آیا هر سړی مذهب کیدلی شی؟— شاهد شفق

 

آیا هر سړی مذهب کیدلی شی؟

 

شاهد شفق

 

دا هغه پوښتنه چی د وهابیت او یا سلفیت تر نامه لاندی را ټوکیدلی ځنی کړۍ ورته د هو ځواب ورکوی او هر څوک د مذهب کیدلو جوګه بولی.

زه ماشوم وم چی وهابی او وهابیت کلمی می تر غوږ کیدلی چی به د کلی خلکو کښې کوم چا داسی نوی او ناپسنده عمل تر سره کړ نو زیاتره به ورته ویل چی دا د له ځانه څه وهابی جوړ کړی دی او یا دا د وهابیانو غوندی کارونه پریږده خو ما تر هغه ګړۍ هیڅ وهابی نه و لیدلی نو ځکه به زیاتره وهابیان زما په خیال کښې راتلل او په دی اړوند به می سوچ کولو دا طبعی خبر وه چی دغه ډله زما لپاره یوه نابلده او زمونږ له اسلامی ارزښتونو سره خلاف ډله څرګندیدله.

د لومړی ځل لپاره زما او د یوه وهابی لیدنه هغه وخت وشوه چی زه پوهنتون ته کامیاب شوم کله چی جماعت په لمانځه ودریدو زما څنګ کښې یو کس چی تر ما په غوښو ښه پټ او تندرست و او خېټه یی یو څه بیرون ته راوتلی وه ودریدو دا لومړی ځل و چی داسی څوک می ولیده چی پښې یی دومره پراخی ايښودلی چی د اوږو د لګولو هیڅ امکان یی نه درلود او کوشش یی کولو چی پښې یی زما پر پښو باندی تماس ولری او حتی زما پښې تر خبلو لویو نیم متره پښو لاندی کړی نو ما هم کوشش کولو چی خپلی پښې تری وساتم او همدغه د پښو ساتلو په کشمکش کښې فرض لمونځ خلاص او ملا سلام وګرځولو ځکه ما به چی هر څومره پښې تری لری کولی او د ده له پښو څخه به می خپلی پښی ژغورلی ده به همدومره نور را پسی راوړاندی کولی او زیاتره به یی خپلو پښو ته کتل دا چی د نوموړی خېټه لږ لویه وه نو پښې یی په اسانی نه تری لیدل کیدلی نو ځکه به یی خېټه یو څه ټېل وهله او سر به یی هم لږ ورته راکوږ کړ او خپلو پښو ته به یی وکتل فکر کوم چی دی د لمانځه په غم کښی نه و خو زه یی هم په لمانځه ونه پوهولم تر سلام وروسته ګړندی له هغه ځایه ولاړ شوم او د مسجد بل کونج ته لاړم شاوخوا می ښه وکتل چی هغه کس بیا زما خوا ته را نه شی تر څو دا سنت لمونڅ لږ په ارامه سینه ادا کړم ،له لمانځه نه چی راستون شوم خپلو ملګرو ته می د داسی یوه انسان لیدلو وویل چی هغوی دی ته وهابی ویلو

دوهم ځل بیا له یوه داسی کس سره مخ شوم چی په لمانځه کښې له رکوع د راپورته کیدلو په وخت کښې یی رفع الیدین کولو دا چی تردی وړاندی ما اهل تشیع ورونه لیدلی و چی له رکوع به راپورته شول نو رفع الیدین ته ورته یو اکټ به یی کولو او څه دعا به یی لوستل نو تعجب شوم چی زمونږ دغه ورور خو شیع هم ندی دا ولی د اهل تشیع غوندی حرکتونه کوی تر لمانځه وروسته می ورته وویل چی ته په لمانځه کښې دا څه لوبه کوې ایا لمانځه ته د ندی فکر که شیع یی؟

د ده ځواب دا و چی دا په نورو مذاهبو کښې شته دی او امام ابوحنیفه پر احادیثو ډیر نه پوهیدلو څنګه نه پوهیدلو؟ ویل یی چی زما ورور ویل چی امام صاحب په فلانی او فلانی مسایلو کښې پوهه لری او نورو کښې نه لری بحث می ډیر ورسره اوږد نه کړ ځکه نوی شناخت می ورسره شوی و او ده هم حواله په خپل ورور ورکړه

تر دی وروسته د وهابیانو لړی زمونږ د هیواد به لور پراخه شوه او زیاتره به چی له کوم وهابی سره مخ شوم او نه به می پيژندلو نو یو عجیب خبری به یی کولی

مثلا که کله به لمانځه تللو چی ورته به د ویل چی له لمانځه وروسته په دعا کښې ما هیر نه کړی نو ده به درته وویل چی زه خو اهل حدیث یم او دعا نه کوم!

یا به د روژې په میاشت کښې به یی د شلو رکعتونو تراویح پر خای اته رکعته تراویح کولی چی ورته وبه د ویل ولی شل رکعته نه کوی که د ستړیا له لاسه یی نه کوی؟

نو ویل به یی زه خو اهل حدیث یم اته رکعته کوم او دا به یی هم ورپسی وویل چی په مسجد کښې ټول خلک را ته بد بد ګوری او نفرت راڅخه کوی

تر دی وروسته می داسی یو وهابی ولیدلو چی ویل یی زه فقه نه منم

نوموړی د دی لپاره چی فقه له قران او حدیث سره په تعارض او ټکر کښی څرګنده کړی یوه پوښتنه کوله هغه دا چی که څوک ووایی چی زه فقه نه منم او قران او حدیث منم نو ایا دغه شخص کفر ته وځی او که نه؟

نو یوه ورو تري پوښتنه کړی وه چی فقه له کومه شوه؟ایا داسی جاهل انسان به شته وی چی هغه فقه چی له قران او حدیث څخه اخستل شوی او هغه احکام چی له قران او حدیث څخه اخستل شوی هغه تکذیب کړی او ووایی چی دا تول باطل دی مذهب خو تا ته وایی چی که د زما په مذهب کښې ذره هغومره له قران او حدیث سره ټکر ولیدلو نو هغه کتاب له دیوال سره ووله او اور ته یی وغورځوه که ته په فقه کښې د کوم حکم به اړوند چی غلط وی کومه تصحیح لری مهربانی وکړه که نه وی د ټولی فقی د باطل اعلانولو او د مذاهبو د پلویانو د تکفیرولو هیڅ حق هم نه لری

خو وروسته له یو لړ بحث نوموړی دی ته قانع شو چی فقه له قران سره کوم ټکر نه لری خو بیا یی هم ویل چی فقه نه منم ځکه چی مذهب ښایی غلط شوی وی زه غواړم د خپله ځانه مذهب شم او خپل ځان ته لارښونه وکړم

اوس دلته راځو چی هغه پوه امامان او مجتهدین چی ټول عمر یی د علم په حاصلولو کښې تیر شوی دی که ته وایی چی هغه انسانان دی او غلط شوی به وی نو زه یی نه منم

نو ته خو هم انسان یی ته هم عاجز یی

او پوهه د په اوړو کښې د مالګي هغومره ده

محمدبن عبد الوهاب هم یو عاجز انسان و

نو مونږ بیا ولی په تا غوندی عاجز انسان باور وکړو مونږ ولی تا حق وګڼو مونږ ولی وهابیان شو؟

ایا وهابیان له نورو انسانانو سره کوم توپیر لری له اسمانه راښکته شوی چی د دوی اخذ له دین د منلو وړ دی او د مجتهدو امامانو اخذ له دین څخه د منلو وړ ندی؟

ایا رښتیا هر انسان او هر مسلمان دا وړتیا لری چی مذهب شی او خپله لار وټاکی

که زه له ځانه پیل وکړم زه خو دا وړتیا په ځان کښې نه وینم چی په زرګونو احادیث د په خپله وړوکې پوهه سره وارزوم له د هغه د صحیح احادیث او فقهی احکام را وباسم او وړاندی د ولاړ شم که زه چیری په خپله دغه کمزوری پوهه دی کار ته ملا وتړم نو ویریږم چی له لار ورکو څخه به وم

او وهابیت خو ځکه نه منم چی وهابیان وایی چی کوم مذهب به نه منی ځکه کیدلی شی چی غلطی یی کړی وی نو زه سخته ویره لرم هسی نه چی وهابیت له یوه سره ټول غلطی وی ځکه هلته هر سړی مذهب دی او په داسی خلکو کښې د غلطیو لوی احتمال وجود لری.

او بله د تعجب وړ خبره دا ده چی ډېر داسی خلک چی له دین څخه به دوه جملی پوهه نه لری ځان ته وهابیان وایی اود اجتهاد ختمیدو دعوه کوی که دوی ته ووایو چی ته په دغه پوهه چی لری یی څه ډول دومره د اسمان لوړو بوړیو ته ورسیدی او څنګه دا ادعا کولی شی چی نور مونږ اجتهاد ته ضرورت نه لرو؟

نو بیا صحیح احادیث به له ضعیفو احادیثو څوک او څنګه جدا کوو؟

یو بل ټکی چی خنی خلک ورته لمن وهی دا دی چی وایی وهابیت له شرک سره کلکه مبارزه کړې ده ګواکي دا چی نور مذاهب له شرک سره کومه مبارزه نه لری او یا هم نور مذاهب له مشرکینو سره نږدیوالی لری

په داسی حال کښې چی وهابیت د سعود د کورنۍ د اقتدار ته راتلو سره چی انګریزانو رامنځ ته کړه وده وکړه او د سعود د کورنۍ د دینی اړخ د تکمیل لپاره وهابیت لاس په کار شو یعنی وهابیت کوم اوږد تاریخ نه لری نو

پوښتنه راپیدا کیږی چی تر دی وړاندی چا له شرک سره جګړه کوله؟هغه وخت خو وهابیان نه و چا د شرک مخه نیوله؟

د نورو مذاهبو په خلاف جګړه کول او د اسلامی امت په زړه کښې دفرعی مسایلو په سر اختلاف راولاړول کومه د عقل او اسلام سره موافقه خبر نده

مونږ دغه ته ورته ډلو ته توصیه کوو چی خپله انرژی د حنفی مذهب په ضد نه د اسلام د سترو دوښمنانو به ضد وکاروی او په اسلامی امت کښې د اختلاف د ناروا هڅو د کولو څخه لاس واخلی

وما علینا الاالبلاغ المبین

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *