غزل — عبدالمالک وفا

 

غزل

 

عبدالمالک وفا

۲۴/۱/۲۰۰۶ کابل دارلامان

 

لا می دمرګ قیــمت پوره نـدی زه نورغواړمـــه

ګرانه ښــــاغلیــه را غلـی یمـــــــه پور غواړمـــه

زما وطن کې خلــق ما نه منــــــــی نه ویــریــږی

تاتـــــه را غلی یــم له تا څخه زه زور غواړمــــه

چی زه حاکــم او حکمران یـم پروا مــه کړی دڅـه

زه په جګــړوباندی پوهـــیږمه زه زور غواړمـــه

چی کوم ښـاغلی تاسو نه خوښوی وی دی داسی

دهــغه ښـــکلـی مخ ددار په سـر تــور غواړمـــه

دیـــموکراســی دی وی ژوندی ورسره ونڅیــــدو

لار او مکـتب می پکار ندی ټنـګ ټکور غواړمــه

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *