دکابل کوڅي
شاعر: امرالدین سرحد
راپیاد شوي تودي اوښکی پرونۍ
ژړوي می دغه وضع ننۍ
زمونږکلي جنازوته په ژړا دي
وچی نه شوي دلته اوښکی پخوانۍ
دکابل کوڅي په وینو دی لړلی
تښتی خلک له وحشته له مرمۍ
له شهیدو اوزخمیانو څاڅی ویني
غزیدلی دجګړي توره کړۍ
دسپینږیروڅوخبروته په ځیرشي
وایې مه کوي بی ځایه تربګنۍ
دشیطانو لمسونی کړي ژرلری
ځان تری ساتي دپردیوله ځیندۍ
شول دیرش کاله دجګړی له تاوده اوره
تری بادیږی لا تراوسه سری سپرغۍ
داد«بن»کیسه اوږده شوه په جګړوکی
دوم«بن»کی به په چا کیږدی پګړۍ
دکنډرغولی سپیره ده پاتی شوي
نوي نه شوه پرونۍ زړه شړۍ
ادیري موډیری شوي په هرښارکی
ژردی ختمه شی دمرګ وغم لړلۍ