د اسيا زړه —- نوميال

د اسيا زړه

ا ى ربه ستا په مينه مې دنيا ولي په تيږو

په نوم د دهشت ګر مې امريكا ولي په تيږو

 

زما لاس غاړه كې پروت دى اى خالقه نصرت غواړم

خاوند د تمد ن مې ، له فضا ولي په تيږو

 

دا څرنګه انصاف دى چې نړۍ ورته حيرانه

جامه كښې د دوستۍ مې خپل اشنا ولي په تيږو

 

ښكلاته مې تعجب واړه نړۍ ګوته په غاښ دي

نو ځكه مې غليم زړه د آ سيا ولي په تيږو

 

دستور د زما نې خو نن ريښتيا ده بدل شوى

لمسى راځي خا ونده، خپل بابا ولي په تيږو

 

 

كفارسره يوشوی دي قرآن ورک كول غواړي

سنت د پا ك نبي مې نصارا ولي په تيږو

 

نوميال

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *