افغانستان د ورانولو ندی — لطیف ننګرهاری

 

افغانستان د ورانولو ندی!

 

د ښاغلی لطیف ننګرهاری په زړه پوری نوی وېډېوېي سندره


افغانستان د ورانولو ندی

دلته یی څوک هم د وژلو ندی

 

زما دا وران ښار د غریبان ډک دی

دا د بمونو د ویشتلو ندی

چرته به ورا او جنازه تیریږی

وخت د ماشی د کش کولو ندی

 

افغانستان د ورانولو ندی

دلته یی څوک هم د وژلو ندی

 

د جنګ لوګو غوندی بدرنګو خلکو

خپلو وسلو غوندی بی ننګو خلکو

زما د ښار ښاېست ته اور مه راوړی

دلته پردی جنګونه نور مه راوړی

چی می دا شته خویندی بی وروره نشی

بیا د پرون په شان بی کوره نشی

 

افغانستان د ورانولو ندی

دلته یی څوک هم د وژلو ندی

 

داکروندی زما بدرنګی نکړی

بیا را نسکوری شملی دنګی نکړی

لږ چی ژړا زمونږ کوڅی واخلی

بیا ګلدری زما لمبی واخلی

راځی واحد افغانستان جوړوو

چی بیا د خپلی لمن اور وانخلو

 

افغانستان د ورانولو ندی

دلته یی څوک هم د وژلو ندی

 

داسی دی ونشی چی کله لاړ شی

چی د ښایست سور د کابله لاړ شی

نه چی دا ښکلی دی بدرنګ بدرنګ شی

کلی ښارونه یو له بله لاړ شی

په شته سیندونو کی له تندی مړه شو

غرونو د مسو را نه خپله لاړ شی

 

افغانستان د ورانولو ندی

دلته یی څوک هم د وژلو ندی

 

ځوانه ماشی ته دی لاس څنګه ورځی

چی مونږ جونګړه د با با ورانوو

ځنګه دی توره لاس کی ماته نشوه

په سر شمله  چی د پکتیا ورانوو

دخدای دپاره ورور ته ورور ووایی

افغانستان ته شریک کور ووایی

 

افغانستان د ورانولو ندی

دلته یی څوک هم د وژلو ندی

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *