د اصلی افغان پيغام پيغام امريکايی يرغلگروته — سليمان شاه صوفی زاده

 

د اصلی افغان پيغام، امريکائی يرغلګروته!

 

سلیمان شاه صوفی زاده

 

 

 

 

 

 

ای د د نيا غمه چه ويشو نکی د غمونو يی

نوم د آ زادئ کښی نړ و نکی د ملکونو يی

ته چی يی را غلی خپرونکی د ظلمو نو يی

ورک شه د دی ملک نه ژړونکی د قومونويی

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

زه اصلی افغان يمه تړلی د ی په دا م نه يم

طمع د قدرت کښی زه ختلی دی په بام نه يم

ستا نه يم بيزاره شرميدلی د ی غلا م نه يم

ستا په هد ف پوه يم ،غوليد لی دی په نام نه يم

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

جنګ لری اسلام سره، ستا نښه مسلمان دی نن

ستا ديموکراسی باندی پوه شوی هرانسان دی نن

ستا ابوغريب ګوانتنامو کښی څه روان دی نن؟

خلک ښه پوهيږی ستا ظلمونه ښه عيان دی نن

 

 

 

 

 

 

 

 

 

سوله د ی نفا ق د ه ، اتحاد د ی ورور وژنه ده

رحم د ی عذ ا ب د ه، اتفا ق د ی لا سوهنه ده

څوک،اودکوم قوم،ملت دی څه؟ دادی پوښتنه ده

ژبی ا و مذ هب ته پا ملرنه د ی غو ښتنه ده

 

 

 

 

 

 

 

 

 

سرمی امانت د خدای رسول د ی ، ورنه زاردی شی

لاره دغيرت کښی که خواريږی ښه دی خواردی شی

ګټه که وطن ته يی رسيږی نو په د ا ر د ی شی

ښه د ه بی ننګی نه ، چی خا وند د ا فتخا ر دی شی

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

زه که شم بی وسعه نو بچيان به می تا وبا سی

د وی که بريالی نه شی لمسيا ن به می تا وباسی

خا وری، ونی، بوټی، هر حیوان به می تا وباسی

څو چه وی ژوندی ، ا فغانستان به می تا وباسی

 

 

 

 

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *