امسآ — امرالدین سرحد

 

 

امسآ

 

امرالدین سرحد

 

داوطن له ښکلو ښکلی دا دټولو ده جونګړه

نازول غواړي افغانه دی به ژاړي نور تر کله

 

مټي پورته کړي ملګرو قوت ورکړي دی وطن ته

په پښو تینګ شی دی روان شی ژر پخپله

 

دپردیو په امسا باندی لا کړوپ شوو

خپل لاس ورکړي  دا به ښه وي نن سل ځله

 

دسرحد دسترګو تور دی دا یې ژوند دی

خدمت بولی خپل وطن ته،فرض تر تله

 

مسکو ۲۲،۶،۲۰۱۲

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *