پوچ كارتوس
ماوې چه باز دې خو ټپوس وختو
په دووسا نو كښې دووس وختو
د زړه په وينومې روزنه وركړه
چه زړه ترې جوړكړم خوپپوس وختو
ډېر مې ټولنه كښې دروند وتللو
آخر كښې سپك انډې د بوس وختو
په جها د ي هدف ېې لوبي وكړي
خدايګو دروس څخه جړوس وختو
د ا مريكا په ډ ا لر و نڅېد و
د خداي له مرستې نه مايوس وختو
مونږوې د ده له بخته مخكې به ځو
خودي په خپله كښې منحوس وختو
خا لص د بل چا نه ګيله نه لري
پوچ د خپل جيب نه يی كارتوس وختو
مرحوم مولوی محمد يونس "خالص"