نه غلام يم په تاريخ کې، نه غلام مى مور او پلار دئ

نه غلام يم په تاريخ کې، نه غلام مى مور او پلار دئ

line

s.shuja

سمیر شجاع

line

نه غلام يم په تاريخ کې

نه غلام مى مور او پلار دئ

زه آزاد يم پيدا شوئ

آزادي زما شعار دئ

line

که تلاش مى څوک د ښکيل کړي

نو دښمن ته دى وګوري

پټيدو ځاى ئې نور نشته

ورکه کړي تيښتى لار دئ

line

څه غيرت به زما کار وي

څه ايمان مى کارولئ

د الله قدرت ته ګوره

دا عزت د هغه کار دئ

line

غليم لاړو په ګوڼډو شو

غلامان ئې ورپسى دي

دا زور نه زما د مټ دئ

د مظلوم يتيم آزار دئ

line

ربه تانه ډير راضي يم

چې مشعل مې دې اسلام کړو

په تورتم د زمانو کې

ښکاره کړي ئې سمه لار دئ

line

سمير څنګه شکر نه کړي

هدايت ئې شو په برخه

بى ايمان دى نه يم کړئ

سر سجده شکرګزار دئ

line

(سمیر شجاع)

3 thoughts on “نه غلام يم په تاريخ کې، نه غلام مى مور او پلار دئ

    • ډیر ګران او قدرمن شاعر محترم شجاع صاحب!
      د ښایسته او په زړه پوری اشعارو د را لیږلو نه مو یوه نړی مننه
      هیله ده چی د “صدای افغان” د پاڼی سره مو تل اړیکی وساتئ
      په درناوی
      د پاڼی اداره

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *