چا ويلې، ما ويلې! (٤) — ډاکتر مسلم اندړ

 

چا ويلې، ما ويلې! (٤)

 

ډاکتر مسلم اندړ

 

چا ويلې: امريكايان دې له روسانو عبرت واخلي. (امارت ويب پاڼه)

ما ويلې: ښه به داوه چې ويلي مو وو: د نړې پاتې اشغالګران دې له امريكايانو عبرت واخلي، ځکه اوس امريکايان پخپله مات دي که عبرت واخلي او که نه، څه ګټه ورته نلري.

 

چا ويلې: يوه ليكنه، دوه ليكوالان. (باركوال مياخيل، لوى افغانستان)

ما ويلې: دا خو ډيره لرې خبره نه ده، په هيواد کې د غربي ديموکراسۍ له برکته اوس د يوې ښځې او دوو خاوندانو کيسې روانې دي، که څوک يې نه مني، په کابل کې دې ښځينه زندان ته ورشي، داسې کيسې به واوري چې هډونه يې زيږه شي، او تر ټولو ښه دليل د ښځو د وضعيت په اړه د بشري حقونو د څارنې د نړیوال سازمان وروستى راپور ده چې په زغرده دداسې ښځو ننګه کوي، هغه چې وايي: (سره له دې چې د افغانستان د قوانینو له مخې له کور نه تیښته جرم نه ګڼل کیږي، خو د بشر د حقونو د چارواکو په وینا په دې جرم سلګونه ښځې په زندانونو کې شپې او ورځې سبا کوي.
د بشر د حقونو د څارنې سازمان مشر له ولسمشر حامد کرزي نه غواړي څو عدلي او
قضایي ارګانونو ته امر وکړي؛ چې نور دا ډول ښځې تر عدلي تعقیب لاندې و نه نیسي.
موږ له ښاغلي کرزي نه غواړو چې دغه مساله واضح کړي، چې له کور نه تیښته کوم جرم نه دی
.
هغه ښځې چې له کور نه تښتي باید تر عدلي تعقیب لاندې رانشي او هغه ښځې چې له دې کبله زنداني شوي باید آزادې شي
.
نو که چیرې ښاغلی کرزی په رښتیا سره د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي کمولو
ته ژمن دی نو باید څارنوالانو ته هدایت وکړي څو نور هغه ښځې چې له کورونو تښتي ونه نیسي( مآخذ د آزادۍ راديو ويب پاڼه.

 

چا ويلې: د افغانستان، امریکا او طالبانو ترمنځ پټ تماسونه نیول شوي (كرزى، وال ستريټ ژورنال، آزادي راډيو)

ما ويلې: دغه راز پټ تماسونه څو وارې مخكې هم نيول شوي وه، چې يو وار د جعلي ملا منصور كيسه ترې جوړه شوه او بل وار يې د رباني سر وخوړ! الله مهربانه ده چې دا وار ستا د حکومت سر وخوري!

 

چا ويلې: فوټبال: د نجونو افغان لوبډلې قطر ته ماتې ورکړه (پښتو بي بي سي)

ما ويلې: پوهاند استاد سياف، پوهاند صبغت الله مجددي، پير ګيلاني، قاضي وقاد، او په كابل كې پرته نورو د پخواني جهاد مشرانو او كشرانو، د کابل د علماوو شورا او آن د جمعيت اصلاح (ديندارو!) ځوانانو ته دې داستره بريا مباركه وي!!!

 

چا ویلی: د رابعه بلخي د نجونو فوټبال لوبډله په هند کې (پښتو بي بي سي)

ما ويلې:  د کابل حکومت د علماؤ د شورا لخوا د ښځو د ستر په اړه د نوې پريکړې په اساس بايد دا لوبډله زر تر زره بيرته خپل هيواد ته راستنه شي، او بيا هره يوه لوبغاړې له خپل يوه محرم سره لوبې ته ورشي!!!

 

چا ويلې: افغانان وير او کندهار موسيقي ځنګوي (قدرت الله لټون، روهي ويب پاڼه)

ما ويلې: موسيقي کندهار نه بلکې د کندهار کاڼه، ړانده او د پرديو بې ننګه او بې غيرته چارواکي ځنګوي.

 

چا ويلې: امريکا په افغانستان کې جنګ بايلي (په کابل کې د روسيې سفير، روهي ويب پاڼه)

ما ويلې: دا وړاندوينه خو ستاسو پخواني امپراطور ميخايل ګرباچوف لس کاله مخکې لا کړې وه، خو متاسفانه، لکه تاسو چې د انګريزانو له تجربو څخه استفاده ونکړه، ځان مو هم تباه کړ او مونږه هم، همدارنګه امريکايانو هم په افغانستان کې ستاسو له برخليک څخه عبرت وانخست، چې داده اوس د وتلو لار ترې ورکه ده.

 

چا ويلې: د طالبانو له خوا وژل شوي بې له جنازې ښخېږي (مشال راډيو)

ما ويلې: ځکه چې طالبان داسې خلک نه وژني څوک چې د جنازې وړ وي.

 

چا وېلې: دامریکا د سېنټ کام مشر اسلام اباد ته رسېدلی (مشال راډيو)

ما ويلې: د سنټ کام د افغانيو او پاکستانيو اجيرو ليکوالانو او شنونکو سترګې دې روښانه وي!!!

 

چا ويلې: اوباما وايي دترهګرۍ خلاف جنګ کې پاکستان او امریکا ملګري دي (مشال راډيو)

ما ويلې: بيشکه! رښتيا خبره دې کړې ده، ان شاء الله چې د دواړو زوال به هم همهال او په نږدې وختونو کې وي.

 

چا ويلې: د پاکستان پوځ ځان مقدسه غوا ګڼي! (مشال راډيو)

ما ويلې:  غم يې مه کوئ، مسلمانان د غوا عبادت نه کوي، ډير زر به ددې غوا ګوګل هم راوويستل شى.

 

چا ويلې: په هيلمند ولايت کې يوه بله ودانۍ هم ګټې اخستنې ته وسپارل شوه (خبريال ويب پاڼه)

ما ويلې: که يوه ګټې اخستنې ته وسپارل شوه نو هره ورځ په لسګونو نورې د ګټه اخستونکو په وينو لړل کيږي او له ګټې اخستنې غورځول کيږي!!!

 

چا ويلې: ځانمرګى بريد کوونکى د خداى له قهر سره مخامخ کيږي (خبريال ويب پاڼه)

ما ويلې: رښتيا هم، پدې شرط چې ځانمرګى وي، خو که د الله په لار کې سرښندونکى او دښمن مرګى بريد کوونکى وي نو ان شاء الله چې د جنتونو سردار به جوړيږي.

 

چا ويلې: د خوست ولايتي شورا يوه وکيله د تيرې يوې مياشتې راهيسې نا درکه ده (خبريال ويب پاڼه)

ما ويلې:  کيداى شي هغې د کابل د علماؤ د شورا پريکړه منلې وي، محرم يې څوک نه وي پيدا کړي چې تر ولايتي شورا يې ورسوي، او يا به په شورا کې ورته له سړيو څخه جلا د کار زمينه برابره نه وي، او که له کوره راوتې وي او تر شورا نه وي رسيدلې، بيا دې خاوند او يا کوم بل خپلوان د آزادۍ راډيو د ورکو عزيزانو پروګرام ته ټيليفون وکړي، که په انګريزه ژبه يې وکړي نو کيداى شي چې ډير زر يې پيدا کړي.

 

چا ويلې: تر 20 امريکايي سرتيرو د کندهار د خلکو په وژنه کې برخه درلوده (روهي ويب پاڼه)

ما ويلې: دا خبره له لومړۍ ورځې جوته وه، ځکه دا هيڅ امکان نلري چې يو امريکايي عسکر په تنها ځان او هغه هم په توره شپه کې له خپل مرکزه راووزي او بيا د زمريانو په وطن کندهار کې او هلته بيا د زمريانو تر ټولو ستر مرکز د پنجوايي ولسوالۍ يوه کلى ته ورشي، په لسګونو خلک دې ووژني، شهيدانو ته دې اور واچوي او دى دې بيا روغ رمټ خپل مرکز ته ستون شي!!!

 

چا ويلې:  د پنجوايي قربانيانو د جنسي تېري خبر په کلکه رد کړ (روهي ويب پاڼه)

ما ويلې: هر چا چې د جنسي تيري خبره په درواغو له ځانه کړې وي، الله پاک دې په خپل قهر او غضب ګرفتار کړي، الله پاک دې پخپله شخصا پده باندې همدغه امريکايان مسلط کړي چې لکه د ترجمانانو د پيښې په څير يوه کس ته په لسګونو امريکايان حشر وکړي.

او که کار شوى وي خو چا په ښه نيت پرده پرې اچولې وي، الله پاک دې دده سل پردې وکړي.

 

چا ويلې: بن ﻻدن د بارک اوباما د وژلو نيت درلود (روهي ويب پاڼه)

ما ويلې: الله پاک دې د نيت اجر ورکړي، او الله دې دده دغه ستر ارمان پس له مرګه پوره کړي.

 

ډاکتر مسلم اندړ

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *