کرزي لالا ته — احمد محمود

 

کرزي لالا ته

 

شاعر: سمیع الله تړون

لیږونکی: احمد محمود


پردي ځامن دهيچا نه خپلیږي

لالا
د مرګ اجازه مه ورکوه
زمابچوړي سوال ته مه کینوه

زما دمرګ اجازه مه ورکوه

تابه له
ټولوخلکو روسته وژني
دچا
د مرګ اجازه مه ورکوه

زما ځنګلې په باروتو سیزې
زما په غردې زړه خوږېږي که نه

مال مې دې لاړشي په بلا يي وله

زما په
سر دې زړه خوږېږي که نه
ماشومان وږي له کورونوتښتي

په مازيګردې زړه خوږيږي که
نه

مشره وطن دې ټول سوری سوری کړ
اوس رواجونه رنګ په رنګ راځي

پردۍ
لښکرې په ټوپکو سنبال
په سوله نه راځي په جنګ راځي

زمونږ په دين او وطن لوبې
کوي
ځکه مو وينې په غورځنګ راځي

اول مې مړ کړي بيا بخښنه غواړي
اشنا
دليل دې څه دليل  نه دى
زه وژل کېږم دا دې غلى ناست وي

دغه وکيل زما وکيل
نه دى
ستا په تندي به نخښه ټينګه نيسم

لاخو مې مات دټوپک ميل نه دى

چې
خپل ناموس په يرغلګرو پلوري
هغه افغان نه دى اصيل نه دى

ددې کيسې درنه پوښتنه کوم
دادروند لقب مارشال دې چاته ورکړ

دملالۍ مزار جنډه نه
لري
د ايوب توره ډال دې چاته ورکړ

نور انسانان يي په بوټانو ولي

دستر غازي
مډال دې چاته ورکړ

داحمدشاه تاريخ دې نه دی لوستی
تاسره قدر دامان
نشته
ته دميروېس نيکه له ذاته نه يي

تاکې غېرت تاکې ايمان نشته

زرده رسوا
به شې ذليله به شې
په سر دې سيوری دقران نشته

زما وطن دوېرې کنده  ده اوس
دلته مدام د بچو چغې راځي

بيا چا جومات په اور کې وسېزلو

بيا دامام د
بچو چغې راځي
د اککرۍ به څنګه نه شيندمه

چې  مې دقام د بچو  چغې راځي

نوره دنيا په خواږه خوب ويده ده

خو داسلام دبچو چغې راځي

زموږ په وينو باندې ژوند تېروي
زموږ پاچا  دى سړي خور پاچا

موږه په يو رګ هم
  منلى  نه دى
دا خو پرديو کړ په زور پاچا

دقام له کړيکو نه خبرېږي کنه

اى
دهوس په نيلي سور پاچا
خپلې راتلونکې ته  لږ فکر وکړه

درته پاتې شي پيغور
پاچا

ديموکراسۍ له ژونده وويستلو
خپلو بچو پسې پېرې کوو

څومره دې
ووژلو بس دی کنه
همېشه غم دهديرې کوو

داور لمبه دې درنه
وګرځېږي
مونږ
افغانان درته ښېرې کوو

دپارلمان وکيله ساه دې وځه
ته دکرزي لالا سلام څه
کوې
ته له تودې بړستنې نه راوځې

بړستن دې ېخه شه ارام څه
کوې
دادبمونوشوردې نه ويښوي

په خپله خاوره اوخپل قام څه کوې

دداسې سترې بلا مخې ته يم
وايي د ځان کيسه کې مه اوسېږه

که سېزل کېږي خېر دى  ودې
سوزي
نور دقران کيسه کې مه اوسېږه

زړې کېسې  بدلې شوي دي اوس

دننګ
ايمان  کيسه کې مه اوسېږه
نورې نړۍ ته ترې خطر پيدا دى

دمسلمان کيسه کې مه
اوسېږه

لالا لالانه دې پوښتنه وکړه
افغانستان سره دې څه کارو

که
صليبي جګړه دې نه کوله
دمسلمان سره دې څه کارو

که اسامه په توره بوره کې
و
وزيريستان سره دې څه کارو

پرون  ددوى درقيبانو جنګ و
نن د روسانو
درقيب جنګ دى
دلته تکبير شي هلته کړيکې خېژي

عجيبه چغې دې عجيب جنګ دى

راځه چې لوړې  ته شو سېل يې وکړو

ستا دپوځي او د  طالب جنګ دى

که
نړيوال يې ترورېزم بولي
خو داسلام او دصليب جنګ دى

اور غورځونکو ته دې ووايه لږ
سمه اوغر درته خېرې کوي

زمادقام
خولګۍ له وينو ډکه
هر مازيګردرته خېرې کوي

د باجوړګلونه مه رژوئ

چې پېښور
درته خېرې کوي

ته وايي خوله پټه کړه غلی کېنه
زه وايم غږ زما ازاد
ښه دی
زه وايم قام تبا شه ننګ تبا شه

ته واېې دغسې برباد ښه دی

بس ته
پردوته ستړيمشي کوه
مونږ سره فکر دجهاد ښه دی

اشنا له دې خبرې ځان خبر کړه
د لته دسر دپاسه سر شته دى

د وطن هره دره چغې وهي

راشه په غېږ کې
مې سنګر شته دى
زموږ په خوله کې ژبه ګونګه نه ده

نارې دالله  اکبر شته دى

لا بې اميره بې رحبره نه يو

لا خو ملا محمد عمر شته دى

سمیع الله تړون

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *