کله ته راځي پسرلیه — امرالدین سرحد

 

کله ته راځي پسرلیه

 

امرالدین سرحد

 

ژمې په ژړا شو کله ته راځې پسرلیه

تود راشه لالیه

د سپینوواورولاندې ژړغوڼې شولی شونډي

هم ګونجي شولی ټنډي

څیره دښکلی ځمکې اوس تخنیږي لاغوړیږي

سوکه سوکه ویښیږي

تنکۍ،ښکلی غوټۍ به دپسرلی په لمرتازه شې

پیڅکې نه به ښکاره شي

موسکا به یې حیران کړی داویده له ژمې زړونه

تاوده به شی هډونه

په خوندبه یې مونږپوه شوکه پسرلی راشی بی جنګه

زمونږ کرکه ده له ترنګه

پسرلیه راخوزیږه ستا راتګ ته په موسکایو

دلمروړانګي مونږ ستایو

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *