وهي، څوک يې بله خوا، د کرزى دولت خو بيخي خپل عقل له لاسه ورکړى دى، سهار وايي موږ دا دفتر ورکول نه  منو، ماښام وايي چې منو يې، کله وايي دفتر دې په ترکيې کې وي، او کله وايي چې د مذاکراتو مشري بايد دوى وکوي، ((څوک يې په کلي کې نه پريږدي، دى وايي آس مې ملک کره وتړئ)) په داسې حال چې طالبان لکه د تل په څير اصلاَ له دوى سره خبرې کول نه غواړي او دا کار د خپل وخت ضياع ګڼي، چې داده بالآخره يې امريکايان هم په رسمې ډول د دې خبرې منلو ته تيار کړل.

 

نو اې د صليبيانو ماتوونکو د جهاد د ګرمو سنګرونو اتلانو:

مبارک مو شه دا ستره فتحه او برى، دا ستاسو د نه ستړيدونکو منډو او تړلو، بيدريغه قربانيو برکت دى، ان شاء الله هغه ورځ ليرې نه ده چې په هيواد کې به يو ځل بيا له پخوا څخه څو چنده زيات غښتلى، اسلامي اصولو او ملي ارزښتونو ته وفادار اسلامي امارت په ټول هيواد باندې خپل د رحمت او عدالت سپين بيرغ ورپوي.

په پاى کې يادونه کوم چې زما دا ليکنه د دښمنانو د تبليغاتو په نظر کې نيولو سره تنها د وقايوي او احتياطي تدابيرو په توګه ليکل شوې ده، نه دا چې –الله دې نکړي- د سنګر په طالبانو کې مې کوم ناخوښ تحرکات ليدلي دي.

د عاليقدر امير المؤمنين تر قيادت لاندې د سوچه اسلامي نظام د زر تر زره راتلو په هيله.

د سنګر د طالبانو خادم: عبد الرحمن ابراهيم خيل

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *