روژې پنځه ویشتمه تحفه
تهیه کونکی : نثار احمد صمد
درنو لوستونکو ، د روژې وروستۍ لسیزه د قرآن د نزول او د اسلام د ظهور شپې دي . لیلة القدر ( یعنی د قدر او قدرت شپه ) د دې لسیزی په طاقو شپو کی یوه ده . نن پنځه ویشتمه روژه ده ، نو ښایی همدا نن شپه لیلة القدر وی ( والله اعلم ) . دوې طاقی شپې تیری سوي او دوې نوری طاقی شپې راروانی دي ؛ یعنی دوې تیری او دوې نوری ! ځینو علماوو ویلی دي چی یو کال یوه طاق شپه لیلة القدر وی او بل کال بیا هغه بله طاق شپه وی . خو ډیرﺉ اصحاب ، تابعین او تبعه تابعین د روژې اووه ویشتمه شپه لیلة القدر بولی ( خو الله بهتر پوهیږی ) . په دغه شپه عبادت او الهی ذکر د یو زر میاشتو عبادت څخه هم بهتر وی . نو په همدې تمه لطفأ د روژې پنځه ویشتمه تحفه قبوله کړﺉ ( ن . صمد )
د قول او عمل اختلاف
شفیق بن ابراهیم (رح) فرمایلی دي چی خلک څلور تورې په خوله وایی ، خو په عمل کی د هغه پر خلاف اجرأت کوی :
لومړی ـ هر څوک وایی چی زه د الله بنده یم ، خو داسی عمل کوی لکه د هیچا بنده چی هم نه وی او هیڅ مالک چی نه لری ؛
دوهم ـ هر څوک وایی چی رزق الله راکوی یعنی الله رزاق دی ، خو د د نیا د مال لرلو څخه پرته یې زړه نه قانع او ډاډه کیږی ؛
درېیم ـ هر څوک پوهیږی او دا وایی چی آخرت تر دنیا بهتر دی ، خو شپه او ورځ د دنیا د مال او دولت په ټولولو او ډیرولو لګیا وی تر دې حده چی د حلال او حرام فرق په باک نه راوړی ؛
څلورم ـ هر څوک وایی چی مرګ حتمأ را باندی راتلونکی دی ، خو داسی عمال کوی لکه هیڅ وخت چی هم نه مري .
هو ، دا تریخ واقعیت نن د ټولې اسلامی نړۍ ، منجمله افغانانو د اعمالو ښه مصداق دی . اکثریت له خدایه د زیاتی بیری خبری کوی خو عمل یې برعکس وی ؛ هیڅوک هم د مال ، دولت او شتمنۍ څخه نه مړیږی آن په حرامو پسی غوټې وهی ؛ داسی څوک به نه وی چی مرګ حق و نه ګڼی خو عمل یې په رښتیا هم داسی وی لکه مرګ چی نه لری . دا هر څه د شیطان د خوښۍ او د رحمان د خپګان لاره ده . نو ښه به دا وی چی سر له همدې لحظې د ځانونو د بدلون او سمون عملی هڅه پیل کړو . ځکه ، الله مو تر هغه وخته حالت نه رابدلوی څو چی پخپله په ځانونو کی بدلون رانه وړو ( الرعد : ۱۱ ) .
هغوی چی لمونځ نه کوی
له شکه وتلی او ثابت حقیقت دی چی لمونځ انسان ته نجات ورکوی . د هغه ترک کول سربیره پر دې چی سخته سزا لری ، دنیوی ناخوالي ، بدمرغۍ او مصیبتونه هم په بر کی لری ، یعنی د یو روایت له مخی :
هغه کسان چی د سهار لمونځ نه کوی : د مخ نور یې اخیستل کیږی ؛
هغه څوک چی د ماپښین لمونځ نه کوی : د رزق او عاید برکت یې اخیستل کیږی ؛
هغه څوک چی د مازیګر لمونځ نه کوی : د بدن قوت یې اخیستل کیږی ؛
هغه څوک چی د ماښام لمونځ نه کوی : د خپلو اولادو خیر نه ور رسیږی ؛
هغه کسان چی د ماخستن لمونځ نه کوی : د خوب آرامي یې اخیستل کیږی .
هو ، لمونځ عمل هم دی او عقیده هم . د مؤمن راپیژندونکی هم دی او معراج یې هم . کله چی یو لمونځ کونکی سورهً فاتحه ( الحمدلله ) وایی ، نو الله تعالی د هر آیت ځواب ورکوی . نو ځکه الله تعالی فرمایی چی : لمونځ وکړه مخکی له دې چی تا ته لمونځ درکړه سی ! رسول الله (ص) فرمایلی دي چی لمونځ د دین پایه ده . څومره به ښه وی چی نور نو دغه الهی امر او فرض قضا نکړو .