تش په نوم مجاهد ته —- سليمان شاه صوفی زاده

تش په نوم مجاهد ته!!!

که ولس يی ژړولی ، مجاهد صاحبه ته يی

که جهاد يی شرمولی، مجاهد صاحبه ته يی

که بدنامه دی دښمن وو، ته بدنامه له هغه يی

که ناکامه دی دښمن وو، ته ناکامه له هغه يی

بهانه دی غلامی وه، تا وژل چه ورنه ښه يی

ته چه خپله نن غلام شوی،مجاهد صاحبه څه يی؟

دجهاد نښه دی نوروو،اوس دنورو نښه ته يی

ستا په ضد شی جهادونه، تالی څټی يی که نه يی؟

که څه روس که امريکاوی،غلامی کښی غلام ته يی

هغوی وژنی افغانان دی، ته په غيږ کښی يی ويده يی

ځان نه وپوښته چه څوک يی ؟ ته بدکاره که ته ښه يی؟

زار له هغه مجاهده شی له چا نه چه ته نه يی

ستاظاهرباطن ښکاره شوه، ښه واضح لکه اوبه يی

نوی نوم دی مبارک شه! ګوډاګی نه يی نو څه يی؟

سليمان شاه صوفی زاده

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *