د جنګ اصلی مصارف— ډاکټر نثار احمد صمد

 

د جنګ اصلی مصارف

 

راپور تر : بیل مایرز

منبع : ټروت اوټ ډاټ اورګ ( امریکا )

نېټه : ۱ / ۴ / ۲۰۱۲

ژباړن : نثار احمد صمد

 

« د جګړې د مصارفو » تقریبأ ټولی مباحثې پر دوو نمبرونو متمرکز کیږی ، یعنی : هغه ډالرونه چی مصرف سوي دي ، او هغه امریکایی پوځیان چی وژل سوي دي . د ترور پر ضد د جنګ په لس کلنه موده کی هغه رسمی مصارف چی اعلان سوي ، څه باندی یو ټریلیون ډالره او څه باندی شپږ زره هم ځاني تلفات ښیي . خو څومره چی دا ارقام غټ دي ، نو هغوی بشپړ جریًیات نه وړاندی کوی .

تر ټولو هغه جامع څیړنه چی شتون لری ، هماغه د براؤن پوهنتون د نړیوالو څیړنو د واټسن انسټیټیوټ اړونده د « آیزنهاور په نوم د مطالعاتی ډلی » څیړنه ده چی په افغانستان او عراق کی د جنګونو مصارف او هم په پاکستان کی زموږ د پوځی عملیاتو له امله انسانی ، اقتصادی ، اجتماعی او سیاسی لګښتونه ښیي . د هغوی بشپړ موندنی د جنګ د مصارفو په ویب پاڼه کی موجود دي .

لاندیني اعداد او ارقام ټول د هغوی د راپور څخه را اخیستل سوي دي چی نېټه یې د ۲۰۱۱ کال د جون میاشت ده . دغه څیړنه متوسط او مخافظه کاره دواړه اټکلونه لری ، خو موږ یې دلته هماغه محافظه کاره والا ( چی حدِ اقل ارقام ورکوی ) انتخاب کړې ده . دا ګرانه ده چی د دغو ارقامو وروستي او تازه تلفات ومومو ، خو د امریکایی پوځی تلفاتو وروستي ارقام د هغوی د عکسونو او ژوند پاڼو په شمول د واشنګټن پوسټ په دغه برخه کی لټولای سو : « د وژل سوو پوځیانو د څیرو کلکسیون یا مجموعه » .

 

وژل سوي انسانان :

۶۰۵۱ امریکایی پوځیان [ تازه او وروستی تعداد : ۶۴۱۰ ـ ژباړن ] ؛

۲۳۰۰ امریکایی قراردادیان ؛

۹۹۲۲ عراقی امنیتی ځواکونه ؛

۸۷۵۶ افغان امنیتی ځواکونه ؛

۳۵۲۰ پاکستانی امنیتی ځواکونه ؛

۱۱۹۲ نور اییتلافی پوځیان [ تازه او وروستی تعداد : ۱۳۴۰ ـ ژباړن ] ؛

۱۱۷۰۰ افغان ملکی وګړی [ اصلی تعداد : ۳۵ ـ ۴۰ زره ؛ ژباړن ] ؛

۱۲۵۰۰۰ عراقی ملکی وګړی ؛

۳۵۶۰۰ پاکستانیان ( ملکی خلک او طالبان ) ؛

۱۰۰۰۰ افغان طالبان ؛

۱۰۰۰۰ د صدام حسین پوځیان ؛

۱۶۸ خبریالان ؛

۲۶۶ د بشری مرستو کارمندان ؛

ټوله : ۲۲۴۴۷۵ کسان .

 

زخمیان :

۹۹۰۶۵ امریکایی پوځیان ؛

۵۱۰۳۱ امریکایی قراردادیان ؛

۲۹۷۶۶ عراقی امنیتی ځواکونه ؛

۲۶۲۶۸ افغان امنیتی ځواکونه ؛

۱۲۳۳۲ نور اییتلافی پوځیان ؛

۱۷۵۴۴ افغان ملکیان ؛

۱۰۹۵۵۸ عراقی ملکیان ؛

۱۹۸۱۹ پاکستانی ملکیان ؛

ټوله : ۳۶۵۳۸۳ کسان .

 

بې ځایه سوي انسانان :

۳۳۱۵۰۰۰ ملکی افغانان ؛

۳۵۰۰۰۰۰ ملکی عراقیان ؛

۱۰۰۰۰۰۰ ملکی پاکستانیان .

ټوله : ۷۸۱۵۰۰۰ مهاجر او په داخل کی بې ځایه سوي انسانان .

 

د امریکایی مالیه ( ټیکس ) ورکونکو مصارف :

۱٫۳ ټریلیونه ډالره چی د کانګریس لخوا پنتاګون ته ور انتقال سوي دي چی دا د افغان او عراقی جګړو رسمی بودجه ده .

ټوله ۳٫۷ ـ ۴٫۴ ټریلیونه ډالره امریکایی مالیه ورکونکو تادیه کړي دي ، چی په دې کی د پنتاګون ( پورتنۍ ) رسمی بودجه ، د جنګېدلو پوځیانو روغتیایی او د معیوب کېدو مصارف ، د جنګ اړونده بین المللی کومکونه ، او تر ۲۰۲۰ پوری د پنتاګون پیش بینی سوي ضمنی خرڅونه هم شامل دي .

یو ټریلیون ډالره هم د هغو پیسو سود دی چی امریکا د دې جنګ لپاره پور کړي دي او تر ۲۰۲۰ کال پوری به یې ادا کوی .

 

ټولنیز ، سیاسی او محیطی مصارف :

د سپټمبر د یوولسمی د حملې راهیسی په یوه لسیزه کی په سل ګونو زره انسانان بندیان سوي دي ؛ هغه ظالمانه رویه چی د ځینو دغو سره سوې ، په ټوله سیمه کی یې د امریکا په وړاندی بې اعتمادي رامنځته کړه . دننه په امریکا کی مسلمانان د توکمیز توپیر ، کرکجنو جرمونو او د کار په ماحول کی د تعصب او تبعیض سره مخامخ سول .

په اصطلاح « پوځی ـ صنعتی مجتمع » ته ډیر مخ ورکړه سو تر څو پوځی مصارف زیات سی چی له امله یې په سلګونو بلیونه ډالره خصوصی کمپنیو ته ځي . له دې جملې نه یوازی « لاک هیډ مارټین » کمپنۍ صرف په ۲۰۰۸ کی د پنتاګون سره د ۲۹ بلیونو ډالرو په ارزښت قرارداد وکړ چی دا د چاپیریال ساتنی د ادارې څخه ( چی ۷٫۵ بلیونه ډالره دي ) خورا زیاتی پیسې دي ؛ او هم د کار او کارګر د وزارت څخه ( چی ۱۱٫۴ بلیونه ډالره دي ) زیاتی پیسې دي ؛ او هم د ترانسپورټ د وزارت څخه ( چی ۱۵٫۵ بلیونه ډالره دي ) ډیری پیسې دي .

یوه څیړنه ښیی چی د جګړې له امله محیطی ککړتیا په عراق کی د سرطان د ناروغۍ او د شیدو خورو ماشومانو د مړینی پیښی د نورو ګاوندیو هېوادو په مقایسه خورا زیاتی کړي دي . په مهماتو او وسلو کی چی کمزوره یورانیم کارول سوي ، دا یو جنایت دی . په پوځی اډو کی د ۲۰۰۱ راهیسی د پوځیانو لپاره زهرجنو دوړو ۲۵۱ سلنه عصبی اختلالات زیات کړي دي ، ۴۷ سلنه تنفسی ستونزی یې زیاتی کړي دي ، او ۳۴ سلنه یې هم د زړه او سږو ناروغۍ زیاتی کړي دي . پای  

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *