چې  آزاد  بولي ته ځان  بيا، د  شيطان  تابع  شوى  ولې

چې  آزاد  بولي ته ځان  بيا، د  شيطان  تابع  شوى  ولې

شاعر: سمیر شجاع

چې  آزاد  بولي ته ځان  بيا

د  شيطان  تابع  شوى  ولې

چې ژغورى له بد  جهان بيا

د  شيطان  تابع  شوى  ولې

————————

چې ښکاره  دښمن  د تا دئ

نو  روان  ئې  ور پسى  څه

چې لارښود دى شو رحمان بيا

د  شيطان  تابع  شوى  ولې

————————

شیطان دومره ته ضعيف کړې

چې اختيار دى هم پردئ شو

رب  در کړئ  وو  ارزان  بيا

د  شيطان  تابع  شوى  ولې

————————

ښه پوهيږي چې بد څه دي

په ښه کار هم  ښه  خبر ئې

ځان  ته  وائي  مسلمان  بيا

د  شيطان  تابع  شوى  ولې

————————

لاره چاره در ښکاره شوه

ښکاره  نفس اماره  شوه

هر څه لولي په  قرآن بيا

د شيطان تابع شوى ولې

————————

عاقلان  خو  داسى  نه  کا

چې په لاسه اور ته درومي

جهنم  شو لو  آسان  بيا

د شيطان تابع شوى ولې

————————

که هر څو حقونه وخورى

د  خپلوانو  او  پرديو

مرګئ حق دى را روان بيا

د شيطان تابع شوى  ولې

————————

اى انسانه واوره  رب  نه

چې ندا در ته د حق کړي

توابين چې وي دوستان بيا

د  شيطان  تابع  شوى  ولې

————————

غوره ما سمير کړه لاره

د توبى د  رب  دربار ته

ته هم رحم کړه پر ځان بيا

د شيطان  تابع  شوى  ولې

————————

(سمیر شجاع)

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *