که په عمر مړیدل غواړی  دا نشته

که په عمر مړیدل غواړی  دا نشته

رحمان بابا

که په عمر مړیدل غواړی دا نشته

یا د مرګه خلاصیدل غواړی دا نشته

د اوربشو نه غنم نه پیدا کیږی

چی اغزی کری او ګل غواړی دا نشته

د صراط په نرئ لاره دی منزل دی

په هوا که تیریدل غواړی دا نشته

د نیکو بدو تلل به په انصاف وی

که درانه درانه تلل غواړی دانشته

رب رحیم دی خو زمونږ عمل به ګوری

که په سوال جنت ته تلل غواړی دا نشته

ته دی هم تیارئ وکړه مسلمانه

همیشه که اوسیدل غواړی دا نشته

مرسلان پیغمبران مرګی خاموش کړل

په چل ول سره که تلل غواړی دا نشته

د مرګی څخه خلاصی نشته رحمانه

واپسئ کی که راتلل غواړی دا نشته

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *