شکايت — سليمان شاه صوفی زاده

 

 

شکايت

 

 

زو ريد لئ  يم  عا لمه  چه  ا فغان  يم

غم   ځپلی  ز ه  د  لاسه  د  ا نسان  يم

پيژ  ند  نه    د  ا نسا ن    ا سا نه    نده

کړ يد لی  زه  تر ننه   سر ګر د ا ن يم

ډيرعجيب مخلوق انسان دی زماوروره

ځکه بوخت  زه په  ساتلو د خپل ځان يم

لری  ګر زی  هر انسان  د بل  د  ډا ره

زه حيران په دغه وخت او په دوران  يم

نه په  خپل اونه  پردی باندی  باورشی

هر سړی  کوی  دعوه  چه  قد ردا ن يم

تر مطلبه در سره  وی  بيا  په   شا شی

زه بيزار له هغه  خپل او له  خپلوان يم

ښه  چه  ونکړی بد  نشته  ځما  وروره

زه  د خپلی د  نيکئ  نه  سرګردا ن  يم

هربی ننگ حرامنمک ته زړه  ورنکړی

کړی  ما  ا متحا نو نه  چه  پښيما ن  يم

زړه  زخمی  شومه  د لاسه  د  يا را  نو

هيڅ  وفا په چا کښی نه وينم حيرا ن يم

نو ر به  طمع  د  يا رئ  د چا و نکړم

زه  پوه  شوئ  په مکرونو د ا نسان يم

څه زخمونه چه  په زړه لرم  بی شماره  

نتيجی  می  د  اعتبار  دی  سليمان  يم

 

سليمان شاه صوفی زاده

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *