دځنګله هوسی— امرالدین سرحد

 

دځنګله هوسی

 


شاعر: امرالدین سرحد

 

 

پټه پټه شرمناکه

یوي وړی هوسی کتل

په ښکلو ښکلو سترګو

لمړی به یې لیدل

په تنګو سرو سوګمویې

واړه بوټي بویول

اوبیرته به یې غاړه

پورته جیګوله

ښوروله

ټیټوله

دځنګله ښکلی فضا هم

آزادی یې

دی هوسی ته

تخنوله هڅوله

دابله دنیاګی وه

عجیبه هم جونګړه

آزاده هم بی حده

هغه پی نازیدله

لکه وړ ماشوم زانګوکی

څی اوږد ټال کی ښوروي

همداسی سوچ می لاړه

په فکر دانسان شوم

څی ولی؟

وژنه کړی بی حده

سولی او ژوندون ته

نه لاره نه رڼا

نه په شپه نه په صبا

ان ځنګله کی

هم هوسی ته

ارام خوب

ارام کتل

ارام لیدل

نه لوروي

نه هڅوي

په ځنګله کی

وحشی ګامونه

توري لومی

دبیرحمه ښکاری

په تورو لاسو

په غضبی تصور

ځنګله کی ټول تروي

لکه څی ما ورته کتل

دغی تنکی هوسی ته

تریدیلی لږ څه شانته

دپسرلی ښکلی ځنګله کی

ښۍ خواته

کیڼ خواته

بی باکه

او له ډاره

معصوم زړه یې

په نری غږ

رمباړي یې وهلي

 

خوپه دی پوه شوم

فال می رښتیا شو

څی دامانا لری اوس

وړی هوسی د ژوند دمینی په خاطر

داسی ویل:

 

دازما دنیاګی

دازما د ښکلو ونو

دځنګلونو دشنیلیو

معطربوي

مه تریخوي

شین شنیلی

دونو دپاڼو شڼهار

مه چپوي

دژوند جونګړه

مه ورانوي

مه سوځوي

څانګی نری تنکی

مه پری کوي

شنیلی دمځکی په مخ

مه وچوي

اوبه ورکوي

او دمینی زړه وهڅوي

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *