د ولسمشر یو کوچنې خوزړه ور قدم — دوستداران وطن

 

د ولسمشر یو کوچنې خوزړه ور قدم

 

 

لیکوال: قریب الرحمن سعید

منبع: د دوستداران وطن وب پاڼه

 

که څه هم امریکایانو د ولسمشر کرزي دا خبره چې «خپله فوځونه د کلیوالو سیمو څخه سمدلاسه راوکاږئ» بیرته راغبرګه او ویی نه منله خو بالاخره ولسمشر یو کوچنې خو زړه ور قدم واخست او همدا نن «پنځلسم دمارچ » یی د امریکا د فاع وزیر لیون پنتا ته چې په یو ناڅاپی سفر اود مسؤلینو د خبریدو پرته هلمند او بیا کابل ته راغلې و په ډاډه زړه وویل چي خپل ځواکونه دي د افغانستان دکلیوالیو سیمو څخه په زغرده رابیرون کړي .

ولسمشر کرزي چې نژدي دولس کاله کیږي دامریکایانو د اشغال په پایلو کي، دکوم ځواکمن رقیب پرته ،د هیواد دولسمشرۍ دنده تر سره کوي ، د دغو اشعالګرانو د ورځنیو جنایاتو څخه سترګي پټي کړي او هر ځل چي کوم ښکاره جنایت ددي لیونیو او بنګ وهلو عسکرو په لاسو زمونږ مظلوم ولس ته پیښ شوې ، سمدلاسه یی دهغې جنایت د تحقیق او څیړني له پاره لوړپوړي هیئتونه ټاکلي اودولس د قهر او غضب د سړولو له پاره یی لاپي شاپې وهلي اوبیا یی د هیئتونو او څیړنیزو ټیمونو پایلي پټي کړي . امریکایان او دهغوي نورانډیوالان افغانستان یو بې پلاره اوبې مشره هیواد ګڼي او هر ډول یی چې خوښه وي همغسي جنایت په کی دخپلو لاوباله او لیونیو عسکرو په واسطه تر سره کوي، د افغان ولس روحیه او احساس ازمیښتوي اود خپلو ناولو موخو د تر سره کولو له پاره مخکي ځي .

نن زمونږ د هیواد هیڅ ګوډ ، هیڅ کلي ، هیڅ ناحیه اوهیڅ ښار ګوټي ددي جاني اولیونیو عسکرو له لاس وهني څخه ګوښه نه دي پاته شوي ، په حجرو او بانډو کي میلمانه په دي خاطر تر وحشت او ترور لاندي راځي چې دوي پري د طالب او یا حزبي ګمان کوی . زمونږ د ستر او عفت نه ډکې ښځي ددي وحشیانو له لاسه په لارو تللې نه شی ، په هر ګوډ کي یی چې په نظر راځي د خپل خاوند نه جدا او دوجود تار تار یی لټول کیږي ، زمونږ ځوانان ، نجوني اوهلکان ددوي دبداخلاقه کلتور تر اغیز لاندي راځي او دیو څو ډالرو په مقابل کي خپل عزت پلوري اویا یی د دوي هیوادو ته دمهاجرت تر نامه لاندي د عیسویت منسوخ شوي دین ته ورګرځوي . نن دهمدي جنایتونو له مخي په هیواد کې په لسګونو زره کسان دعیسویت په منسوخ او منحرف دین اوښتي ، دمنحرف او لاس وهلي باییبل پښتو او دري نسخي په هر هر ځاې کې ویشل کیږي ، دصلیب له پاره دعبادت لړۍ د افغاني پلورل شوو تلویزوني پروګرامونو له اړخه دولس مخي ته ایښوول کیږي او …..

امریکایی ځواکونه بیا بیا غواړي زمونږ ولس د هره اړخه تر ازمیښت لاندي راوړي او وویني چې ایا دوي تر اوسه هم دخپل دین ، خپلي خاوري او خپل عزت سره همغسي مینه لري او که ددوي په باد راوړو ډالرو ددي ولس احساس کي بدلون راوستي. دقران عظیم د سوځولو او دغه ستر مقدس الهي کتاب ته دسپکاوي کولو ګڼ شمیر پیښي یی تر سره کړي ، دسپکاوي ددغو پیښو لړۍ د کابل د بګرام دبدنام زندان څخه پیل شوي ، قندهار ، کنړونو ، مزار شریف او نورو ولایتونو کي په پرلپسی توګه دخلکو د احساس د وژلو په خاطر دوام لری . دا تیره اونۍ په بګرام کي د عظیم قران د اتیاو نسخو سپکاوي او بیا سوځول دهمدي منظمي او سنجول شوي لړۍ یوه برخه ده .

خو برعکس دخوښۍ خبره ده چي د افغان ولس مینه او محبت دخپل دین او وطن سره دومره زیات دي او دغو اوسنیو مظاهرو ، چې د ناټو ځواکونو او ددي ځواکونو پورې اړوندو هیواد ونو ولسونو دغه مظاهري د خپلو فوځونو د موجودیت په خلاف یو ریفرنډم یا عام پوښتنه و ګڼله ، دا وښوده چي د افغان ولس ضمیر ، احساس او ایماني جذبه په څو ډالرو باندي نه اخستل کیږي .

ددي نه مخته د همدي بې واکه ځواکونو لخوا زمونږ د مظلومو شهیدانو جسدونو ته سپکاوي شوي ، اوددي سپکاوي عکسونه او ویډیو فیلمونه یی پخپله په بریښنایی پاڼو کي خپاره کړي تر څو د ولس احساس ځانته معلوم کړي . په دي اړه یی هغه غیر انساني عمل چي په دي اخري وختو کي یی د شهیدانو د جسدونو سره ترسره کړ او دهغوي په مبارکو وجودونو یی خپلي ناولي متیازي وکړي اوبیا یی په ډیر جرئت سره دهغي ویډیوي فیلم خپور کړ ، ددي معني لري چې دوي د افغان ولس څخه او ددي ولس د مذهب او کلتور سره څومره ضدیت او دښمني لري او غواړي دخپلي دښمنۍ ښکارونه په دغه توګه رابرسیره کړي .

دعام وژنو داستانونه یی په دغه تیرو لسو کلونو کي په پرلپسي توګه تر مطبوعاتو رارسیدلي ، په هرات کي یی د قران عظیم شان په ختم کي په سلګونو کوچنیان ،ښځي ، او سپین ږیري دخپلو زهري بمونو په واسطه دخاورو سره خاوري کړل . د ننګرهار په توره بوړه کي یی د یورانیمو د بمونو په را غورځولو دهغه سیمي ټول نفوس د جینوسایډ سره مخامخ کړي ، په دي اړه د ډاکټرانو اوسني آندونه ، د پیدا شوو کوچنیانو عجیب الخلقت اانځورونه او ددوي ویډیوي فلمونه په ټولو افغاني بریښنا پاڼوکي همدا اوس کتونکي مشاهده کولي شي ، تر څنګ یی په ده بالا کي د واده په مراسمو باندي داسي بمونه را و ورول چي هغه ښځي ،نجوني او کوچنیان چې د ناوي د راوستو په خاطر په لارو روان وو په کي کباب شول ،….دپکتیا د ولایت د سپینږیرو او مشرانو هغه ستره ډله چي غوښتل یی کابل ته راشي او دلاسپوڅی حکومت دمسؤلینو سره وویني په لاره کی بمباري او دخاورو سره یی خاوري کړل . د قندوز دولایت بي وزله اومظلوم ولس یی د تیلو د یوه ټانکر څخه د تیلو د وړلو په وخت کي په داسي وحشت او دهشت سره شهیدان کړل چې نمونه یی په تاریخ کي نه کتل کیږی . په کنړ کي دتنکیو کوچنیانو وژل ،په پروان کي د شپنو او حیوان څرونکو انسانانو قتل عام ، په پکتیا کي د لوړ قدو خلکو ځپول او د هلمند، ارزګان ، مزار شریف ، تخار …..اوپخپله دکابل بمبارۍ او د دي ځایو دخلکو وژل خو به هسي د تاریخ په پاڼو کي پټ پاته شي . مونږ ددغه ډول عام وژنو یو ستره نمونه د کنړ دولایت دکرهالي په سیمه کي لرو چې روسی ځواکونو دخپلو کمونستو بړیڅو په بسپنه نژدي دولس سوه کسان د تیغه تیر کړل او ددغه سیمي ټول نسل یی په یوه وار له منځه یوړ . چې اوس زمونږ د جهاد دتاریخ یوه ستره برخه جوړوي . …..که څه هم دغسي مثالونه او نموني ډیري زیاتي دي ، خو مونږ اوس د امریکایی ځواکونو په لاسو د روسانو د تاریخ تکرار یوځل بیا وینو او هغه ډلي او ځواکونه چې زمونږ د ولس دخوندي ساتلو په خاطر دیو شمیر هیواد پلورونکو په بدمستیو کی زمونږ هیواد ته دباد راوړونکو ډالرو سره چي هغه هم دمافیايي عناصرو په لاسو کي ولویدل ، راغلي وو نن زمونږ د ولس ستر عام وژونکي و ګرزیدل . ډیره مسخره ګي خو داده چې دهرې وژني وروسته د همدي بدمستو او بداخلاقه ځواکونو مشرانو د یوي بښني په غوښتلوسره هرڅه هیر کړي او یا یی ددي ملت د مظلومو شهیدانو کورنیو ته د یوڅو ډالرو په ورکولو خپل مسؤلیت ادا ګڼلي او د نورو د وژلو له پاره یی پلانونه جوړ کړی .

دافغان ولس په خلاف ډیر ستر سازش همغه وخت وشو چي د شمال دټلوالي غړي عبدالله د بهرنیو چارو د کاواکه وزیر په څیر دي بدمستو سره د هرجرم څخه د مبرا کیدو او دعدلي تعقیب څخه دخلاصون سند لاسلیک کړ . زمونږ د ولس اصلي مجرمین که له یوه اړخه بیروني بي واکه ځواکونه دي ، دبله اړخه دغه پلورل شوي اوپردي پاله عناصر دي چې زمونږ دولس د وژلو له پاره یی دلیونیو لاسونه ازاد پري ایښي اودخپل ولس لاسونه یی ورته تر شا تړلي .

همدا نن مونږ شاهد یو چې هغه عسکر چي د قندهار د ولایت د پنجوایی د ولسوالۍ د زنګاوت دکلي ۱۶ کسانو وژونکي دې د امریکا ددفاع د وزیر د راتګ سره سم په الوتکه کي کینول شو اوپه پوره خوندي توګه دهلمند څخه ووت . دهغه په اړه دامریکا د دفاع د وزارت مامورین وایی چي هغه پخوا په عراق کي دسر زخمونه درلودل او اوس لیوني شوي دي . ددي معني داده چي هغه سر له اوسه د خپل عدلي تعقیب څخه خلاص او د غربي قوانینو په مطابق د لیونتوب او عصبي سیستم د اخلال په اساس د قیدو بنده ازاد دي . دا په داسي حال کي چې د افغانستان اوسنیو پارلمانونو او عدلي اوقضایی ټولو غړو غوښتل نوموړي همدلته د زنګاوت د کلیوالو تر مخه محاکمه او سزا ورکړل شي . اما د ناټو قومندانانو افغانانو ته دا ډاګیزه کړه چي د عبدالله له اړخه ورسره لاسلیک شوي سند دغه کس د هر ډول عدلي تعقیب څخه مبرا ګڼي ، ددي معني داده چي دیوڅو وطنپلورونکو عناصرو د لاسلیک دسند له مخي د افغانانو عام وژنه د ټولو بشري قوانینو نه پورته او روا خبره ده ، ځکه افغانان په نړۍ کي د دوي په آند ، انسانیت نه وتلي خلک دي اوباید دزمکي له سر نه له منځه ولاړ شي .

په دي حساسو شیبو کی چې زمونږ ولس د جینو سایډ او عام وژني لاندي په سور اور کی شپي تیروي د اسلامي نړۍ دغه ډول چوپتیا او ترڅنګ یی د ګاونډیو هیوادونو په دریځ کي بدلون نه راتلل یوه لویه غمیزه ګڼل کیږی ، یواځي د چین هیواد دخپل سیاست سره سم د افغانانو سره خواخوږي و ښوده او د امریکایانودغه عمل یی غیر انساني عمل وګاڼه .

امریکایانو د ولسمشر کرزې دخبري په غبرګون کي خپل مخالفت اعلان کړ او ویی ویل چې هغوي به خپلو کړنو ته لکه دپخوا په څیر دوام ورکوي ، هغوي د کرزي خبره له یوه اړخه مستر د کړه ، ترڅنګ یی د امریکا او انګلستان ولسمشرانو دوه ورځي مخته اعلان وکړ چي د افغانستان سره به خپلي ژمني تر سره کوي ، معلومه نه ده چي دا ژمني به د ټول افغان ولس ، چې ددوي په خلاف کرکه او نفرت لري ، له منځه وړل وي او که نور څه ؟

د امریکا ددفاع دوزیر څخه د ولسمشر کرزي اوسنۍ غوښتنه بلکل په ځاې ده چې دوي باید خپل ځواکونه د کلیوالو سیمو څخه را وکاږي او خپلو نظامي تمځایو ته راشي ، خو ترڅنګ یی ولسمشر کرزي باید لږ څه پورته زړه ور قدم واخلي او دي بې واکو ته دخپل هیواده د پوره وتلو خبره وکړي .

که څه امریکایان د ولسمشر کرزي خبرې ته اهمیت نه ورکوي ځکه هغوي افغانستان خپله مستعمره ګڼي او په دي مستعمره د خپلي واکمنۍ پوره واک یی ځانته خپل کړې دي خو په دی ډاډمن یم چې د داسي یوه قدم په اخستو سره به کرزي خپله تیره لسیزه که پوره نه وي تر یوه ځایه جبران کړي وي ، تاریخ کي یی به نوم په ښه ټکو ولیکل شي اود ولس ملاتړ به یی په برخه وي . همدا راز ولسمشر کرزی باید یو بل زړه ورقدم هم واخلي او د امریکایانو سره د عبدالله لاسلیک شوی سندونه د خپلې لورې بی اعتباره او له منځه تللي اعلان کړي او ډاګیزه کړي چې دبهرنیو ځواکونو تر وتلو پورې که هر بهرني فوځي اویا کوم سلاکار د ولس په خلاف کوم قدم پورته کړ نو همدلته به د سزا سره مخ کیږي .

زمونږ د ولس د روڼ آندو ، ځوانانو او د قلم دخاوندانو دنده او فریضه داده چي دخپل ولس په پوهولو اوبیدارولو کي نیغ په نیغه ونډه واخلي ، د بې طرفۍ یابی محتوا اوکنایه ډوله لیکونو نه لاس واخلي ، اوپه همدي سختو شیبو کي دخپل ولس د ازادۍ له پاره په پوره ډاډ او زړه ورتیا سره په نړیواله سطحه غږ پورته کړي . تاریخ زمونږ تر مخه دي ،راځئ دا تاریخ یوځل بیا په خپله میړانه باندي رقم کړو .

دهغي ورځي په هیله .

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *