د جنګ او بم ورۍ پایله — ډاکټر نثار احمد صمد

 

بسم الله الرحمن الرحیم

 

د جنګ او بم ورۍ پایله

 

لیکوال : نثار احمد صمد

 

جنګ د وحشیانو تجارت دی . بم وري چی د جنګ شریک وی ، اکثرأ په ګډه د ترور ارتکاب کوی . ننني جنګونه او بم ورۍ د هر ډول معقول دلیل د وړاندې کولو سره سره د توجیې وړ نه دي . په رښتیا چی تروریزم د بې وزلو جنګ دی او جنګ بیا د شتمنو تروریزم دی . نو ځکه له دې داغ څخه اړونده یو لورﺉ لا هم نسي بری الزمه کیدای . پس اکثرأ جنګ او تروریزم سره تړلی او لازم او ملزوم وی .

د نننیو جنګونو د پرمخ بیولو وسایل ( لکه بمونه ، کلسټر بمونه ، سپین فاسفورس ، کمزوره یورانیم ، ناپالم ، اټومی وسلې ، بارود… ) پر انسانانو دومره وحشتناک اثر ښندی چی هیڅ سیاسی اختتام ( که هر څومره د ستاینی وړ هم وی ، یا دښمن باالکل محوه هم کړی ) ، جنګ قطعأ نسی موجه یا عادلانه کولای . جنګ ، جنګ دی او تل د اشرف المخلوقات د ککریو په خاورې کولو سره مخته ځی .

باید وویل سی چی د ټولو جنګی وسایلو وحشت معلوم او یقینی دی ، خو پایله یا لاسته راوړنه یې تل غیر یقینی وی .  د شلمی او یو ویشتمی پیړۍ هر جنګ همدا تریخ حقیقت په زباد رسولی دی .

ناوړه او خطرناکه لا دا چی جنګ د هر هغه انسان روح مسموم کوی چی پکښی جنګیږی . ځکه نو خورا عادی کسان هم خورا شوم او مخوف اعمال اجرا کولای سی .

مهم ټکی دا دی چی د تیری پیړۍ راهیسی په هر جنګ کی د ملکی انسانانو وژنی او تلفات د پوځیانو او جنګیالیو په نسبت خورا ډیر دی . وګوری په لومړۍ نړیواله جګړه کی ملکی تلفات ۱۰ سلنه وو ، په دوهمه لویه جګړه کی هغه ۵۰٪ ته ورسیدل  ، او د ویتنام په جنګ کی هغه ۷۰٪ ته جګ سول حال دا چی د عراق ـ افغانستان په جګړو کی آن ۸۰ ـ ۹۰ سلنی ته ورسیدل . څنګه چی د مؤثقو راپورونو له مخی د دې جنګونو د ملکی تلفاتو ستره برخه ماشومان او ښځی دي ، نو آیا نسو ویلای چی جنګونه اصلأ د کوچنیانو او ښځو پر ضد دي ؟

په هر صورت ، هغه پیلوټ چی د څو زره متره ارتفاع څخه بمب را خطا کوی ، ښه پوهیږی چی لاندی انسانان وژنی . لاکن وایي چی زه قصد نلرم چی « ملکی انسانان » پرې ووژنم ، خو دا کار وسی . هو ، پیلوټ ته دا نه معلومیږی چی د شپږـ اووه کیلومتره ارتفاع څخه چی بم را غورځوی ، پر مځکه څه پیښیږی . هغه لاندی کریږی او چیغی نه اوری ، وینی بهېدل نه وینی ، ټوټه ټوټه بدنونه نه وینی ، پارچه سوي او شلېدلي جسدونه نه وینی . هغه صحنه چی ترسیم کیږی او منځته راځی ، پیلوټ یې آن تصور لا هم نه کوی او پخپله د سترګو په رپ کی ځی ، راکښته کیږی ، د هرکلي او ستاینی لپاره یې په غاړه کی د ګلانو امېلونه ور اچول کیږی . رتبه او حیثیت یې نور هم لوړ او محبوبیت یې نور هم ډیریږی . خو اصلأ یې خدمت نه بلکی وحشت او جنایت کړی وی ؛ یعنی ښځی ، کوچنیان  او ملکی انسانان یې ټوټه کړی او څیرلی وی . نو ځکه بم وري تل قاتلانه  او ظالمانه عمل دی چی شرافتمندانه توجیه نلری .

تاریخ په خپلو پاڼو کی ثبت کړي دي چی امریکایی پیلوټانو د اروپا د بم ورۍ پر مهال شپږ لکه ( ۶۰۰۰۰۰ ) ملکی انسانان چی ښځی ، ماشومان او نارینه وو ، په هوایی بم وریو سره ووژل ؛ او همدومره شمیر یې هم په چاپان کی ووژل . ځکه نو د دې عملیاتو امریکایی قوماندان ( کرټیس لي مې ) وویل چی : « که موږ دا جنګ بایلو ، نو د جنګی جنایت کارانو په توګه به محاکمه سو » . هو ، دغسی وحشیانه ظلمونه او جنایتونه څنګه حق په جانب او موجه ثابت کېدای سی ؟ هغه جنګ خو په ظاهره د فاشیزم او نازیزم پر ضد و چی ظاهري بریالیتوب یې حاصل کړ . مګر څه شي یې وګټل ؟ آیا کومه نوې او ژغورنده نړۍ یې وګټل ؟ آیا سوبمن طرف د فاشیزم څخه په خلاصون سره نړۍ د رېسیزم ، ملیټریزم ، لوږې ، فقر  او ناروغۍ څخه خلاصه کړه ؟ آیا نړۍ یې د مابعده جګړو او وحشتونو څخه بېغمه کړه ؟

په هر حال ، تر دوهمې لویی جګړې وروسته هم د ملکی او بې ګناه انسانانو وژلو هماغسی پایښت لرلی دی چی په دې کی امریکا یو ځل بیا مخکښ رول لوبولی دی . امریکا پر کوریا د بم وریو په نتیجه کی یو ملیون کسان ووژل ، بیا یې پر ویتنام ، لاؤس او کمبودیا باندی کټ مټ عملیات وکړل چی نور دوه ملیونه انسانان یې پسی ووژل . د دې ټولو وژنو دلیل یا توجیه هماغه کمونیزم و . خو حقیقت دا دی چی دغو مقتولینو نه د کمونیزم او نه د کپیټلیزم سره کوم سروکار نه درلود ، لاکن ووژل سول .

دا لا څه ، همدا نن نن جنګونه ، ظلمونه او بم ورۍ ټول د « ملی امنیت » ، « ملی دفاع » او « ملی ګټو » تر عنوان لاندی پر مخ وړل کیږی . نن وطنپرستي دننه په امریکا کی د حکومت څخه د خلکو د اطاعت په معنی توجیه کیږی ، خو دباندی بیا د دوستو حکومتونو د اتباعو کټ مټ اطاعت او د مخالفو حکومتونو د مخالفینو اعمالو ته ویل کیږی . ځکه نو په بهر کی امریکایی عسکرو ته ویل کیږی چی موږ د خپل هېواد لپاره جنګیږو ! خو اصلأ هغوی د حکومت لپاره جنګیږی چی هغه یوه مصنوعی هستي ده نه ولس .

فلهذا ، د شلمی پیړۍ جګړې او بم ورۍ د « کمونیزم » په نوم توجیه کېدې ، خو د یوویشتمی پیړۍ جګړې او بم ورۍ بیا د « تروریزم » په نوم توجیه کوی چی دواړو جګړو په ملیونونو ککرۍ وخوړلې . ځکه نو جنګ جریان لری  خو « دښمن » تبدیل سو ، یعنی کمونیزم په تروریزم سره واوښت . خو د یو تریخ حقیقت په توګه لکه امریکایی متنفذ سناتور ( مک کېن ) چی هم اعتراف کوی : « موږ به په آینده کی هم جګړې ولرو » ، نو دا قتل و قتال نه ختمېدونکی دی او سړي ته هماغه د ( سر پیټر اوستینوف ) تاریخی شننه ور یادوی چی وایی : « جنګ د بیوزلو تروریزم دی ، او تروریزم بیا د شتمنو جنګ دی . » والسلام ، ( ن . صمد )   

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.