سوال اوځواب —- سليمان شاه صوفی زاده

سوال اوځواب

 

ای ګرانه مهربانه په وطن کښی مو بد حا ل دی؟         دعوی اوقيل وقال دی

مونږ ټول يو سره ورونه، ولی قتل او قتا ل دی؟          له تا نه می سوال دی

 

خبرنه يی ای ځوانه، په وطن کښی چه بدحال دی         قدرت لره جنجا ل دی

په خپلو کښی جوړ نه يو، ځکه قتل ا و قتال دی           ځواب دی دسوال دی

 

تاجک ، نو رستا نی، که هزا ره که ا زبکان دی          د يو دين پير وان د ی

همداسی پښتانه ، ترکمن، بلوچ  که پشه يان دی         بيا ولی سرګردان دی؟

 

په  ښه او  بد  پوهيږی  په  کږه لاره  روان دی           واړه نه دی مشران دی

نا پاکه يی   نفسونه ، لری شو ی له  قرآن  دی           نوځکه په تا وان د ی

 

څه  غواړی  خيرا تونه ، څه لګيا په  ودا نی دی         دا څنګه ا فغا نی دی؟

که وپوښتی له کومی شوی نو وايی چه ځانی دی         د خدای مهربانی دی

 

دا ځکه چه نا اهله  په کا رونو کښی  با نی  دی          ظلمونه پخوا نی د ی

حرام حلال  ته  نه ګوری خيا لو نه شيطا نی دی          د ګټی ار ما نی د ی

 

دوه ورونه سره وژنی دامشران ولی خوشحال دی؟      قدرت پسی ليوال دی

دربا رکوی په خپله سا ده خلک ورته ډا ل دی             نه وايی چه اوبال دی

 

مشران خو که مشران دی نو دخلکو په کمال دی         که نه وی نوزوال دی

باطل او حق ته نه ګو ری دا خلک مشر پال دی           نوځکه په بدحال دی

 

که خلک دی مجبوره، هوښياران که ساده ګان دی       مشران خوعالمان دی

هر يو پر و فيسر ا و ا نجينير ا و ډا کټران د ی        د ا و لی ظا لمان دی؟

 

په علم باند ی ند ه په عمل ا و په ا يمان دی               آ يت کښی دقرآن دی

عا لم چه بی عمله و ی ملګری د شيطا ن د ی         دوزخ کښی يی مکان دی

 

د چا پسی روان شو د حز بو نو ار زا نی د ی؟          بی حده ځان ځانی دی

د هر سړ ی په ژ به تشکر مهر با نی د ی                صالح اوکه جا نی دی

 

چپی دی او که ښی دی ، اوسنی که پخوانی دی         طالب که اخوا نی د ی

خدمت د پاره ند ی دوی په طمع د خا نی دی              ګوند ونه زما نی دی

 

نوڅه وکړو ای ګرا نه د حل لاره کړه آسا نه؟              قر بان شمه له تا نه

عادت زه سليمان يم چه پوښتنه کړم هر چا نه             خفه نه شی له ما نه

 

د حل لاره اصلاح د ه کړ ه شروع له خپله ځانه          بياوروسته له خپلوانه

همداسی که هرڅوک شی نو وطن به شی روښانه       ګيله به نه وی چا نه

 

سليمان شاه صوفی زاده

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *